د جرمني د دفاع وزارت اعلان وکړ چي د چارشنبې په ورځ يې په افغانستان کي درې پوځيان وژل سوي دي.
د دفاع وزارت وايي دغه کسان پرون د چارشنبې په ورځ هغه وخت په يوه راکټي بريد کي وژل سوي چي کاروان يې د غزني ښار ته روان وو.
د دفاع وزارت خبرپاڼه وايي د راکټي بريد له امله د دوى يو موټر په بشپړ ډول له منځه تللى دئ.
بلي خواته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پرونۍ حمله تائېد کړې او وايي پېښه د کندز ښار د چاردرې په سيمه کي رامنځته سوې ده، چي له امله يې تر لسو زيات جرمني عسکر وژلي او د هغوى دوه موټران يې ويجاړ کړي دي.
طالب وياند او جرمني ځواکونه په سيمه کي مخامخ نښته هم تائېدوي خو د جرمني د دفاع وزارت په جګړه کي يوازي د درو عسکرو وژل مني.
جرمني د ٢٠٠١ کال راهيسي په افغانستان کي ٣٦ عسکر له لاسه ورکړي دي.