د لر او بر کابل څانګي ته تازه رسېدلى خبر وايي د چارشنبې په غرمه نيژدې دوې بجې د کندهار په ښار کي يوه درنه چاودنه وسوه.
د پېښي اصلي علت معلوم نه دئ او نه يې هم تر اوسه د مرګ ژوبلي په اړه معلومات سته.
چاودنه په داسي حال کي کېږي چي د دې ولايت پوليسو د ښار په څلرمه ناحيه کي د وسلو او چاودونکو موادو د نيولو خبر ورکړئ دئ.
د کندهار په ښار کي وروسته له هغه امنيتي تدابير سخت سوي دي چي وړمه ورځ د بهرنيو ځواکونو د ساتونکو او افغان پوليسو ترمنځ په يوه نښته کي د کندهار امنيه قومندان مطيع الله قاطع او جنايي مدير عبدالخالق همدرد له اتو ملګرو سره ووژل سول.