کور / تازه خبرونه / اېران: د برتانوي سفارت اته کارکوونکي ونيول

اېران: د برتانوي سفارت اته کارکوونکي ونيول

.

د اېران حکومت دغه کسان په تهران کي د حکومت ضد احساساتو په راپارولو کي د لاس لرلو په تور نيولي دي.

د اېران د بهرنيو چارو وزارت تېره اونۍ دوه برتانوي ډيپلوماتان په همدې تور له تهران څخه شړلي هم وو.

د اېران د بهرنيو چارو وزارت وايي نيول سويو کسانو په دغه ملک کي د فساد په خپرولو کي لاس درلودئ او تر تحقيقاتو وروسته به يې سرنوشت وټاکل سي.

بلي خواته په دغه هيواد کي اوس هم د حکومت ضد مظاهرې رواني دي او د مير حسين موسوي پلويان د سره د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي، خو د اېران د نګهبان شورا د احمدي نژاد برياليتوب تائېد کړى او ښايي په را روانه مياشت کي د نوي حکومت دپاره لوړه وکړي.