کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پيشو د خداى د پاره موږک نه نيسي !!!

پيشو د خداى د پاره موږک نه نيسي !!!

د رحمتيار صاحب د مضمون په بنسټ چى د دعوت په اخبار کى خپور شويدى، زه هم غواړم چى يو څو ټکو ته اشاره او د لوستونکو پام واړوم.


ډاکټر عبدالله عبدالله چى د افغانستان د ولسمشرۍ د پاره يو نوماند يا کانديد دى،هغه تيره شپه د کابل په يو ډير عصرى او مجلل هوټل کى د خپل انتخاباتى کمپاين په موخه يوه ميلمستيا جوړه کړى وه. هغه د غونډي ګډون کوونکو ته چى زياتره پکى ستميان او د شمال د خرڅى شوى ټلوالى او دده ډير نږدى مداحان وو راټول شوى وو د غونډى ګډون کوونکو ته په پښتو ژبه وينا وکړه دا په اصطلاح د “هندو د کور نه د قران د وتلو سره برابره ده” او يا هغه د کابليانو په وينا دا د عبدالله يوه بله (اوقيگرى او پوکگيرى وه) چى د خپل پخوانى عادت په اساس يى وکړه. د ډاکټر عبدالله مور به پښتنه وه خو اصل او نسب په پلار پسى ځى او دا معلومه خبره ده چى د ډاکټرعبدالله پلار د پنجشير وو اودى د قوماندان مسعود سر سخت طرفدار دى او يواځى د ستميانو، مسعود، پنجشيريانو، شمالى ټلوالى، روسانو، ايرانيانو او نورو د منافعو څخه دفاع کوى. تاسو ته معلومه ده چى دشمال نامقدسى ټلوالى د طالبانو د راپرځولو لپاره د امريکا د (سى­اى­ايى) نه چى عبدالله يى هم غړيتوب لرى (٧٠) ميلونه ډالر تر لاسه او پخپلو منځونو کى يى تقسيم کړل. تاسو کولى شۍ چى په دى باره کى د امريکايى ليکوال چى (BOB WOODWARDS) نوميږى او د کتاب نوم يى (BUSH AT WAR) يعنى “بش په جنګ کى” دى ولولۍ.

١
د شمال د نامقدس اتحاد ټولو غړو دغه ډالرپه خارج کى خپلو شخصى حسابونو ته انتقال کړل، او ځينو يى په کابل کى د مظلومو او هغه خلکو جايدادونه او کورونه چى د خلقيانو­پرچميانو او ورپسى د مجاهدينو د ليونۍ دورى په وخت کى چى د ستميانو لخوا د کابل ښار لوټه لوټه او په زرهاوو بيګناه خلک مړه او ځينى نور يى مجبور شول چى د ځان او ناموس د ساتنى په خاطرګاونډيو او خارجى هيوادونو ته پناه يوسى په وچ زور واخستل او


لوي لوي ودانۍ او دوکانونه يى پرى اباد کړل چى اوس مزي او چړچى کوي.


افغانستان يو ډير غريب هيواد دى چى په کليو او بانډو کى خلک د ولږى له لاسه واښه خورى او ددى توان نلرى چى يوه ټوټه وچه ډوډۍ وخورى، او ډاکټر صاحب معظم عبدالله عبدالله په مجللو هوټلونو کى ميلمستياوي جوړوى او له بله طرفه هغه کسانو ته چى ټول د شمال د منفورى خبيثي ټلوالى وطن پلورونکي عناصر پکى راټول شوى وو په پښتو ژبه وينا کوى، دا ډيره عجيبه او حيرانوونکى خبره ده!!! ډاکټر عبدالله جان غواړى چى پښتانه وغولوى او په انتخاباتو کى د ځينو پښتنو رايى لاسته راوړي، خو نه يواځى پښتانه بلکه ټول په وطن مين خلک بايد په دى پوه شى چى داد روسانو، ايرانيانو، پاکستانى اى­اس­اى، هنديانو، امريکايانو او نورو ډيکټه او لارښوونه ده چى عبدالله ته يى کړيده، مونږ ټول بايد بيدار واوسو او په دي خبرو تير نه اووزو.


د کابل ښاريانو او په ځانګړى ډول د افغانستان د باندنيو چارو د وزارت مآمورينو ته د هغه د وزارت د وخت عياشي، بدمعاشي او په دفتر او بهر کى شراب، کباب او شباب ښه معلوم دي. ډاکټر عبدالله چى کوم کارونه او نخري د وزارت په وخت کى کړيدي زه فکر کوم چى هغسى به د انګريزانو وايسراو په هندوستان کى هم نه وو کړي. ويل کيږى چى عبدالله به په دفتر کى رنګارنګ دريشي، نيکټا يګاني، بوټونه وغيره د هر خارجى مآمور يا سفير سره د ملاقات په وخت کى بدلول. زما په فکر داسى عمل هيڅ يو خارجه وزير د خپل وزارت په دوران کى ندى کړى. 
 
٢


د انتخاباتو د کميسون مشرډاکټر عزيزالله لودين په يوه وينا کى ويلى وو.


” هغه کسان چى جنګسالاران وي او لاسونه يى د ملت په وينو سره وي نشي کولى چى په ټولټاکنو کى برخه واخلى، خو دايى هم ورسره غبرګه کړه چى مونږ نشو کولى چى دا کار د ځينو ملحوظاتو له پلوه عملى کړو ځکه چى دغه جنګسالاران خارجى طرفداران او پشتواني لري”.


دى کى شک نشته چى د کميونستانو د راتګ څخه تر دى وخته پورى د افغانستان ټول واکداران د خارجى هيوادونو د حکم په بنسټ ټاکل کيږى او کله چى د هغوي د امر څخه سر غړونه وکړى نو وژل کيږى. افغانستان اوس هغه پخوانۍ بيطرفى او خپلواکى بيخى له لاسه ورکړى چى بايد ورته مستعمره هيواد وويل شى. خو لږ تر لږه بايد په دى زړه خوشاله کړو چى څوک ددى هيواد په غم غمژن او د ترقۍ او سوکالۍ د پاره يى واقعآ د کار جوګه دى، وټاکل شى. هغه څوک چى ټاکل کيږى د هغه سمتى،تعصبى، ژبنى، قومى، دجنګ سابقه، د ګاونډيو هيوادونو سره اړيکى او نور رجحانات بايد په پوره ډول په نظر کى ونيول شي، او د ډيرى دقيقى او کره څيړنى وروسته بايد خپله رايه ورکړو.


دا يو ځل بيا هم وايم چى د چا په پښتو ويلو بايد و نه غوليږو.په امريکا باندى د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د يولسمى د ټکي څخه وروسته د نړۍ ډيرو هيوادونو خپل عسکر، کدرونه او مامورين ديته مجبور کړل چى پښتو ژبه د مجبوريتونو په اساس ياده کړى، چى دا د پښتنواو افغانستان سره د دلسوزۍ په معنى نه بلکه د معلوماتو د راټولولو او جاسوسۍ په موخه دي او بس. ډير انګريزان، امريکايان، المانان، فرانسويان،هالينډيان، روسان او نور په پښتو ژبه روانى خبري کوي خو دا ددى معنى نه شوه چى هغوي پښتانه شول او د پښتنو لپاره کار کوى، هغوي د خپلو خپلو هيوادونو لپاره محرم معلومات او رازونه معلوموى او د خپلو هيوادونو د جاسوسۍ سازمانونو ته يى ورکوي.


خداى پاک دى ټولو پښتنو ته عقل او شعور ورکړى چى ددغسى خلکو په چل وټو و نه غوليږى او په مسآيلو کى د پوره او ژور سياست او ډپلوماسۍ څخه کار واخلى. امين.