کور / شعر / جنازه د ليلا

جنازه د ليلا

روئبار مې بيا هسې په يار پسې لاړ
يار غولېدلی وو، اغيار پسی لاړ


سترګې د عشق،سترګې په لاره ورته
حسن  ، د   حسن خريدار پسې لاړ


د يار په هو کښې نه، په نه کښې هو دي
رقيب هوښيار مې،په انکار پسې لاړ


ښکاري ،هر چا ده خپله لار بدله
رند په تسبو، او شېخ خمار  پسې لاړ


کاروان تېر شوې ،له دې لارې پرون
پاتې لاروۍ ئې،نن غبار پسې لاړ


ساقي شو تشو پېمانو ته پاتې
څوک په دلبر او،څوک دلدار پسې لاړ


چې جنازه د ليلا، ښخه شوله
مجنون روان شو، په خپل کار پسې لاړ


ټول زنجيرونه ئې کړل مات،يارانو
مين د چا د زلفو، تار پسې لاړ