د اېران روحاني مشر آيت الله خامنيي وايي د اېران اسلامي نظام به هيڅوک هم چپه نکړاى سي.
بلي خوا ته د اېران د کورنيو چارو وزارت وايي د دغه هيواد په وروستيو ناندريو کي چي دوى د فساد نوم ورکړئ، د امريکا حکومت لاس لري.
روحاني مشر آيت الله خامنيي د پارلمان له استازو سره په يوه غونډه کي وويل اسلامي حکومت به د مظاهرو په کولو تر هيڅ راز فشار لاندي نه سي او د حکومت له مخالفينو سره د مذاکراتو ټولي لاري تړل سوي دي.
د اېران د کورنيو چارو وزير صادق مهاصولي بيا وايي د اېران د فساد (مظاهرو) لارښوونه د مجاهدين خلق د جلا وطنه ډلي له خوا پلان سوې او د امريکا استخباراتو سي، آى، اې په مالي فنډ پر مخ وړل کېدې.
هغه وويل ګڼ شمېر داسي مظاهره چيان يې نيولي چي د مجاهدين خلق له ډلي او سي، آى، اې سره په رابطه کي وو.
د يوه بل خبر له مخي د اېران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي وايي له برتانيې سره پر خپلو اړيکو له سره غور کوي، هغه پرون په تهران کي دوه لوړ پوړي برتانوي ډيپلوماتان له مظاهره چيانو سره په مرسته او برتانيې ته د جاسوسي په تور ايستلي وو.
د احمدي نژاد حکومت له تېرو دوو اونيو راهيسي د هغه د مخالفينو له سختو نيوکو او مظاهرو سره مخ دئ، چي وايي احمدي نژاد د جمهوري رياست په انتخاباتو کي درغلي کړې ده.