په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن هم پخپلو تبصرو کې تر ډیره د کندهار په وروستۍ پیښې او په هیواد کې د انتخاباتو روان بهیر او امنیتي مسایل راخستي دي.
په کابل کې زمونږ همکار حمید مهمند دا ورځپاڼې لوستي او لاندنې مطلب يې ترې چمتو کړې دې.
اراده:
دې خپلواکې ورځپاڼې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه غونډه کې د افغانستان په انتخاباتو او د ترورزم پر ضد په روانې مبارزې خبرې کوي.
ورخباڼه د موضوع په دوام وړاندې لیکي، چې پدې غونډه کې، چې د امنیت شورا پځلس غړي او د افغانستان ګاونډیان ګډون کوي د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون به د افغانستان د روان حالت په اړه یو رپورټ هم خپور کړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د ماشومانو روان حالت څیړلې او لیکلي دي، چې دوی ته باید زیاته پاملرنه وشي.
په ورځپاڼه کې د بیوزلۍ په له منځه وړلو کې د رسنیو رول ته هم کتنه شوې او لیکل شویدي، چې رسنۍ پدې برخه کې بشپړ رول لري.
انیس:
دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کندهار پیښې ته په اشارې لیکلي دي، چې خصوصي امنیتي کمپنۍ بیا بیا قانون ماتوي او دا سپارښتنه يې کړې، چې دولت باید ددغو کمپنیو د قانوني کولو لپاره په بیړې اقدام وکړي.
په ورخپاڼه کې د هیواد د شمال او شمال ختیځو ولایتونو له قومي مشرانو سره د ولسمشر کرزي د لیدنې خبر هم خپور شوې او د ښاغلي کرزي په حواله لیکل شویدي، چې دولت په ټول قوت سره هڅه کوي، چې د هیواد په کچه پراختیايي پروژې پلې کړي.
په ورځپاڼه کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ویستلو لپاره د امریکا د کانګرس د غړو د غوښتنې په اړه د افغان کارپوهانو په حواله لیکل شویدي، چې دا غوښتنه په امریکا کې د روان بحران له کبله شوې ده.
ویسا:
دې خپلواکې ورځپاڼې بیا هم د کندهار وروستۍ پیښې ته په اشارې د کورنیو چارو د وزیر دا وینا راخستې، چې بې قانونه ملیشي باید نور له منځه ولاړې شي.
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي، چې څارنوالۍ ته د یو څلویښتو کسانو ورتګ او بیا په پولیسو حمله کومه تصادفي پیښه نه بلکه پلان شوې کار دې.
په ورځپاڼه کې د برطانیې ددفاع د وزیر د وینا دا ټکي هم راخستل شوي، چې یوازې د طالبانو په وژلو سره په افغانستان کې نشي بریالي کیدلې.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې دا خبر ورکړې دې، چې پاکستان او امریکا په ګډه د بیت اله محسود پر ضد عملیات کوي.
هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې، چې پکې له کاندیدانو سره د بهرنیو هیوادونو د سفیرانو په لیده کاته انتقاد شوې لیکلي دي، چې له کله راهیسې د کور خاوندان شوي یاست.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د ایران او لویدیځ ترمنځ روانې لانجې ته په اشارې بیا هم د ډاکټر سپنتا په حواله لیکلي دي، چې هیڅ کله به اجازه ورنکړي، چې افغانستان د ایران او لویدیځ ترمنځ د کشمکش په ډګر بدل شي.
په ورځپاڼه کې افغانستان ته د پوځي وسایلو د راوړلو لپاره د امریکا او روسیې ترمنځ د یو تړون د لاسلیکیدو خبر هم ورکړل شوې دې.
اصلاح او هیواد:
دې دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد هم پخپله سرمقاله کې د کندهار وروستۍ پیښې ته په اشارې لیکلي دي، چې نا قانونه وسلوالې ډلې هره شیبه دولتي واکمنۍ ګواښولې شي.
خو اصلاح بیا په هیواد کې د هوا او چاپیریال د ککړیدو ستونزې ته په اشارې لیکلي دي، چې د ژوند د چابیریال ساتنه زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.
ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې خلک هڅولې ، چې په زیات دقت سره خپله راې وکاروي او داسې کس ته راې ورنکړي، چې د چارو د سمبالولو وړتیاو نلري.
په ورځپاڼه کې د کندهار د بڼوالو په حواله لیکل شویدي، که چیرې امنیت خراب نشي نو ددوی حاصلات او صادرات به زیات شي.
په ورځپاڼه کې د افغانستان د سترې محکمې د کنټرول او مراقبت د رئیس په حواله لیکل شویدي، چې په هیواد کې یو نوي قاضیان د اداري فساد، رشوت او زنا په تور له دندو ګوښه شویدي.