پدې لیکنه کې به دهیواد دولسمشریزو ټاکنو په درشل کې ددولت دوسلوالو اوسیاسي مخالفینو موقف ته کتنه وکړو ترڅو ملت دهغو عواقبو څخه خبرشی چې ددې موقفونو له امله زمونږ هیواد ورسره مخ کیدونکی دی.
ټول پوهیږو چې وسلوالو مخالفینو له هماغه پیله دکرزي په مشری درامنځ ته شوي دولت په وړاندې مبارزه پیل کړیده چې دا مبارزه کال په کال زور اخلي او وسلوال مخالفین له حکومت سره دهرډول مذاکراتو او جوړجاړي مخالف دي، مګر برعکس دکرزي له حکومت سره سیاسي مخالفتونه هغه مهال وزیږیدل چی یو شمیر کړﺉ ددغه حکومت څخه وایستل شوې. دې سیاسي مخالفتونو بیا هغه وخت زور واخیست چی دواک دانتقال او ویشلو وخت رانږدې شو.
تمه داوه چی دانتخاباتو په رانږدې کیدلو سره به وسلوال مخالفین هم خپل فعالیتونه ډیرکړي او آن خلکو ته به اجازه ورنکړي چې درایې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي. په همدې ډول سیاسي مخالفینو هم داسې ښودله چې نور به دکرزي واکمني پای ته رسوي او هغسې دولت به رامنځ ته کوي چې روانو ناامنیو او دولت شموله اداري فساد ته خاتمه ورکړي.
افغانستان د عجایبو ملک دي او ددې اټکلونو خلاف، وسلوالو طالبانو نه یوازې خلک دکارتونو له اخیستلو منع نه کړل، بلکه ورسره ورسره یې په ځینو سیمو کې خلک درایې ورکولو دکارتونو اخیستلو ته وهڅول او مهمه دا چې داکاریې په هغو سیمو کې وکړ چېرې چې کرزي ته میلان او علاقه شتون لري.
ددې ترڅنګ سیاسي مخالفینو هم نه یوازې دکرزي کلک سیاسي مخالفت ته دوام ورنکړ ، بلکه یو زیات شمیر یې دکرزي ملاتړ ته راوړاندې شول.
اوس پوښتنه داده چې دوسلوالو او سیاسي مخالفینو ددې حرکت ترشا کومې موخې پرتې دي؟
دې پوښتنې ته به په لاندې کربښو کې په تفصیل سره ځواب ووایو.
لومړي: دوسلوالو مخالفینو هدفونه
ددولت وسلوال مخالفین دومره سیاسي مهارت اوتجربه نه لري چې داسې یو تکتیک دې وکار وي، مګر له شک پرته چې داسې کړۍ مشورې ورکوي چی هغو ی لږ ترلږه پنځه یا لس کاله وړاندې حالات په پام کې نیولای شی. دایو عینی واقعیت دی چې خلک له کرزي او ادارې نه یې ترپوزې راغلی دي او له همدې امله ټول اړخونه او افغانان پدې پوهیدل چې نوربه نو کرزي میدان بایلوي او لږترلږه به خلک یو بدلون وویني. مګر خلک له دې ناخبره وو چا چې حالات بدلون راوستلو ته جوړکړیدی، هغوي حالات بیرته داسې هم جوړولای شي چې دبدلون مخه ونیسي. دبدلون مخه نیول یوازې ددې هدف لپاره کیږي ترڅو دخلکو خشم او قهر نورهم زیات شي او پدې توګه یو داسې بدلون ته لاره هواره شی چې افغانان پخپل لاس خپل خراب تقدیر بیا ولیکي.
نتیجه داده چې دافغا نستان دښمنانو یو ډیر دقیق پلان طرحه کړیدي او غواړي دکرزي دبریالیتوب له لارې په دغه هیواد کې یو ځل بیا قومي تربګنۍ او تعصبونه راپورته، دجنګ او جګړې لمبې تازه او بالاخره دافغانستان تیر ۳۰ کلن تاریخ یوځل بیا تکرار کړي. دې هدف ته درسیدلو لپاره د وسلوالو مخالفینو ملاتړو او مشاورینو هغوی ته دامشوره ورکړه چی نه یوازې دانتخاباتو سره مخالفت ونه کړي، بلکه خلک هم دیته وهڅوی چې دکرزي په پلوی خپلې رایې وکاروي، ترڅو دکرزی دناکاره ادارې دبیا واکمنیدو له لارې افغانان په آتو کې څه چې آن په لاړیس کې ډبل شي. دیادولو وړده چې په دکرزي بیا انتخابیدل دوسلوالو مخالفینو لپاره طلایي چانس دي، مګر دافغانستان دبرباۍ طرحه به بریالیتوب ته ورسوي.
دویم : دسیاسي مخالفینو هدفونه
هغه ډلې او ټپلې او یا اشخاص چې کله ناکله ځان ته دسیاسي مخالفینو نومونه ورکوي، په حقیقت کې دسیاسي مخالفت په اصولو ښه خبردي ، مګر دوی هم ځانته داسې مشاورین لري، چې خپلې خوښې او رایې ته یې نه پریږدي، همداعلت دی چې دوی حقیقي سیاسي مخالفین نه ، بلکه سیاسي منافقین دي. دوی همدا اوس دپردیو په اشاره له خپل سیاسي مخالفت نه لاس واخیست، اوپه یوه غشي یې دوې نښې وویشتې: لومړي داچې دځانونو لپاره یې څو مقامونه ترلاسه کړل، او دویم داچې دخپلو بادارانو امر یې عملي کړ اوپدې توګه به دهغوی نه خپله شوکه وکړي . مهمه داده چې ددې سیاسي منافقینو او وسلوالو مخالفینو ترشا چې څوک ولاړ دي، هغوی دواړه دیوه ګډ هدف لپاره کارکوي، اوهغه داچې په افغانستان کې روان وضعیت داختناق تر حده پورې ورسوي، خلک مجبوره شی پاڅونونه وکړي او پدې توګه افغانستان بیا دپرمختګ او ثبات له بهیر څخه راوګرځوي.
له همدې امله دافغانستان ځوریدلي ولس ته ځولۍ غوړوم چې دافغانستان دسولې اوپرمختګ ددښمنانو دسیسوته ځیر شي او دااشتباه ونکړي چې کرزي ته په رایې ورکولو سره افغانستان یوځل بیا دپنځو نورو کلونو لپاره دجنګ او جګړو په خوله کې ورکړي او یو ځل بیا هیواد داړو دوړ او ګډوډیو ښکار کړي.
داندیښنې ځای دادی چې افغانان د کرزي په خبرو ډیر آسانه تیر وزي. کرزي په اضطراری لویه جرګه کې افغانان پدې تیرایستل چې که یې کارونشو کړای نو استعفا به ورکوي، خلکو هم ومنله او خبرنه ووچې که کرزي ته اساسي قانون چانس ورکړی وای نو ټول عمربه هم له ارګ نه، نه وای وتلای. کرز ی په وار وار خلک پدې وغولول چې داځل به مسلکی خلک راولی او مصلحتی حکومت به نه جوړوي، مګر هیڅ کله یې داسې ونه کړل او نن ګورو چې له یوې خوا یې هغه خلک یوځل بیا په اوږو سپاره کړي چې دملت په وینو یې لاسونه ترڅنګلو سره دي او له بلې خوا بیا دانارې هم وهي چې دوی سوله راولي، آیا ددوی ترقیادت لانې به وسلوال مخالفین او په تیره ملامحمد عمر او حکمتیار سولې ته غاړه کیږدی؟ آبدا نه. نو لازمه ده چې خلک پدې دروغجنو شعارونو ونه غولیږي . کرزي همدارنګه وایې چې ددې خلکو له ر اوستلو نه یې مقصد په حکومت کې دمجاهدینو شاملول دی،نو پوښتنه داده چې آیا یوازې دې کسانو جهاد کړیدی ؟ آیا په حکومت کې نور ټول کمونستان او لادینان دي، چې ته غواړې د دې کسانو په راوستلو سره حکومت ته دمجاهدینو رنګ ورکړې؟
پايله:
ټول افغانا ن باید خدای اوملي ګټوته مخ ، دخپلو اولادونو او راتلونکي نسل په وړاندې خپل رسالت ادا اودشر او فساد د ډلې له بیا تسلط اوخطیرو عواقبوڅخه ملت ته نجات ور کړي. دیوه صادق، سپیڅلي ، مومن او وطن پال افغان په توګه له ټولو افغانانو څخه هیله کوم چې داسې چاته رایه ورکړی چې دعلم له مخې درې ماسترۍ او درې دوکتوراوې لری، دوطن پالنې له مخې یې دنړيوال وطن دوست نوبل جایزه ترلاسه کړیده، دسپین والی، جرات او قاطعیت له امله یې حریفان ورسره مناظرې ته نه حاضریږي ، د تحلیل، مدیرت او رهبری په برخه کې نړیوال شهرت لري ، په جرګو اومرکو مین او په ملی اجماع معتقد دی. دا قدرمن شخصیت چې زمونږ ملی ویاړا اودهیو اد لپاره د دویم داوود خان حیثیت لري، ښاغلی دوکتور اشرف غنی احمدزی دي.
په سپیڅلې اسلامي او افغاني مینه