د اېران حکومت په هغه غونډه کي خپل ګډون رد کړ، چي د جون پر ٢٦ مه د دوو ورځو دپاره په اېټاليا کي پيلېږي.
دغه غونډه د نړۍ د اتو سترو صناعتي هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په ابتکار جوړېږي چي د افغانستان، پاکستان او منځني ختيځ په اړه به بحث پکښي وسي.
اېران د دې غونډي د يوه برخه وال او کوربه هيواد اېټاليا له خوا بلل سوئ و چي د افغانستان او منځني ختيځ د سولي په اړه د اېران غوښتنو ته هم پام وسي.
د اېران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي وايي حکومت يې پلان نه لري چي يا دى او يا هم کوم بل استازى په دې غونډه کي ګډون وکړي.
نوموړي په دې غونډه کي د نه ګډون علت واضح نه کړ، خو ښايي علت يې د اېران د انتخاباتو پر سر له لوېديځ سره د دې هيواد نوي راپورته سوي ستونزي او نيوکي وي، چي د محمود احمدي نژاد حکومت ورسره مخ دئ.
د احمدي نژاد حکومت لوېديځ هيوادونه او ملګري ملتونه په خپل هيواد کي په لاس وهنه تورن کړل او د چارشنبې په ورځ يې د برتانيې دوه ډيپلوماتان هم د جاسوسۍ او د اېران په چارو کي د لاس وهني په خاطر له تهران څخه وشړل.
بلي خواته د اېټاليا حکومت وايي په د ګرېټ اېټ په غونډه کي يې هندوستان ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده، که څه هم تر اوسه دا څرګنده نه ده چي له هند څخه به په دې غونډه کي د څه شي غوښتنه وسي، خو دا چي هند د پاکستان سره اوږده شخړه او پر دې هيواد خورا ډېري نيوکي لري ښايي د پاکستان په باب د هند غوښتني هم په پام کي ونيول سي.