کور / تازه خبرونه / په خوست کې چاودنې شپږ تنه وژلي او تر شلو یې ټپیان کړي.

په خوست کې چاودنې شپږ تنه وژلي او تر شلو یې ټپیان کړي.

دخوست دبريښنارياست ته څيرمه ددوشنبې په ماسپښين ددوبجوپه شاوخواكې دځاى پرځاي شوي ماين او د ځانمرګي برید له امله د خوست شپږ ښاریان وژل شوي او تر ۲۶ پورې ټپیان شوي دي. دخوست دعامې روغيتارياست مسئولين وايي چې ټپيان دامهال تردرملنې لاندې دي او د ټپیانو شمیره تر دې هم لوړه ده.
بل لورته ولسمشر حامد کرزي دا پېښه غندلې ، لر او بر ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې پدې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او تر شلو ټپیان دي.
د ایساف خبرپاڼه چې د لر او بر ویبپاڼې ته رالېږل شوې پکې ویل شوي د خوست دا پېښه هم ځانمرګی وو او ځای په ځای شوي چاودیدونکي توکي.
ایساف وايي خلک په یو ځای کې را ټول شوي په موټر سایکل سپاره ځانمرګي د هغوی منځ ته ځان غورځولی او چاودنه یې کړې.