دټول ټاكنو لپاره د كمپاين دپيل سره سم دهيواد په ګوټ ګوټ كي پراخې غونډي ديوه اوبل كانديد په پلوي جوړيږي او خپل ملاتړ دخوښي وړ كانديد ځخه اعلانوئ ،
تيره شپه مو له رسنيو واوريدل چې ډاكتر عبداله عبدالله دكابل په يوه لوى او عصري هوتل كې دخپل كمپاين اوملاتړو دراجذبولو لپاره لمړي غونډه جوړه كړه چې دوئ په وينا په زرګونه خلګ پكي راټول شوي او دخپلي انتخاباتې مبآرزي كرنلاره يې بيان كړله ،
هر يو كاند يد حق لري چې خپلي كړنلاري واوره وي اودخلګو دملاتړ دراجلبو لولپاره غونډي جوړ ي كړي ، ماته دپاملرني وړ ټكي داښكاره شو چې عبدالله دخپلي انتخابآتې مبآرزي لمړي غونډه په پښتو ژبه پيل كړ او ګډون كونكوته يې په پښتو خبري وكړې ،،، اود وهمه د پاملرني وړخبره داوه چې ده په زغرده وويل چې كه زه اولس مشر شم نو سمد ستې بۀ رياستي نظام په پارلماني نظام واړه وم ، دخلګو اودولت ترمنځ فاصله به له منځه يوسم او سره نژدي بۀ يې كړم ، مجاهدينوته بۀ په دولت كې ډيرو اك وركړم .
اوس نوراشي په خلاصوسترګو ، ګرمو زړونو اورامو مغزو دښاغلي دوينا دي ټكوته پاملرنه وكړو او ترځيړني لاندي ونسيږو :
داټولوته معلومه ده چې دعبدالله ملاتړي تو ل او ډيرئ تاجكان وروڼۀ دي په تاجكانو كې هغه ترينګلي او ترخه خلګ چې په ټول ژونديې له ديپلوماسې پرته نه پښتو ويلي اونه هم خوند وركوئ ، او دپشتنو په مقابل كې سختې مبآرزي ته دوام هم وركړي او وركويي ، دوئ په كا بل كې اوسيږي پشتو ته اړتيا نه لري او نه يې هم كوم كار وربآندي بند دي ، يو شمير پشتو خبري كونكي بۀ هم ورغلي وي خو هغه پښتانه نه دي بلكي دپښتو پر لمن يو تورټكي دى ، او خپله دوي دمقام اودولت لپاره په پښتو ژبۀ خبري كولو بآندي شرميږي ، نو تاسو وواياست چې په داسې يو ه غونډه كې چې ګډون وال يې ټو ل له تعصب نه ډك سرونه لري ځنګه عبد الله لمړى كمپا ين په پښتو خبري كولو بآندي پيل كړ ؟
هره ورځ مې په ډول ډول لارو له ژوند ه شړې ،ډول ډول تورلاسونه مې په پاكو اوسپينو جامو پاكوئ ، وينې مي له بادارانوسره په جامونوكې څښې ، اوپه ټو ل توان دنوروپه لارښونه په هيوادكې دنفاق تخمونه كرې ، نن بيا رالي او راته په پښتو خبري كوي ميره مې نه ليده ترمور مهربانه ، تاسو په ګوړه كې هغه زهر ګډكړيدي چې په اسانې ورباندي زموږ دهيوادوالو پوهول ګران كار دى ،
دادغور خبره ده ، دوي هوښيا ردي له دي لاري زمو ږ خواران اونادان خلګ تير باسې ، ما ډير ځله دا اوريدلي دي چې دعبدالله مو رخو پښتنه وه .، وسړيه موريې ځۀ كوئ چې پشتته ده او ياوه ، خو دده په اړه فكر وكړه چې دچادخولي اوبه يې څښلي او دچا شاګردي يې كړيده ، دهغو لاره كومه او په كوم لوري روان دي ،دده له خولي دچا خبري او غوښتني راوځې ،
دوهمه خبره داده چې ده ويلي دي ،زه به فيدرالي نظام راولم ، رياستې نظام دي ستونزوته ځواب نه شې ويلاي اودستونزو پيداكيدونكې همدا رياستي نظام دي چې قدرت ديوه سړى په لاس كې دي ،
اوس چې په رياستې نظام كې دونه ګډوډي او ادار فساد او خپل سري ده؟ او هر وزارت هر ه ډله دپردولپاره كاركوي او ګاونډيانو بهرنيانو پكي لاسونه اچولي دي نوكه دا خپل سري شي هر ولايت ځانته خپلواك شې هر سيمه ديو ه ګاونډئ ترولكي لاندي راشي نو ايا دافغانستان په نوم بۀ ځه پاته شي؟
دريمه خبره داده چې دي وايې زه مجاهدينوته ډيرواك وركوم : ددي ښاغلي مقصد له مجاهدينو ځوك د ى چې تل دوئ له دي نامه په خپله ګته كاراخلي ، اول كه په علمي بې لوري اوداسلامي اصولوپه اساس څيړنه وشې دي ته بۀ ځو ك جهادووايې چې له يوه ښاماره هيواداولس خلاص كړي او پربل يې دقدرت اوډالروپه خاطروپلوري ؟ خير دابه ورسره ومنو مجبوري ده ، نو جهاد په افغانستان كې ټولو خلګو كړيدى ، حيوانانو هم جهاد كړي دي ځكه چې په خرواو اسانو كچرو بآندي مجاهدينوته سلاو ي او خواړه وروړل شوي دي، سپو پردوته غپلي دي ميږو او اوزو غوښي وركړيدي او هر چاچې په هرډول له مجاهدسره مرسته كړيده هغو جهاد كړيدي او په دي جهاد كي ونډه لري ، ايا ښاغلي عبدالله وهر افغان ته واك وركوي چې راشې واكمن شې ؟ داخو امكانه نه لري ، دلته تركاسه لاندي نيم كاسه پرته ده ، د دوئ لپاره مجاهدين يوازي هغه خلګ دي چې ددوي دګوند په ليكو او ددوي تر لارښونو لاندي دپردو دسيسو پلي كونكې دي ، دشمالي ټل والي غړي او ملګري وي نورخلګ ورته مجاهدين نه ښكاري اونه يې بولي ، نورافغانان دوي ته دنن ورځي دغوښتني په اساس القايده او طالب ښكاري دتروريست په نامه ياده وي .
په تيرو كلونوكې يې دجهاد له نامه ښه ګټه پورته كړه تر دي سيوري لاندي دډيروهيوادوالوپه پاكو احساساتو لوبي وكړې ،
ددي ټاكنو دكمپا ين له پيل سره سم هيوادوالوته داتياره اوپټ واقعتونه راسربيره شول چې زموږ په سرنويشت دلوبولپاره له هري وسيلي كار اخستل كيږي او موږيې هم په پټو سترګو منو ، فكركوم چې اوس به داحقيقت داتريخ حقيقت ټولوته روښانه شوي وي چې زموږد يوشمير هيوادوالوسياسي ذهنونه ځنګه ويشلي شوي ، ځومره پلورل شوي ، ځومره دهيواد دملي ګټو په زيان كې دخپلو شخصې ، ګوندي ، او دخپلو بهرنيو بآدارانو دګټولټونكې دي .
زموږ دهيوادساسي فضا دغياروله تورواوخړو وريځوډ ګه د ه ، زموږ هيواد په پوره ډول په ذهني او فكري ډول تجزيه شويد ي ، يوازي پړي پاته دى چې خاوره يې سره بيله كړي ،
كه په دي ټاكنوكې هيوادوال له سالم عقل او پوره تدبير نه كار وانه خلي اوپريوه داسې مشرتوب سره راټول نه شې اوياهم داسې كانديدته رايه ورنه كړي چې دملي ګټو ملي يوالي اودهيواددابا دي اوږدمهاله پلانونه ونه لري، پرموږ به دناوړمرغيو داسې تندرونه راكښته شې اوپه داسې عذاب به اخته شوچې دچا بۀ خواهم نه رابديږي ځكه په خپله به مو ناوړمرغيوته لاسونه تړلي او هر كلي ويلي وي. لكه تيره دوره چې موږ په خپله داټول مشكلات ځانوته هيوادته په لپه كې راوړل ،
يوازي ملي يوالي ملي كړنلاري ، ملي پروګرامونه ، ملي افغاني فكر او نظريه، ملي افغاني عمل كولاي شې چې دي ستونزوته دهواري لاره پيداكړي ،
موږ بايد له تير تجربودازده كړي وي چې دزمري په خوله كې همت وساتو اوافغانيت راژوندى كړو ،دښامار دداړوپه سوريوكې دخپل هيواد دژغورلواويوالي لپاره كاروكړو چې يوازي افغانيت او صداقت كولاي شې دي منزل ته موږ په اسانې سره ورسوي.