کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په ننګرهار کښي د بیا رغوني او پرمختګ چاري

په ننګرهار کښي د بیا رغوني او پرمختګ چاري

کله چې په ۱۳۸۳ کال کې په ګران هیواد افغانستان کې د ولسمشرۍ ټول ټاکنې تر سره شوي او نوي سیاسې نظام د کرزی صیب تر مشرۍ لاندې جوړ شو، نو د نویو هیلو او ارزوګانو سره په ټول هیواد کې د بیا رغونې او پرمختګ کارونه پیل شول. پدې لړ کې د هیواد د نورو سیمو او ولایاتو په څیر په ننګرهار کې هم د بیا رغونې او پرمختګ چاری پیل شوي، او دې چارو هغه وخت لاپسې زور او ځوګ واخیست کله چې ښاغلې ګل اغا شیرزې د ننګرهار د والې په توګه د هیواد د ولسمشر له خوا وټاکل شو.


ګل اغا شېرزیشیرزې صیب په خپل نوبت سره په دغه ولایت کې د ابادۍ چارې پرمخ بوتللې، د بیلګې په توګه د ښار په دننه کې یې سړکونه قیر کړل، په سرکونو کې یې ترافیکې اشارې ولګولې، د مځکنې ترانسپورت هډې یې د ښار په څنډواو چاپیریال کې جوړی کړي، باغونه او پارکونه یې ترمیم کړل،او دغه راز په خصوصې سکتور کې د ولس له خوا په ترسره شوو کارونو کې هم د پام وړ پرمختګ لیدل کیږې. پدې کار سره شیرزې صیب د ننګرهار د خلکو په زړه کې ځای ونیوه او حتی تر دې چې کله د ازادۍ رادیو له خوا د کال د غوره شخصیت د ټاکلو په موخه د خلکو تر منځ تیرکال ټول پوښتنه ترسره شوه، نو شیرزې صیب د نورو نوماندانو په وړاندی تر ټولو لوړه رایه واخیسته او د غوره شخصیت مقام یې وګټه، دا ځکه چې د ده تر شاه د ننګرهار ولس ولاړ وو او ده ته یې رایه ورکړه.


ولې په عینې حال کې د ننګرهار ولایت یو زیات شمیر اوسیدونکې په دې آند دي چې د یوي خوا د شیرزې صیب د بیا رغونې پروګرام بطې او سست روان دی او د بلې خوا داسې ګمان کیږی چې په ننګرهار کې تر دې دمه ترسره شوي ابادې د هغو مرستو په پرتله او تناسب چې د ننګرهار ولایت چارواکې یې د بهرنیو کمک کونکو سرچینو او د ملي سوداګرو څخه په همدې موخه ترلاسه کوي، ډیره لږه ده. د بیلګې په توګه دوي وایې چې په ننګرهار کې باغونه او پارکونه د پخوا څخه جوړ شوي وو ولې شیرزې صیب هغه صرف ترممیم کړل او د جلال اباد ښار په دننه کې د تیرو څو کلونو په موده کې شاید فقط د سلو کلو مترو په شا او خوا کې سرکونه قیر شوي اوسې، البته د یادولو وړ ده چې ټولي لویې لاریي او پلونه لکه د کابل جلال اباد، جلال اباد تورخم او جلال اباد کنړ سړکونه د مستقلو پروژو په توګه د افغانستان د پرمختیایې پانګې څخه د بهرنیو سرچینو د لاری نیغپنیغه تمویل او جوړي شوي دي.


د ښار په هغو سیمو کې چی د ولسې جرګې د غړو او یا لوړپوړو دولتې چارواکو لکه د ریسانو او معینانو کورنه وي د هغو سیمو سړکونه ډیر په چټکۍ سره قیر کیږی، پروا نه لری که دا کورونه او سړکونه د ښار جوړولو په ماسټر پلان کې شامل وي او که نه! دا په داسې حال کې ده چې د ښار په هغو برخو کې چې سړکونه یې د ماسټر پلان له مخې ترتیب شوي تر اوسه نه دې قیر شوي، د بیلګې په توګه د اولې ناحیې په اوله ساحه کې یو سړک چې د قیر کیدلو لپاره ۵ میاشتې وړاندې تیار شوي وو لا تراوسه پری قیرنه دې اچول شوي. دغه راز د ننګرهار خلک وایې چی په ننګرهار کې د سړکونو او چوکونو په غاړه د بریښنا اتوماتې ترافیکې اشارې جوړي شوي ولې بریښنا نه لری چې ګټه تری واخستل شې، په داسې حال کې چې ننګرهار ځانته مستقل د بریښنا بند لری او د بريښنا د تولید او ظرفیت کچه یې تر هغه حده لوړیدای شئ چې د ټولو ښاریانو د بریښنا اړتیاوي پوره کړي. همدارنګه دا وګړي وایې چې د ننګرهار پوهنتون د کمیت د پراختیا او د کیفیت د پرمختیا لپاره هم داسې کوم ځانګړې کار نه دی شوي او یو شمیر زدکړیالان له دې امله چې د پوهنتون څخه د فارغیدو ورسته ورته بیا د کار کولو شرایط نه وي برابر خپلې زدکړې په نیمه کې پریږدې. دوي زیاتوي چې په ننګرهار کې تر اوسه پوری د هرات په څیر کوم داسې صنعتې پارک نه دی جوړ شوي چې وکولاﺉ شې د یوې خو په سیمه کې د محلې صنعت او تولیداتو کچه لوړه کړی او د بلې خوا د بیکاره ځوانانو لپاره د کار کولو زمینه برابره کړي، ترڅو د غریبو خلکو په ژوند کې په بنسټیزه توګه مثبت بدلون رامنځ ته شې.


پورتنیو ستونزو ته په پام سره او په دې موخه چې د ښاغلې ګل اغا شیرزې نوم نه یوازی دا چې د خلکو په زړه کې د تل لپاره ځاې نیولې وي بلکه د ده نوم د هیواد د تاریخ په زرینو لیکو او مخونو کې د هیواد د نموتو اتلانو تر څنګ لیکل شوي وي، د ننګرهار خلک شیرزې صیب ته دا لاندی وړاندیزونه کوي:


۱. د ننګرهار ښار دننه ټول سړکونه دې پاخه او په اساسې توګه جوړ کړي، او د نوموړې ښار د متوازن پرمختګ لپاره دې یو منظم پروګرام تیار کړي.
 ۲. د لنډ مهاله حل لاری په توګه د ډرونټې د بریښنا بند دې ترمیم او دتولید کچه دې پورته یوړل شئ، او د تلپاتې حل لاری په توګه دې د کنړ په سین نوي د بریښنا بند د شهید سردار محمد داود خان د پلان سره سم جوړ کړي، تر څو ټول هیوادوال د دې بند د بریښنا د نعمت څخه برخمن شې.
 ۳. په ننګرهار کې دې د یو نوي صنعتې پارک د جوړیدو پلان ترتیب او عملې بڼه دې ورکړي.
 ۴. ننګرهار پوهنتون ته دې د کیفیت او کمیت له پلوه وده ورکړي او د علمې څیړونو لپاره دې په کې نړیوال څیړنیز مرکز جوړ کړي.
 ۵. په ننګرهار کې دې د ملي او نړیوالو پانګه اچونکو لپاره د پانګه اچونې ټول شرایط برابر کړي. شیرزې صیب! کور دې ودان او بریالې اوسې.

د یوه سوکاله، ارامه او پرمختللې افغانستان په لور.