کور / تازه خبرونه / نيويارک: د اخترونو په ورځ رسمي رخصتي منظور سوه

نيويارک: د اخترونو په ورځ رسمي رخصتي منظور سوه

 

د نيويارک ايالتي پارلمان يا ولايتي شورا په دغه ايالت کي د مسلمانانو د اخترونو په ورځ رسمي رخصتي منظور کړه.

تر دې دمخه په نيويارک کي اوسېدونکو مسلمانانو نيوکه کوله چي حکومت د عيسويانو او يهودانو د مذهبي اخترونو په ورځ رخصتي کوي، خو د مسلمانانو په اخترونو ټول دفترونه خلاص وي.

د نيويارک مسلمانانو له تېرو دوو کلونو راهيسي د دې رخصتۍ د رسميت دپاره هلي ځلي کولې چي پرون د جون پر ٣٠ – مه نېټه د ايالتي پارلمان له خوا د رايو په اکثريت سره ومنل سوه.

د پارلمان څخه د رخصتۍ قرارداد د نيويارک ښاروالي ته د پلي کېدو په خاطر لېږل سوئ دئ او د امريکا مسلمانان د ايالتي پارلمان له دې پرېکړي خوشحاله دي او وايي له دې وروسته به د کوچني او لوى اختر په ورځو کي د نيويارک په ښار کي رسمي رخصتي وي.