د هلمند چارواکي وايي تېره شپه په دغه ولايت کي د طالبانو د يوې حملې له امله اته پوليس وژل سوي او څو نور کسان له طالبانو سره تللي دي.
د هلمند د والي وياند فرانس پريس آژانس ته ويلي پېښه د لښکرګاه ښار په لمنو کي ١٠ کيلومتره ليري رامنځته سوې ده.
د والي وياند داود احمدي وايي طالبانو د پوستې له ځينو پوليسو سره لاره جوړه کړې وه چي اته تنه يې وژلي او څو نور د بريد کوونکو سره تللي دي.