دکابل پوهنتون دطبيعي علومو پوهنځی پخوانی استاد ، داټومي انرژۍ مسئول مشر ،دهستې فزيک پوه اودطبي فزيک متخصص : پوهنوال ډاکټر نظرمحمد سلطانزی – ځدراڼ
(پښتو ويل ، پښتو ليکل او پښتو چلول )دلوې اوملي شخصيت غازي وزيرصاحب محمد ګل مومند هغه علمي خبرې دي چې تر نن ورځ پورې پښتنو ته ديوې فرهنګي درس اولارښود په څيرپاتې شوې دي. نوموړې ولسي اوعلمي شخصيت د پښتنو اودپښټوژبې غميزې په هکله ډيرې هلې ځلې وکړې(١ ).
خو مخکې له دې چې دپښتنو او دپښتو ژبې دغميزې په هکله څه وليکم نوضرورګڼم چې په دې اړوند دپښتوژبې دلرغونوڅيړنو او پيښليک په هکله دژبپوهانوعلمي کارونولنډه يادونه وکړم ( ٢ ).
ريګويدا، په څلوروواړو ويدونوکې هغه لومړنۍ کتاب دئ چې داريائيانو دژوند سره تړاولري او په دې کتاب کې چې دليکلو نيټه يې نژدې يونيم زر کاله دميلاد نه مخکې ښودل شوې ده ، دپښتون نوم ، پښت، پکهت د ګډ دود په تو پير سره ليدل کيږي او نور ويدونه لکه يجرويد، سام ويد، او اتهر ويد له هغه وروسته ليکل شوي دي چې په هغو کې دپښتنو دسيمو نومونه لکه بلي کا يابلخ تکرارشويدي.
وروسته له هغه چې اوستائي ژبه راځي چې ستر زراتوشتر( زردشت) ورباندې خپل سپيڅلئ کتاب ( اوستا ) وليکلو چې په ايران کې د ساسانيانودواکمنۍ هم مهاله ګڼل کيږي او په وروستيو پيړيو کې چې په( اوستا ) له غرضه ډکې شرحې او تفسيرونه وکښل شول نو هغه يې د زند او پازند په نومونو باندې ونومول. دپام وړ خبره داده چې داوستا ژبه دپښتو ژبې خور پيژندل شوې اوګڼ شمير وييي (لغتونه) په دواړو ژبو کې شريک موندل شويدي. همدغه سبب وه چې د ستر زردشت دکورنۍ نوم سپيتامن يا سپينتمان و چې هم سپين او هم تمان يا تومنه پښتو کلمې دي. د اوستا دليکل کيدلو نيټه يوزرکاله دميلاد نه دمخه ښودل شوې ده ( ٨ ).
دبلې خوا په هند کې د سنسکرت ژبې په جوړښت اوددې ژبې لپاره ديو بشپړ مېتود او ګرامرپه منځ ته راوړلو او کښلوکې داباسين او اټک دغاړې او سيدونکۍ پاڼي نې نې يو بنسټيز رول لرلی دی او دغه پوهاند هم په پښتنو کې حساب شوی دی او ژبپوهانوپه سنسکرت ژبه کې هم دپښتو ګډ لغا تونه موندلي دي اوداټول دپښتون قام او پښتو ژبې دزرګونو کالوژوند او برم ثبوتونه ګڼل کيږي.
د استاد حبيبي په وينا دغوريانو او سوريانواو په راوروسته کې د هوتکيانو په دربار کې پښتوويل کيدله. استاد کهزاد ثابته کړې ده چې دستر زردشت په مهال چې کله اوستا وليکل شونو په بلخ کې دپښتون ګرشاسپ یا غرشاه غرغښت واکمني وه او زر دشت دهمده دمرستې په اساس اوستا خپور کړداځکه چې نوموړۍ دزردشت نژدې ملګرئ او دوست وه. ويل کيږي چې غرشاه غرغښت لومړنۍ سړۍ وه چې زردشتي دين يې ومنلو.
نن ورځ دپاس يادشوواثارو برسيره د نوروباوري ا ومستندوتاريخي اثارو اوکتابونو له مطالعې او په دې هکله له يو لړ علمي او تاريخي څيړنو( ٢) او بحثونو څخه په روښانه توګه داحقيقت جوت څرګنديږي چې پښتوژبه دپخوانيو آريايانودژبې چې (اريک) نوميده او څوزره کاله مخ کې له ميلاد څخه موجوده وه دنوموړې ژبې هسته اوياپه بل عبارت مورګڼل کيږي. ځکه دآر کلمه اصلا پښتو او داصيل ، نجيب ، کروندګر اوبر سيره پردې ځينې نورې معناوې او مفاهيم هم افاده کوي چې(آريانا) یې ځای دئ . لکه چې يو شاعر د آر کلمې په هکله داسې وايي: شيخ متۍ چې خليلي وه ــــــ دئ له آره لوی ولی وه. یعنې له اهله لوی ولی وه.( په دې هکله دسانسکرت اوستازرند او پازند مطالب د يادونې او پاملرنې وړ دي). خو له بده مرغه چې ددې تاريخي ، اصيلې اولر غونې ژبې دپرمختګ، پيژندنې، سمسورتيا او پراختيا لپاره لکه چې لازمه ده او يا ورته اړتيا شته دتاريخ په اوږدو کې دمختلفو حکمتونو، قدرتونواو شخصيتونو له لوري ورته کار او خدمت نه دئ شوئ او حتی په خپله پښتنو هم ددې پر ځای چې ددې ژبې د علمي کيدو او پر مخ تګ لپاره کاروکړي نو دخپلې لر غونې ژبې پر ځاې يې د پردو ژبو دتعميم او تقوی لپاره چټک ګامونه اخيستي دي او ډير کتابونه او علمي اثار يې په نورو ژبوليکلي او خپله مورنئ ژبه يې هيره کړې ده او يا يې ورته پاملرنه نه ده کړې. نو له دې کبله که څه هم په پښتوکې زيات علمي، تاريخي او نامتو پوهان او نابغان مو جودوه اودي خو هغوی دپښتوژبې لپاره څرنګه چې ښايي کار نه دى کړئ نو له دې کبله په پښتو ژبه کې سره له هغې هم لکه چې لازمه ده زيات مختلف او ډول ډول کتابونه او اثار نه ليدل کيږي او دا تاريخي ، لرغونې او جامع ژبه دنړئ د بيرته پاتوهيوادو ژبو په ډله کې راځي.
خو کله چې ما خپلې لوړې زده کړې تريو څه حده پورې سرته ورسولې نو دې مهمې نيمګړتيا او نقصان ته ځير شوم او له ځان سره مې وويل ددې لپاره چې يوه ژبه ترقي او پر مختګ وکړي بايد تر وسه وسه زيار وه ايستل شي چې هغه ژبه علمي او ډول ډول کتا بونه پر هغه ژبه وليکل شي تر څو دعلم او پوهې مينان ورته اړتيا پيدا کړي چې له دې کتابونو او اثارو څخه يې ګټه واخلي.
نوموړې موخې ته درسيدو په هيله زمالومړنۍ هلې ځلې او دطبيعي علومو په څانګه کې د کتابونوليکل هغه وخت پيل شول کله چې زه په ١٩٨٠ميلادي کال کې د کابل په پوهنتون کې داستاد په صفت مقرر شوم او دافغان ولس دمطلق اکثريت په ژبه يعنې پښتوژبه مې لکچرونه پيل کړل. په دې اړوند لازم ګڼم چې په سترګو ليدلاې او پر ما تير شوى حال د تاريخ پاڼو ته وسپارم چې زه څرنګه په کلتوري لحاظ په خپل وطن کې لکه يوبهرنى او پردئ پوه يوازې پاتې شوم. کله چې ماپه نوموړي کال کې په پښتو ژبه لکچرونه پیل کړل نو دزده کوونکو مظاهرې زما په مقابل کې راپورته شوې چې دفاشست په شعار ورکولوسره بدرګه کيدلې او زما په ضد هر اړخيز دومره زيات سياسي او فرهنګي فعاليتونه روان شول چې حتې زما ژوند هم د خطر سره مخامخ شو. ما پخپله دغه ټول تورونه او ستونځې پر ځان قبولې کړې دا ځکه چې زه داسلام او اولس په حقه لار روان وم. داسلام په لار ځکه روان وم چې لوىڅښتن تعالى (ج) ديوه قوم ژبې ته غټ اهميت ورکړئ دئ.
. دبيلګي په ډول د ژبې په اړوند په قران شريف کې راغلي دي چې الله تعالې فرمايي: (٣) (سور ت لا ا براهيم ٤ ايات شريف) :
وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ فَيُضِلُّ اللّهُ
ژباړه :- او نه دی ليږلی موږ هيڅ رسول مګرخو په ژبه دقوم دده چې بيان کړي دوې ته امر او نهې دالله ).
لوى څښتن تعالى (ج) په بل ځا ى کې ژبه او شونډې په مهمو نعمتو نو کې ياد کړې دي. نو زما په فکر سره چې څوک د لوىڅښتن تعالى (ج) امر پلئ کوي نو دا هم د جهاد يو شکل دئ چې د پښتون قوم طبيعي حق پر ځاې کړي او پښتوژبې ته هر اړخيزخدمت وکړي.
دياد شوو دليلونو په رڼا کې او دټولو ستونځو او اخطارونوبر سيره مې په پښتو ژبه لکچرونو ته دوام ورکړ. تر څو چې په دې شخړه کې دلوړو او مسلکي تحصيلاتو له خوا يو کمسيون وټاکل شو چې لاندنئ پريکړه يې وکړه. ( ډاکتر سلطانزي حق لري چې خپل لکچرونه د ١٩٦٤ ميلادي کال د اساسي قانون سره سم په پښتو ژبه ورکړي. په دې شرط چې يوژباړونکئ مرستيال دپښتو لکچرونه په دري یا فارسي ژبه زده کوونکوته واړوي). د١٩٨٠ څخه تر ١٩٨٦ ميلادي کاله پورې زما لکچرونه په پښتو ژبه مخ په وړاندې ولاړاو زه هم په دې ډول دبهرنيو استادانو په بهير کې ورګډشوم چې ژباړونکي ورته مقرر وو. په داسې حال کې چې دواک فو نډيشن 1)) دشميرنې په اساس دافغانستان لږ څه دری شپيته په سلو کې خلک په خټه پښتانه دي خوپه خواښينۍ سره بايد ووايم چې دغه مطلق ډیرکیو هم په دې زور وه نه رسيده او يا یې نه غو ښتل چې زما څخه دفاع و کړي. خو بيا هم زه په نوموړې موده کې دطبيعي علومو په څانګه کې ددوه پښتوکتابونو په ليکلو بريالئ شوم. په دې اړوند بايد چې ديوه بل ملګري او د کابل پوهنتون د بيالوژي ديپارتمنت نامتو استاد پياوړئ پوهاند ډاکتر ميرازئ نه ستړې کيدونکې هلې ځلې اوخدمتونه چې د پښتو ژبې په پوهنيز کيدلو کې يې د ګڼوعلمي اثارو په خپرولو سره کړې دي د يادولووړ ګڼم. پوهاند ميرازئ هغه لومړئ پوهنيزملي او علمي شخصيت دئ چې لږ څه دديرښوکالو را پدې خواد کابل په پوهنتون کې په پښتو ژبه لکچرونه ورکوي. دنوموړئ فرهنګي ، علمي او ملي شخصيت په مقابل کې هم ډيرې دسيسې ، اخطارونه اوناوړه پلانونه شوې او هم اوس روان دي.
که څه هم ما خپلې لومړنۍ زده کړې درحمان بابا او خوشحال خان خټک په ليسوکې تر سره کړې دي خودځوانئ په همغه موده کې دنوموړو نامتوعلمي، ادبي او ديني ملي پښتنو ښخصيتونودشعرونو، لار ښوونواو نورو اړخونو په هکله مې دومره ډيرژورفکر نه ووکړئ خوکله چې په ١٩٦٢ ميلادي کې شهيد سردارمحمد داود صدراعظم په منظورۍ دڅونوروملګرو سره يوځای ديوه تحصيلي بورس په اخيستلو بريالۍ شوم اوبيا د جرمني هیواد ته راغلم او بیا له هغه وروسته مې دهستې فزيک اوهم د درمل پوهنې په تړاو زده کړه او پوهه تر لاسه کړه نوبيا راته څر ګنده شوه چې دپوهانوليکل شوي اثرونه په تيره بیا د طبيعي علومواو د موډرن تکنالوژي په اړوند اوبرخه کې ديوه هيواد دپرمختګ، هوسايي او نيکمرغي لپاره څومره ارزښت لري.
دا هم بايد زياته کړم چې دهريوه کتاب ليکنه او په تيره بيا دعلمي،تاريخي او فرهنګي اثرونو او کتابونو ليکل راتلونکي نسل ته پر يښودل خورا اهميت لري ځکه که چيرې دنړئ ډير پوهان لکه داسلام دين او نورو آديانو پوهان ، ساينس پوهان ، ادب پوهان او نوروعلوموپوهان اوس ژوندي هم نه دي خو موږ کولاې شو چې دهغوې دليکل شوو اثرونوله لارې هر وخت چې وغواړو تماس او اړيکې ونيسواو دهغوې پوهې څخه ګټه واخلو.
دبيلګي په ډول څلور سوه کاله دمخه د افغان و تلو ملي شا عرانو هر يوخوشخال خټک او رحمان بابا دپښتونولۍ ، ادب، شعر، فرهنګ او خپلواکې دارزښتونوپه اړوند يو نوې پړاو پرانيستلوچې موږته لکه دخلاصې خزانې په څير ميراث را پاتې شوىدى. دنوموړو شاعرانوددرس له برکته يو بل افغا ن شاعر دطبيعي علومودارزښت په تړاوخپل ټبر ته په لاندې شعرکې دپوهې او سيالۍ خطا ب کوي .
څه ساده دی دا پښتون چې تربګني کا ــــ زه دزړه وينې په څښم دی دښمني کا
خلکو لاندې تر پښو ستوري سپوږمۍ کړ ل ـــ دی لا دوو ميږو ته ناست دی اوشپني کا
همدارنګه دپښتو ژبې وتلی شاعر، مذهبي ، صوفي او روحاني شخصيت رحمان بابا د اسلام مبارک دين او هم د پښتو ژبې لپاره نه هيريدونکي ستر تاريخي خد متونه کړي دي.د نوموړې ادبي شخصيت او فيلسوف د عامو خلکو د ښه پو هيدلوپه خاطر د اسلام لاره او احکام د شعرپه جامه کې بيان کړې دي او بر سيره پردې پښتانه د پښتو ژبې کتابونو ليکلو ته هڅوي چې دلاندني شعر څخه په ښکاره توګه څرګنديږي. ( ٤ )
ما چې خال داستا دوريځو په ميان وليد ـــ نه بل هسې رنګ امام شته نه محراب
يوکتاب هم په سړبن کې چا وه نه کړ ــــ بې رحمانه چې يې وکړدا کتاب
په قرا ن شريف کې هم مسلمانانو ته لږ څه يونيم زر کاله دمخه په داسې حال کې چې په هغه وخت کې لويديځه نړۍ لاد طبيعي علومو په اړوند ډيره لږپوهه درلوده او يايې ښايي نه لرله خو الله تبارک او تعالى په لاندني ایات شریف ( سورت النفال ٦٠ ايات شريف) کې مسلمانانو ته امر کړئ دئ چې د سا ينس اوتکنالوژي زده کړه داسلام مبارک دين او دمسلمانانو ددفاع په خا طرتر خپله وسه پورې پر مخ بوزئ . او داسې شيان او وسايل اختراع او اماده کړئ چې دستاسو دښمنان او مخالفين يې لري. تر څو هغوئ ور باندې وويروئ. (٣):
وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِن دُونِهِمْ
او که چيرې دوى سولې او روغې ته حاضر شي نوتا سو هم خپل وزرونه ورته خپاره کړئ ( سورت النفال ٦١ ايات شريف )
وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
کله چې ماته دکلونو په اوږدوکې داڅرګنده شوه چې د طبيعي علوموپه برخه کې په پښتوژبه دنړئ نوروژبو په پرتله تر نن ورځې پورې ډيرکم علمي اثرو نه ليکل شوي دي نو ما خپله ايماني، وجداني اوملي دنده وګڼله چې په دغه ملي او اسلامي لاره کې زه هم د وس سره سم خپلې هلې ځلې وه نه سپوم. همدغه شان د اسلام مبارک دين دلارښوونوسره سم دخپلې مورنئ ژبې پالل اوعلمي کول ديوه قوم او ملت نه يواځې طبيعي حق بلکه مهمه فريضه او دنده ګڼل کيږي چې په ورځني ژوند کې يې ترسره کړي.په دې تړاو په قران شريف کې راغلي دي: ( سورت القصص ٧٦ ايات شريف )
وَلا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ
ژباړه : ( او مه هيروه برخه خپله ( څه شی چې دتا په نصيب شوې دې لکه مال اومورنۍ ژبه اونور ) په دې نړې کې او مرسته کوه (له بندګانو دالله سره) لکه چې احسان کړې دی الله له تاسره.
دا په دې مانا چې ژبه هم دلوې خداې دډیرونعمتونوڅخه يومهم او سترنعمت دئ چې د بنده په نصيب رسيدلۍ دئ. له پورته يادشوي مبارک ايات شريف څخه دانتيجه هم اخلو چې پخپله ژبه دوګړوتر منځ نه يوا ځې دخبرو اترو اودپوهيدلویوه وسيله ده بلکه ديوه قوم دپيدايښت سره تړلئ طبيعي حق اوځانګړئ خدايي نصيب اويومنل شوئ نعمت ګڼل کيږي. نو له دې کبله دايوه مشروع کړنلاره ده چې دغه نصيب يا برخه بايد په ملي اونړيواله کچه وروزل ښي اوورڅخه دفاع او ملا تړ وشي.
زما په فکرسره چې دپښتوژبې داثاروهر اړخيز کمښت به ډير علتونه ولري چې دهغو څخه به يو څو غوره علتونه دلته په ګوته کړم.
لومړئ علت : دافغانستان په ټول پيښ ليک کې پښتنو واکدارانودښخصي ګټو او دخپل قدرت دساتلو په خاطردعام ولس خدايې او طبيعي حق يعنې دپښتوژبې پالنه، پرمختګ تر پښو لاندې کړې اوپر ځاى يې پرديوژبو ته په سل ګونوکالو خدمت کړې دئ چې البته دالړئ همدااوس هم دغوڅ ډيرکيو په ضد روانه ده. همدا سبب دی چې دژبې ستونزه ديوې ملي – رسمي ژبې په توګه لا تر او سه پاتې ده.
دوهم علت : پښتوژبې ته په هر اړخيزه توګه په هر وخت کې ډيرزيان اوتاوان رسيدلئ دئ او هغه داچې د پيړيو راهيسې د دښمنانواو مخالفينوهغه منظم خاينانه پلانونه ديادولو وړ دي چې اوس هم دګاونډيوهيوادونو اومختلفو کړيوله خوا ر وان دي اوپه نتيجه کې د پښتوژبې او فرهنګ هرډول اثاريې په ښکاره اویاپه پټه ډول لکه دجګړو په موده کې سوځولي يا يې خرڅ کړي او يا يې تر خاورو لاندې کړي او يا يې ور باندې ملنډې و هلې دي دي.
دريم علت: دپښتنو پخپل منځ کې نه يووالۍ او بې اتفاقي يو بل هغه غټ، ځوروونکۍ اودردوونکۍ علت دي چې دپيښ ليک په اوږدو کې په ميراث راپاتې دۍ او دهر پښتون په حجرو کې چې زه هم ځان ورسره شريک ګڼم لکه ديوې ناروغۍ په ډول ځاى نيولۍ دى چې په نتيجه کې يومنظم تشکيل او کړنلاره منځ ته نه شي راتلاى. که څه هم د نوموړې ناروغۍ تشخيص په سلګونو کالونه پخوا د ځينو پښتنو مشرانو دبيلګي په ډول لکه خوشحال خټک اونوروله خوا په ګوته شوىدى خو د درمل په اړوند يې تر اوسه پورې هيڅ هم نه دي تر سره شوي. دپښتنو دبې اتفاقۍ په هکله خوشحال خان خټک داسي ويرکوي (٥).
هره چاردپښتنو تر مغل ښه ده ـــ اتفاق ورلره نه شته ډير ارمان
که توفيق داتفاق پښتانه مومي ـــ زوړخوشحال به دوباره شي لکه ځوان
خوشحال خان خټک هغه يوازنۍ فرهنګي ملي ښخصيت تير شوې دی چې په پښتنو اوپښتو ژبه مين اوپه خپل وخت کې دپښتو ژبې وروسته پاتې کيدواو غميزې ته ترنوروټولوزيات متوجه وه. دپښتوژبې او دپښتون داړيکې په اړوند دډيرزړه سوځې نه بيا داسې ناره کوي.
ما خوشحال چې په پښتو شعر بيان کړ ــ د پښتو ژبه به اوس په اب وتاب شي
د خوشحال سره که کيني يو څوکاله ـــ دادغره خټک به واړه شاعران شي
خوشحال خان په بل ځاې کې پښتون او د پښتو ژبه ديوه او بل سره دليلا او مجنون په ډول تړلي ګني اووايي:
په پردۍ ژبه خبرې پښتون نه کا ـــ بې ليلا بله سودا خومجنون نه کا
د پښتنو تر منځ نه يوالۍ د ارواح پوهنې په رڼا کې ديوې ناروغۍ سره ورته ده چې موږ ټول يې بايد په سړه سينه په ځان ومنواو په مقابل کې يې ددرمل لارې ولټوو او لاس تر زنې ورته کښېناستل او مأ يوسه کيدل د پښتونولۍ لاره نه ده. دايوه سپينه خبره ده چې هرپښتون داهڅه کوي چې په ځانګړي توګه سره ګټه تر لاسه کړي او ديوې ګډ ې کړنلارې سره دومره مينه نه لري نوسړۍ داسې فکر کوي چې دهر پښتون لپاره به لاندنۍ متل لږڅه صدق کوي: ( ميم زرما داټول زما). دپښتنو نه يوالۍ لکه په ريا ضي کې ديوه وېکتوريا غشي سره پرتله کولاى شو. که چيرته دوه ويکتورونه داسې وټاکل شي چې د هغوى مطلقه قيمت سره يوشان او د يوه او بل سره موازي خو مخالف سمتونه ولري نو محصله وېکتوريې صفردۍ. خو که نوموړي دوه وېکتورونه ديوه اوبل سره موازي خو يوشان سمتونه ولري نو محصله قوه یې دپخوا په پرتله دوه ځله زياته ده.
. دمسلمانانو د يووالي په اړوند هم دقران شريف په ايات کې داسې لارښوونه شوې ده (سورت العمران ١٠٢ ايات شريف).
وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعاً وَلاَ تَفَرَّقُو
ژباړه: اومنګولې ولګوئ په رسئ دالله ټول اومه سره مختلف کيږئ
څلورم علت : دپښتو او پښتون سره ظلم دهر چانه زيات پخپله پښتنو کړی دی. ځکه چې دهيواد دغه مطلق ډیرکي کله هم د خپل پښتون توکمه پاچا دناانصافي خلاف خپل غږ پورته نکړاونه يې ورڅخه په کلکه دخپلې ژبې دقانوني حق غوښتنه وکړه بلکې دچوکۍ، مقام او پيسو دپاره يې دخپلو حقونوڅخه سترګې پتې کړې او په ځان باندې يې دپردئ ژبې حاکميت ومنلوچې همدا اوس هم پايښت لري. لوې خوشحال خان خټک د مغلو حکومت څخه د چوکۍ او مقام د لاس ته راوستلو په اړوند دپښتنو مينه او هلې ځلې په لاندني شعر کې ډيرښه بيان کوي. ( ٥ )
پښتانه لکه مګس ورباندې ګرځي ــ ورته ايښی دی مغل دحلوا تال دی
ايمل خان درياخان دواړه خوردبين ولاړل ـــ اوس خو پاتې ومغل ته يوخوشحال دی
پښتنو په افغانستان ، هند او ايران کې دډيرو سترو تاريخي کارنامودلرلو سره سره دغه وس ونه موند او يايې سر په دې خبره خلاص نه شوچې ژبه ديوه ولس روح ده او دغه روح بايد دمحکوميت او محروميت په زندان کې ونه ساتل شي. له دې زندان نه ددغه زنداني دخلاصون لاره ، په سياسي او ټولنيز ډګرکې ددې ژبې د ويونکو کلکه مبارزه او په علمي اوټولنيز ډګرکې دپوهانو زيات کار او زيار دئ. که چيرې پښتانه په رښتيا ددې هيواد دوګړوډيرکي یانې اکثریت جوړوي نو دوې ددغه ثبوت دخپل روا حق په غوښتلو سره ثابت کړي او که دغه کار ونکړي نو بيا خولږکي دغه حق لري چې ددوې ژبه (پښتو) هغه شان محرومه او محکومه وساتي لکه چې تر نن دغه کار شوېدې.
ددې مقصد لپاره مبارزه نه ديوه سړي کار دئ او نه یې پو تن د برياو تر منزله پورې رسولۍ شي. دغه وجيبه او فرضيه بايد هغه خلک سرته ورسوي چې په هيوادکې اکثريت جوړوي او دغه غوښتنه په خوله نه بلکه په عمل کې پلې کړي. پښتانه که خپل ژبني شته والۍ له خپل قومي شته والي سره موازي ونه لګوي نود لږکيو ژبو برلاسي ته پخپله لمن وهي او بايد وه يې مني .
په خواښيني سره بايد وويل ښي چې دکابل په تخت ناستو پاچاهانو هم دپښتون قام او پښتو ژبې د پراختيا لپاره کوم خدمت نه دئ کړی په داسې حال کې چې هغوی پخپله هم په همدې قام پورې تړلي و يانې د پښتنو ټبر څخه وو. خويوازې په ګوته شميرپښتنوپوهانو او پښتنوواکدارانو دپښتو ژبې لپاره څه نا څه خدمت کړيدئ. دبيلګي په ډول دامير شير علي خان دپاچاهي په دويمه دوره کې ١٨٦٨ تر ١٨٨٠ ميلادی کال پښتو ژبه دلومړي ځل لپاره دهيواد ملي او رسمي ژبه شوه ( ٦ ) . خو په افغانستان باندې دانګريزانو دويم يرغل دغه پروګرام شنډ کړ. دپښتو ژبې رسمي کيدو او پر مختګ دویم حرکت د غازي امانالله خان پاچا په دوره کې ( ١٩١٩- ١٩٢٩) ميلادي کال کې پيل شو . نوموړي ملي پاچا غوښتل چې پښتو ژبه په علمي ډول رسمي او عامه کړي چې ملي يووالۍ او ملي پيوستون بشپړشي خو ډير زر دهغه تخت هم نسکور شو. همدارنګه د ارواښاد ستر پښتون غازي وزيرمحمد ګل خان مومند، محمود طرزي اوعلا مه سيد جمال الدين افغان خدمتونه او هلې ځلې دوياړاو د يادونې وړدي. دبيلګي په ډول څر نګه چې وزير محمد ګل خان د افغانستان دسيا سي خپلواکۍ په ګټلو کې په پوځي او هم په ملکي اړخ کې لار ښوونکۍ رول ولوبولونود هغه وخت واکمنو څخه يې وغوښتل چې دده او دنوروپښتنو دخدمتونو په بدل کې پښتو ژبه دهيوادلومړۍ او فارسي دويمه ژبه ومنل شي (٧ ) . که څه هم دهغه وخت واکمنو دغه معقول وړانديزدخپلواکۍ په پیل کې ور سره ومنلوخو بيا وروسته هغوى په خپله ژبڼه وه نه دريدل او وزير صاحب محمد ګل خان مجبورشو چې په ځانګړي توګه سره دپښتو ژبې دپراختيا او رسمي کولو په اړوند مبارزه پر مخ بوزي. پښتو ويل ، پښتو ليکل او پښتو چلول دلوې اوملي شخصيت غازي وزيرصاحب محمد ګل مومند هغه خبرې دي چې تر نن ورځ پورې پښتنو ته ديوې فرهنګي درس اولارښود په څيرپاتې شوې دي. نوموړې ولسي اوعلمي شخصيت د پښتنو اودپښټوژبې غميزې په هکله ډيرې هلې ځلې وکړې. همدارنګه محمود طرزي هم په سراج الاخبار کې داوړانديزوکړ چې دافغانستان ټول دفترونه او ښونځئ بايد په پښتو ژبه وچليږي. سيدجمال الدين افغان چې يو نړیوال علمي اوفرهنګي شخصیت تيرشوئ دئ اوهرافغان ورباندې وياړي خو يو کتاب يې هم په پښتو ژبه نه دئ ليکلی ځکه هغه پان اسلا ميزم غوښت. همدا سبب وه کله چې انګريزان هند ته ولاړل او يا روسانو دمنځنئ اسيا ملکونه و نيول نو د هغو ملکونو ژبې يې دمنځه يوړي او پر ځاى يې روسي او انګريزي ژبې رسمئ او تعميم کړي. خو سيدجمال الدين افغان پخپله د ژبې دارزښت او اهميت په هکله بیا داسې نصيحت کوي. ( يو قوم هغه وخت مري چې ژبه يی ومري. دارواښاد استاد خادم د ليکنو سره سم که څوک د پښتونولۍ تعريف کوي نود پښتوژبې سره يوځاى پښتونولۍ تړلې ده او هغه دپښتو ژبې نه هم ګرانه ده.ځکه پښتونولۍ داسې يوه کلمه ده چې په دې کې دپښتو ژبې برسيره هغه ټول شيان پراته دي چې ددوى د قومي روح او تاريخي عظمت او ملي رواياتوبيخ او اساس شميرل کيږي .يوازې علمي ژبی ژوندئ پاتې کيږي او دپښتو ژبې علمي کول اوژوندئ ساتل يوازې او يوازې دپښتنو ملي اووجداني دنده ګڼل کيږي. که څه هم دپښتوژبې طبيعي حق پخپله پښتنودپيښ ليک په اوږدوکې ترپښو لاندې کړئ دئ او بل هيڅ قوم ورباندې نه شو ګرم کولای خو بيا هم په دې تړاود