کور / تازه خبرونه / نوري المالكي: نن د عراق د آزادۍ ورځ ده

نوري المالكي: نن د عراق د آزادۍ ورځ ده


د بي بي سي په حواله وروسته له شپږو كلونو او د صدام حسين د پرځېدو، عراقي ځواكونو يو ځل بيا د عراق كنترول په خپل لاس كې واخېست.

د عراق لومړي وزير نوري المالكي د دوشنبې په ورځ اعلام وكړ چې د سې شنبې په ورځ د عراق او د عراقي اوسيدونكو د آزادۍ او د عمومي رخصتۍ ورځ ده.

د دوشنبې په ورځ عراقي سرتيرو او خلكو په داسې حال كې د عراق په مركز بغداد كې د امريكايي ځواكونو د وتلو په خوشاليو او په جشنونو ولمانځله چې امريكايي ځواكونه د خپل مودې يوه ورځ وړاندې له عراق څخه ووتل.

سرچينه زياتوي چې د عراق په ښارونو كوڅو كې خلك د ملي سندرو په اوريدو سره ډېر خوشاله ښكاري.

له بلې خوا په عراق كې د امريكايي ځواكونو قومندان وويل چې عراقي ځواكونه د دې ځواك لري چې د خپل هيواد امنيت په خپله وساتي.

ياده دې وي چې د هغې تړون  له مخې چې امريكايي او عراقي چارواكو د جنورۍ په مياشت كې  لاسليك كړى وى ټاكل شوې وه چې امريكايي ځواكونه به د جون په ديرشمه ۳۰ له عراق څخه وځي خو لا دمخه يوه ورځ وړاندې د دوشنبې په ورځ له عراق څخه ووتل، دوه زرويولسم كال ترپايه به ټول امريكايي ځواكونه له عراق څخه ووځي.