کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دا بېرحمه وژونکی څوک دئ ؟

دا بېرحمه وژونکی څوک دئ ؟

پرون دخوست په ښار کې یوه چاودنه وشوه چی په ترڅ کې یی زموږ څه ناڅه څلویښت تنه ملکی هیوادوال چی له لمانځه څخه راوتلی وو شهیدان اوټپیان شول . له برید سره جوخت افغان دولت دغه برید وغانده اودهغه پړه یی ددولت اوباندنیو پوځونو په مخالفینو واچوله اوبرید یی ځان وژونکی وباله ، اوخپل مخالفین یی دورته بریدونو عاملین وګڼل چې بیګناه هیوادوال وژنی.

هغه بل لوری ته بیا طالبانو هم دابرید په کلکه توکه وغانده او ویاند یی برید داسلام ضد کسانو کار وباله چی په دې توګه طالبان اوددولت مخالفین بدنامول غواړی.

ډیره عجیبه ده چی دافغانستان خلک وژل کیږی اوپړه یی متخاصمی ډلې یو په بل اچوی. په دې توګه بریدونه په عراق اوپاکستان کې هم سرته رسیدلی چی هم دولتونو او هم یی مخالفینو مسولیت ندی منلی . اوله دهغو له پېښودیی بېخبری ښوولې.

بیا نو ددې بریدونو اصلی مسولین څوک دی؟ اوولې په داسې ډله ییزه توګه مسلمانان له مېنځه وړی او یاهم وتلی کسان له صحنې نه لری کوی؟

څرګنده ده چی جاسوسی اوپټی شبکی دومره فعاله دی چی تر برالا فعالیتونو دهغوی پټه پانګه او کړنې ډېری دی اوهرڅوک له هغه نه خپلې موخې ترلاسه کوی ، له بده مرغه عام مسلمانان ددې پراخوپټو اوظالمانه کړنو قربانیان دی چی عاملین یی دانسان وژنی نه یوازی پروا نه ساتی بلکې دمسلمانانو وژل یی هم یو ستر هدف دی. په تیره بیا نیول شویو هیوادونو کې چی دبهرنیو پټو شبکو دکړنو اوپټو کارونو دمخنیوی اوپیژندلو کارهم ډیر مشکل او ان ناشونی دی.

مسلمانان باید راویښ شی او خپل درایت باید اوچت کړی څوچې دداسې کړنو عاملین که له یوې خوا دمسلمانانو په وژلو سره خپلې یو څه موخې لاسته راوړی خو تری مهم هدف یی تبلیغاتی کار اودمقابل جانب بدنامول او په ملت کې دهغوی تجریداوهم دمسلمانانو په مېنځ کې ددښمنی شیندل دی.


دا ډول کړنو بېلګې هم دجهاد اوهم کابل کې دکمونستی دولت له پرځیدو وروسته لیدل شوی چی پایله یی دمسلمانانو مینځ کې بدبینی اود ددښمنی اورته لمن وهل ؤ او سترې بدمرغی یی هغوی ته راوړی ان تردی چی دیو ې مفکوری خلک یی په خپل مینځ کې سره جنګولی اوپه شیطنت سره یی کلکه ضربه مسلمانانو ته ورپه برخه کړی. دمسلمانانو بېرحمه دښمن چی په ظاهره ځان انسان دوست ، قانون پلوی اواصول پلوی معرفی کوی خوپه پټه هغه څه ترسره کوی چی ټول حتی انسانی موازین ترپښولاندی کوی.

مسلمانان په تیره افغانان باید ځانونه ښه پوه کړی دهرڅه په ظاهری بڼو دی نه غولیږی او دخپل ځان هیواد اوفرهنګ ددتباهی دمخنیوی لپاره دی توانمندی لاسته راوړی اوهم دی دخپلو دښمنانو ددسایسو دمخینوی لپاره دې دنورو ډیرو اړینو کړنو ترڅنګ دپېښو په اړوند خپل تحلیل هم اوچت کړی چی دلاس اله اودځان دبربادی لامل ونه ګرځی.

تبصره نسته

  1. خدای دی افغانانو ته هدایت وکړی چی خپل مینځ کی یی دښمن وانه چوی دښمن ډیر بیرحمه اوافغانان له بده مرغه ډیرناپوهه دی دپیسو لپاره پر خپل هیوادوال رحم نه کوی اوریدلی به مووی چی افغانی جاسوسان خارجیانو ته غلط راوپورونه ورکوی اوخپل افغان پر ی وژنی