کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / څوک د جمهوري رياست لپاره؟

څوک د جمهوري رياست لپاره؟

همدا اوسد جمهوري رياست لپاره څلور درجنه خلکو نومونه ليکلي دي. ځينې ېې داسې کسان دي چې نه اداري تجربه لري اونه علمي. ځينې نور داسې اشخاص دي چي ياېې پخپپله قتلونه کړي او يا هم د قاتلانو اود بشر پرضد او افغان کلتور اوسلام پرضد ناوړه او شنيع اعمالو کې ېې ګډون کړی او زمونږ کړېدلي افغانان ېې ډیر ښه پيږني او که دا موجوده اسااسي قانون تد بيق شيِ نو با ید نومونه یی د لست نه ویستل شي. بله ډله هم داسې نفر دي چه ښه پوهيږي چې د وړلو امکانات ېې نشته خو یا د شهرت او یا په حکومت کې د یوې کرسې د ﻻسته راوړلو لباره را وﻻړ شوي دي.


افغانستان د درې لسيزونه را پدېخوا په جنګ کې دی. کمونستانوو او روسانو زمونږ به منځ کې د جداېې او بې اتفاقي تخم وکرلو او دا دی هغې بې اتفاقې 41 ملکتونه د توپ او توپخانې سره زمونږ ملک ته را و ستلي او زمونږ د خلکو وژل او ټکول دوام لري.


ددې بې اتفاقې او بد بينې لپاره د پورتنيو درو ډلو نه طمع لرل نه يواځې د ځان تیر ايستل دي بلکه د افغانستان د خلکو او پخپله زمونږ د ملک له سرنوشت سره لوبې کول دي . ځکه که د تيرو اؤ کلوخلک قدرت ته دوام ورکړي نو افغانستان به خدای مکړه د تجزیه سرحد ته را ورسوي . دا تير اوه کلن حکومت به زمونږ په تاريخ کې دشاه شجاع اوکارمل تر څنګ وﻻړ وي او بحث به په دې وي چې کوم یوېې بد ترين وو .


د افغانستان جنګ ددې عصر له هر جنګ نه ډیر دوام وکړو . چاړه د اکثریت خلکو له غوښې او پوست نه تېره شوې او هډوکي ته ور رسيدلې ده . نن د نازل شوي مصيبت نه ځينو داسې استفادې وکړې چه په خوب ېې نه ليدلي.
نن نړیواله ټولنه چې عبارت له هغو ملکونه ده چې په افغانستان کې لښکرې لري په خپلو غلطيو پوه شویی ده او د زړه نه د افغانستان لپاره داسې جمهور ريس غواړي چې علمي ؛ بين المللی او افغاني حيثيت ولري . دا شخص باید دټول افغانستان د خلکو د ابادې او سمورتیا لپاره پلان ولري او ټولو افغانانو ته په يو نظر وګورې.


زه خو دا درېڅلويښت کانديانوته چې ګورم يواځې يو تن دا نيک او په اوسني وخت کې د ا ضروري خصوصات لري چې هغه پوهاند اشرف غني احمدزی دئ چه په نړۍ واله سویه پيژندل شوئ او دداسې مقام لياقت لري .


حقيقت د امر دا دئ چې نن په افغانستان کې يو چا چه دوه کتابه ېې ترجمه کړي وي د پروفيسرې دعوا کوي حال دا چې پوهاند احمدزي د امريکا په ډيرو مشهورو پوهنتنونو لکه د کليفورنیا په برکلي کې اود مريلند په جان هاپکن کې پوهاند وو. لس کله يي نړوال بانک کې نه داچه وخت تیراوه او معاش اخيسته بلکه د رهبرې په کدر کې وو او ددې بانک د سیاسي او ستراتجې د برخې مشر وو ، د زیاتو ملکونو ترڅنګ هغه د روسیه او چين حکومتونو ته مشوره ورکړی. پوهاند اشرف غني احمدزی د نړۍ د ناکامو هیوادو د ترقې او تعالې لپاره یو کتاب وليکلو چه د نړۍ په ډیرو هیوادو کی ېې تود هرکلی شوی او په پوهنتونوکې تدریسي کتاب ګرزیدلی دی. احمدزی صیب دوې ماسترې يوه دوکتورا او دوې نورې افتخاري دوکتوراوې کټلی دي. هغه د ملګرو هيوادو د سرمنشې د کرسې لپاره تر وروستی ډلې پوری ورسید خوذيدخلو ملکو د د ه پرځای په بنکي مون لاس کيښود.


کوم افغان او په تیره بيا په 43 کانديدانو کې د 40 کالو نه را په ديخوا د افغانستان په ټولو برخو په مکرر ډول علمي ليکنې کړي او نوروغوږوګوته يي رسولې دي؟ کوم افغان او په تیره بيا په 43 کانديدانوکې حتی ددې لياقت په ځان کې ليدلی چې د نړۍ وال بانک او د ملګروملتو د سرمنشی وظيفې ته ځان کانديد کړي؟ کوم افغان او په تیره بيا په 43 کانديدانو څوک د ده په شان پلانونه لري چې د افغانستان د کال په کال د پرمختګ او تعالې فکر ېې کړی وې.


ټول افغانان او په تېره روڼ انده کسان باید ړستوني را پورته کړي چې په دې انتخاباتو کی د ا فغانستان او ټولو افغانانو د سرلوړۍ لپاره داسې یو پاک او په وطن مین انسان خدمت ته را وبولې. هغه دې خدمت ته نه د شهرت نه مقام لپاره ملا تړلې ده. يواځنې هيله يي د وطن د پور ادا کول دي. هغه ته په امریکا او اروپا کې هرډول علمي کار پیدا کيږيي. زه دا خبرې د څلويښت کلن بلديت نه چې له پوهاند غني سره ېې لرم له تاسو سره شرېکوم.