چــې تــقديرمي په ازل کي و لیـکــل
راته پــــاتـــه هیڅ شی نشته بې منل
مختــاري او محــدودي ســره تـضـاد دي
جوړ به سره نسي اور اوبه ســره تضاد دي
لاس خبري٬ پوه او اند چــې راكړه سوي
دا کارونه مي پــه غوښته ټوله نــه دي ســوي
خپل ځواك او اراده٬ مي کله دي په و اک
غوښتل ٬کول٬ ویل مي٬ ټول کله په وا ک
كافر ٬ مــسلمان واړه پيــدا كړي هم بیا تا
د پوه او د نـــــاپوهه٬ لار ورکړې هم بیا تا
پيدا ستا ده نړۍ ستا ټول كوزو پاس ستا
كه عاجز دى كه سركښ دى ټول په اساس ستا
د ځان د مـــرګ او ژوند٬ مو کله اختيــار شته
په دا ټول بــــې خبـــرۍ مو٬ بیا هواد غرور شته