کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ولسمشره نوربس دئ !!

ولسمشره نوربس دئ !!

ګرانه ولسمشره !کله چې تا په ۲۰۰۴ كال كې دټاكنو په درشل كې ولس ته د خدمت، ملي وحدت ته د کار، او ريښتونې دموکراسۍ د پلې کولو، ديوې متوازنې پرمختيا، د هيوادوالو د هوسا کولو، د سولې د راوستلو، هر افغان وطن ته د خپل هيواد د برخليک په ټاکلو کې د ونډې، د ملي خاينانو او جنايتکاراتو د محاکمې شعارونه، دمعارف دتعميم اودهېوادواولو ترمنځ دملي يووالي دټينګښت شعارونه زمزمه کول نو ټول ملت دې په اخلاص شاته ودرېد ، تا ته يې ځان سپر کړ، ستا لپاره يې برچو او مرميو ته خپله سينه ونيوله خو له بده مرغه چې له بريا وروسته تا خپل شعارونه هېر او زموږ اوټول ولس هيلې په سر اب بدلې کړلې.
 ته چې کله واک ته ورسېدلې بيا دې هغه ملي شعارونه په ياد نه شول، بيا دې ملي وحدت هيرکړ، مخالفينو سره د سولې پر ځای دې هغوې نور هم ډېر او قهرجن کړل.
 د چاپلوسو خو د خواه، درغجنو، ولس دښمنو مشاورينو په منګولو کې پر يوتې ، لاره دی بدله کړه همدا لامل وو چې ټول رښتوني، مخلص او وفا داره دوستان درنه خفه او نهيلي شول ، ستا کارونه ټول ملي ضد شول او دوی و نه غوښتل په دې ملي ضد کارونو کې له تا سره مرسته وکړي.
همدا لامل وو چې په ورځ په ورځ جګړه ګرمه او نن دكابل او آن دارګ دروازو ته راورسېده،
ښاغليه هغه نوم، نښان، ملي او بين المللي اعتبار محبوبيت، اعتماد او حمايت چې په عبوري او انتقالي او د منتخبې دورې په لومړيو دوو کالو کې تاګټلی هغه دې له لاسه ورکړ اوآيا پر دې پوه يې چې هغه دې د منتخبې دورې په وروستيو درې کالونو کې له لاسه ورکړ، هغه ولس چې ستا تر څنګ ودرېد ستا لپاره يې مرګ او هر ډول ستونزې ومنلې، نن همداتا وځوراوه، هغه ولس چې تا ته يې رايه درکړې وه نن يې ستا درايو کارتونه په جيب کې وژل کېږي، ستا د ټاکنې کارتونه يې په کور کې خو کور يې بمبار کېږي. دوی د دې لپاره رايه نه وه درکړې چې ووژل شي، سپک او بې عزته شي، ښوونځي يې بند،له روغتونونو بې برخې، کروندې يې شاړې او کورونه يې کنډر شي، بلکی دوی د يو پياوړي نظام لپاره رايه درکړې وه، د دې لپاره چې دوی هم هوسا وي او افغانستان هم د يو بين المللي اعتبار خاوند شي. خو اوس دې د ولس تر منځ اعتبار هره ورځ له منځه ځي او فاصله مو ډېرېږي. هم يې ته وژنې او هم يې بهرنې ځواکونه.
ولس تاته رايه دركړې وه ته يې خپل ولسمشر ټاكلى وې ستا ورونه او ټوله كورنۍ خو يې ولسمشران كړي نه وو خو نن هغوى هم ځانونه ولسمشران ګڼي، دستا ملګرو او دكورنۍ غړيو دښارونو ټولې لويې لارې او كوڅې په پلچكونو بندې كړې او له خپل ملت څخه وېرېږي .
ستا په نظام كې چې څوك دحق چيغه پورته كړي نوپه سبايا تروريا بندي او يا هم دمافيا له لاسه تښتول كېږي
 خير په هر حال: اوس خو چې ستا د واکمنۍ دوره پوره ده نو له ولس سره دا هيله ده چې نوی تحول او نوی تکړه او قاطع ولسمشر وويني خو داسې ښکاري چې دا هيله کمزورې وي پدې وروستيو ائتلافونو ، جوړجاړيو ،د امتياز ،چو كۍ، وزارتونو معينيتونو ، ولايتونوپه وېش او ان داداري واحدونو په تقسيم او ولاياتو ته دولسواليو دلوړولو په ملي ضد ژمنو ،دمنفورو او رټل شويو اشخاصو په بيا رامطرح كولو اودڅوكۍ او اقتدار لپاره هرډول تنازل او انعطاف ته چمتوكېدلوڅخه ښكاري چې ښايي ستاراتلونكى حكومت تر پخوا لا ډېر بدتر او د مصلحتونو او سازشونو ښكار وي .تادا ځل تر پخوا بدتربل ستر جنګي ښامار قوماندان قسيم فهيم خپل لومړى مرستيال او كريم خليلي چې په تېرو اتو كالو كې يې يواځې هزاره مېشتو سيمو ته خدمت كړى خپل دوهم مرستيالان وټاكل،كله چې دا دواړه ستامرستيالان وي اودوستم، محقق او نورپردې افغانانو حاكمان كېږي نو ملت خصوصاَ پښتانه به څنګه رايه دركړي؟. ايا فهيم كم شملور پښتانه وژلي دې، دكابل ښار چاوران كړ؟ له غربيانو پرته دروسانو دغلامۍ كړۍ اوس هم دچاپه غاړه كې پرته ده .؟ له ولس سره سر له همدې اوسه اندېښنه ده چې بيابه څه کېږي آيابيابه موهمداظالمان پر سر حاكمان وي ، ايا بيا به پخپل وطن كې مسافر او مهاجر يو ، بيا به پخپل كور كې بې كوره او په بې اوره يو، دكندهار، هلمند ا وهرات په پنډغالو كې به مو نور هم شمېر ډېرېږي . بيا به هم د القاعده او طالب په نوم په ناسمو راپورونو او ستا ترچتر لاندې د کورنيوغليمانو په لمسون او هڅونه به په ډېره آسانه د بهرنيانو لخواوژل کيږي،. آيا بيا به تا ته رايه درکوونکي بدنامېږي، ټاپې او تورونه به پرې لګېږي ، ستا او ستا د ائتلافيانو د سوء تفاهم ښکار به ګرځي، دا ځل به ټول ملت ته په يوه سترګه ګوري او که يو قوم ته به چې سيوری دې په کاڼو ولي او له تا سره دپښتونولۍ په جرم (!!)د کرکې له کبله هغه کريم خليلي ته هم رايه نه ورکوي ، بهسود،اجرستان، جاغورې او پامير ولايتونه کوي او پښتون به د خواجه بهاءالدين په زندان کې د غليمانو په محبس کې وي؟
تاخو ددې روان حالت ټول مسؤولين بيا راوستل او پرموږ يې واكمنان ګرځوي . ترداپرون پورې خو تاهم له دوى څخه شكايت درلود ، همدافهيم خو ستا مرستيال او د ددفاع وزير نو ولې دې هغه ځل لېرې كړ چې اوس يې بيا راولې ؟
ايا تابه دنړۍ په تاريخ كې اورېدلي وي چې چې چا دې درايو اخستلو او ټاكنيز كمپاين لپاره ولايتونه ولسوالۍ او ولسوالۍ ولايتونه كړي وي .او يادې يې كوم ځانګړي قوم ته په دولتي تشكيل كې فيصدي معلومه كړي وي . او كه تاداكار نه وي كړى نو چې محقق دلويې جرګې په خيمه كې خپل قوم ته دازيرى وركړ او له تاڅخه يو ژورنالست همداپوښتنه هم وكړه نو تاولې په ډاګه رد نكړه؟
خليلي خپل قوم ته په سوګند يادولو ډاډ وركوي چې سږكال به كوچيان بهسودو ته نه پرېږدي او هغه نن تابيا خپل مرستيال وټاكه او له كوچيانو ور ته رايې غواړې؟؟
آيا داډول حاتم بخشي ګانې ملي وحدت او دقومونو ترمنځ ورورګلوۍ ته زيان نه رسوي ، داتعصب ته لمن وهل ندي ؟
او دابيا كومې سروې جوته كړې چې دوستم دازبكو او محقق او خليلي دهزاره وو استازي دي . او هرو خت دې دازبكو امتياز دوستم او دهزاره وو ا متياز خليلي او محقق واخلي .
دوستم، فهيم او خليلي نه يواځې پښتانه وژلي، بلكې زموږ په تاجكانو، هزاره ګانو، تركمنانو او ازبكانو ورونو يې هم صرفه نه ده كړې، په دې قومونو كې يې هم خپل ګڼ سياسي مخالفين، مخور او منور وژلي دي، حتى سوداګر او شتمن يې د پيسو لپاره تښتولي.نوڅنګه يې ته دهغوى استازي بولي ؟
په دولت كې ونډه دهرچا حق دى ، زه خو وايم چې كه وړتيايې ولري نو زموږ هزاره او ازبك ورونو ته دې ترهغې ډېرې څوكۍ وركړل شي چې تاورسره ژمنه كړې اوډېر هغه پښتانه چې وړتيا نلري بايد په كوركېنول شي ، په دولتي پستونو د ټاكنو معيارونه دې قوم نه ،بلكې پوهه تخصص او تقوى وي .
 ملت كنفيوز دى چې دا ځل به رښتيا هم ملي وحدت او متوازن ملي انکشاف وي او که بيا به هم اقليتونه د اکثريت په اوږو سپاره وې او د پښتون (؟؟) په واکمنۍ کې به پښتون د تاريخ له تر ټولو ستر ذلت سره مخ وي، آيا نور به هم د وژلو او تباه کولو له لارې او د غليمانو په اصطلاح د اکثريت بې فرهنګ (؟؟ ) پر اقليت بې فرهنګ د اړولو هڅې هم کېږي او که نه؟
 ملت اندېښمن دى چې په راتلونکې حکومت کې به دې هم وزيران، سفيران، واليان او مشاورين همدا خلک وي چې تا ته رايه ورکوونکي وژني، او بيا به دې هم کابينه کې د هېواد مخلصو بچيانو، کارپوهانو، د ولس دخادمانو او تجربه لرونکيو اشخاصو ته ځای نه وي. بيا به همدا تورې پر ملت را ځوړندې وي؟بيا به هم همدا غر او همدا کربوړی وی ؟
 نه ښاغليه ولسمشره پام چې دا ځل داتاريخي اشتباه تکرار نه کړې. نوره نو له سره وېره لېرې کړه ، سازش، مصلحت انعطاف او باج ورکول پريږده، کار اهل ته وسپاره په خپلۍپاليسۍ ډلې، پلان، سياست او استراتيژۍ کې دې ژور بدلون راوله، پر ملي او بين المللي سياست دې بيا کتنه وکړه، له نوي هوډ او نويو ارادو سره راشه. له واقعي او رښتونو کارپوهانو سره چې ملي فکر او ملي درد لري مشورې کوه. دې ولس ته نجات ورکړه، ارزښتونه يې وژغوره،پر دې غيرتي ،سرښندونکي ، وفادار او له ننګ اوغيرتونو ډک ولس د ترورست، القاعده، مافيا، ډار اچوونکي، دهشتګر… نوم مه ږده ،په جنګسالارانو باور مه کوه، پر ولس يي وکړه، په ولس د اعتماد او باور د فضا د راپيدا کولو لپاره خولې تويې کړه، اوس ستا په اړه ولس شك لري هغه داچې ګويا ته په زوره غواړي پښتون شاته پاتي شي، نالوستی، بې کسبه او بې هنره شې.
نور نو له سياسي بدعتونو لاس واخله ، پر افغانانو نړۍ مه خندوه، دڅوكۍ او اقتدار لپاره دې هرډول له شرمه ډك كارونه مه كوه ، اخر دپښتون نوم درپورې دى ،
نور نو دافغانانو ترمنځ دتعصب اور ته لمن مه وهه،
ايا پوهېږي چې دا په قومونو ددولتي څوكيو او امتيازاتو وېش دافغنانو پر اينده څومره ناوړه اغيز لري؟
 ته خو به څوورځې نور هم خپلې كمزورې واكمنۍ ته دوام وركړي خو ستا ددې اشتباه باج به راتلونكى نسل وركوي.
بس دى نور نو زموږ راتلونكى مه خرابوه .