د امريکا ولسمشر باراک اوباما افغانستان، عراق او پاکستان ته د خپلو جنګي مصارفو بوديجه منظور کړه.
پټناګان وايي د ١٠٦ ميليارډ ډالرو څخه ١٤٠٠ ميليونه ډالره په پاکستان کي د ترهګرۍ خلاف جنګ کي مصرفېږي او پاتي ټولي پيسې په افغانستان او عراق کي د امريکايي پوځيانو مصارف اټکل سوي دي.
په دې پيسو د ګوانتانامو زندان د تړلو دپاره کوم مبلغ په پام کي نه دئ نيول سوئ او د امريکا د سنا مجلس پر سپيني ماڼۍ ږغ کړئ چي ګوانتانامو زندان د تړلو او نورو ځايونو ته د بنديانو د انتقال دپاره هم بايد معلوم مبلغ په پام کي ونيول سي.