کور / تازه خبرونه / پاکستان هر لوبغاړي ته ٢٥ لکه روپۍ انعام ورکړ

پاکستان هر لوبغاړي ته ٢٥ لکه روپۍ انعام ورکړ

 

د پاکستان حکومت د کرکيټ په ٢٠ آوريزه نړيوالو سياليو کي خپل هر لوبغاړي ته ٢٥ لکه روپۍ انعام ورکړ.

په هغه مراسمو کي نن په اسلام آباد کي د پاکستان د کرکيټ د ملي لوبغاړي په وياړ جوړ سوي وو، د پاکستان صدراعظم په اسلام آباد هوايي ډګر کي د خپلو لوبغاړو هرکلي ته ور ووتئ او د کرکيټ بورډ مشر اعجاز بټ خپل هر لوبغاړي ته د ٢٥ لکه روپيو انعام اعلان وکړ.

صدراعظم رضا ګيلاني له لوبغاړو سره په ليدنه کي د هغوى خوارۍ وستايلې او د هغوى برى يې د ټول پاکستان برياليتوب وګاڼه.

د يادوني وړ ده چي د پاکستان د کرکيټ لوبډلي تېره اونۍ د ٢٠٠٩ کال په ٢٠ آوريزو نړيوالو سياليو کي لومړى مقام ترلاسه کړ.

 

تبصره نسته

  1. سلامونه…
    كاش كي زمونږ جمهور رئيس هم دا احساس لرلي، او د وطن د ابادي او بيا رغوني غم ورسره واي،، ګوري يو صدراعظم هوايي ډګر ته راتګ دا ډيره لويه خبره ده…ځكه هغي سره د خپل هيواد او وګړو غم وو..او بيا دومره انعامونه…افرين شه او په ګيلاني شه…خداي دي وكړي چي زمونږ جمهور رئيس هم په ائينده كي دغه شان وكړي تر څو زمونږ اتلان هم ونازوي…

  2. هرهیواد دخپل داتلانو دتشویق لپاره یو ه نه بله لار لری، زموږ افغان اتلان چه د ۶۴ نمبر څخه ۱۵ نمبر ته ددرو کالو په اوږدو کی لار لنډکړل هیڅ تشویق هم نه شول بلکه بعضو خلګو دهغو دتهدید لپاره کوششونه هم وکړل. وګوری دیو ملک صدراعظم دخپلو لوبغاړو دتشویق لپاره هوایی ډګر ته درومی، دهغوی ددرناوی لپاره هغوی ته شاباشی ورکوی او ورته په ګوته کوی چی دغه اتلی یواځی ستاسی نه بلکه دټول ملک په سطحه ده. الله ج ته هم زموږ دچوکی پرسرناست مشرانو ته قوت او توفیق ورکړی چی دوی هم دنورو هیواد په څیر اقدام وکړی.

  3. زمونړ د مشرانو شعار د جمهور ریس ځینی نیو لی تر مامور پوری دادی ( میم زر ما ټول ځما ) هغوی ولی خپلی خیټی نه ډکوی هغوی د طن په خوشحا لۍ او په خفګان کله پوهیږی
    زمونږ مشرانو ته شرم پکار دی چی په دغسی سختو شرایطو کی زمو نږ د هیواد ملی اتلانو څومره غټی لاس ته راوړنی وکړی خودوی پری مالی کمک خو لا پریږده یو افرین هم ونه یلو .
    دوی فقط دی ته پریږده چی نن په یو قسم موټر کی او بل قسم موټر کی و ګرځی ، اوس خو لا له خارج ځنی ځانونو ته دمرمی ضد موټورونه راغواړی .
    تاسی خپل قضاوت وکړی څوک چی دومره په ځان باندی ډاریږ ی هغه به په ټول هیواد کی څرنګه حکومت وکړی .

  4. سلامونه او نيکي هيلي!
    هغه د مشرانو خبره چرګ ته ګوره او دمالګي څټلوته ګوره زما وروڼو تاسو(چپن صيب )ته بيم غږوي هغه پوه خلق وي چي د خپلو لوبغاړو قدر کوي