کور / تازه خبرونه / يوه بل جنګسالار هم د حامد کرزي ملاتړ اعلان کړ

يوه بل جنګسالار هم د حامد کرزي ملاتړ اعلان کړ

 


د بغلان ولايت د کيان درې پخواني قومندان سيدمنصور نادري د ولسمشرۍ په راتلونکو ټولټاکنو کي د حامد کرزي د کانديدۍ څخه ملاتړ اعلان کړ.


د حامد کرزي د کمپاين دفتر دغه خبر تائېد کړئ او وايي هغه د خپلو ٣٠٠٠٠ پلويانو سره د حامد کرزي د کانديدۍ ملاتړ کړئ دئ.


د ولسمشر کرزي د کمپاين دفتر وايي منصور نادري به د جمعې په ورځ د اسماعيليه فرقې د يو شمېر غړو سره يو ځاى د چنګاښ پر پنځمه د کابل په غازي لوبغالي کي د ولسمشر کرزي په ملاتړ غونډه وکړي.


سيد منصور نادري د کمونستانو په دوران کي د دوستم په شان قومي ملېشې درلودې چي د روسانو او کمونستانو ملاتړ يې کاوه، د ١٣٧٠ کال په پاى کي د جنرال مومن، جنرال دوستم، فريد مزدک، محمود بريالي،نجم الدين کاوياني او يو شمېر نورو پرچمي کمونستانو سره يو ځاى د ډاکټر نجيب له حکومت جلا او د شمالي ټلوالي د مشر احمدشاه مسعود سره يې په جبل السراج کي ايتلاف وکړ او د ډاکټر نجيب حکومت يې د يوې کودتا په ترڅ کي له منځه يووړ.


منصور نادري او د هغه ورور جعفر نادري د طالبانو پر مهال هم د شمالي ټلوالي مهم قومندانان وو چي په ١٩٩٩ کال د کيان له درې څخه طالبانو وشړل.


د يادوني وړ ده چي د حامد کرزي له خوا د مرستيال په توګه د پخواني جنګسالار محمدقسيم فهيم تر نومولو وروسته د افغانستان نيژدې ټولو بدنامو پښتنو، تاجکو، ازبکو او هزاره جنګسالارانو يو په بل پسې د حامد کرزي ملاتړ اعلان کړئ دئ.