کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په ټاکنيزو هلو-ځلو کښي د قوم له نامه څخه بدي ګټي اخيستني

په ټاکنيزو هلو-ځلو کښي د قوم له نامه څخه بدي ګټي اخيستني

پر ګران هيواد افغانستان باندي د امريکې او د هغې د انډيوالانو تر يرغل وروسته د نورو نادودو ترڅنګ دا نادوه هم دود سوه چي زموږ د خواږه هيواد په ګوټ ګوټ کي به ليدل کېدل او اورېدل کېدل چي په پلاني ځاى کي د پلاني قوم شورا جوړه سوه.
 د فکر اوپوهي خاوندانو په دې د پوهي او پرمختيا په پېر او په دې يوويشتمه پېړۍ کي، په تېره د دموکراسۍ د ټېکه دارانو او افغانستان ته د دموکراسۍ د راوړونکو او د هغو د لاسپوڅو د راتلو پر مهال دې چاري ته په حيرت او نفرت کتل او دا کارونه يې د هيواد د ټولو مسلمانو او وروڼو اوسېدونکو د ملي وحدت پر ضد او د ملي يووالي د لا له منځه تلو لپاره د پردو له توطئو څخه يوه توطئه ګڼل او پوهېدل چي له دې بېلو بېلو قومي شوراګانو څخه به ډېري بدي استفادې وسي او بدي پايلي به ولري. رشتيا هم د بصيرت خاوندانو وليدل چي په دې تېرو اتو کالو کي د دې شوراګانو له شتون او نومونو څخه زموږ د هيواد د سترو ملي ګټو او خپلواکۍ پر ضد او زموږ د ولس د لاخوارېدو لپاره او د غليم په ګټه ډول ډول ناوړي ګټي واخيستلي سوې.
 د دې بدو ګټو اخيستو په دوام دادى په دې وختونو کي له رسنيو څخه پرله پسې اورېدل کيږي چي په پلاني ځاى کي پلاني قوم د ښاغلي کرزي له بيا ولسمشر کېدو څخه ملاتړ وکړ.
 په دې اړه زه لومړى خپلي غاړي خلاصوم او افغان مسلمان او درانه ولس ته څرګندوم چي د دغسي شوراګانو جوړول، ملاتړ او غړيتوب د اسلام ، وطن او ولس سره جفا ده او دا د پردو او د هغو د ګوډاګيانو او زيره خورو په ګټه چاري دي. موږ ته قبيلويت نه ښايي، موږ ټول يو مسلمان افغان ټبر يو. مېړه هغه دى چي ښه او پرهېزګاره مسلمان افغان اوسي او د مسلمانانو يووالي او د هيواد د وروڼو قومونو اتحاد او نېکمرغۍ ته کار وکړي، نه داچي د پردو په چوپړ کي قوم او قوم بازي پسي راواخلو او د خپل هيواد لوړي ګټي او د ملت د يووالي رسۍ وشلوو ځان او خپل قوم د هغو په غياب او ناخبري او ناخوښي کي پر پردو خرڅ کړو.
 زه ځينو خرڅو سوو سپين ږيرو، ملايانو او لوستو چالاکانو ته په ډېره عاجزي سره د هغو د يوه هيوادوال په صفت زارۍ کوم او هيله ځني لرم چي خداى(ج)ته وګورئ د قوم نوم د پردو او د هغو د لاسپوڅو په ګټه مه استعمالوئ. هر څه چي کوئ خو په پردي پالنه کي تر دې کچي وړاندي مه ځئ! نړيوال درته متوجه دي، مه مو شرموئ. بس دى چي اوس مو هم خپل تاريخ ګډوډ کړ، نور يې مه لړئ. ګورئ دا هرڅه حساب کتاب لري او په تاريخونو کي ليکل کيږي. لږ متوجه سئ. څه درپېښه ده چي دونه يې وراخيستي ياست! وايي: بازي بازي په ريش بابا هم بازي؟
 هر څه خپل حد او اندازه لري. په پردي پالنه او مادي پالنه کي تر دې اندازې ډېرېدل او شرم او مناعت نفس هېرول ومنئ که د مسلمان او افغان د نامه سره ښايي.
 درانه لوستونکي دي قضاوت وکړي کوم کسان چي د جوزا د مياشتي پر ٣٠مه د کندهار د ودونو په يوه موډرن صالون کي د بارکزو د قوم په نامه راغونډ کړى سوي وه او د کرزي صاحب له بيا ولسمشر کېدو څخه يې ملاتړ وکړ او په غورمو او چورمو او لنګيو ورکولو ونازول سول دا کوم کسان دي؟ دا خو يو لاهم د بارکزو د قوم مشران او استازي نه دي. بلکي ټول پوهيږي چي دا هغه کسان دي چي خپل ځانونه يې ډېر دمخه لا پر پردو خرڅ کړي وه او دا څو کاله لګيادي خپل قوم ، ولس او وطن پر پردو خرڅوي.
 په دې کسانو کي داسي عناصر سته چي که يې سوابق وپلټل سي له هيڅ خيانت، جنايت، قتل وغارت، رشوت، اختلاس او داسي ډېرو نورو ناولتياوو خخه يې مخ نه دى اړولى.
 دوى ځانونه د قوم استازي بولي، خو دوى که نران دي خپل کلي قوم ته دي بېله توپ او طيارې ورسي. وايي: هغه دي باغ نه ويني ته وايي تارو درغى؟! که دوى وايي چي موږ خو طالبان نه پرېږدي. دا خو مازي يو نوم دى. دا دومره طالبان له کومه سوه. دا څنګه د طالب کشۍ ماشينونه دي چي په زرګونو طالبان راباسي او په ډلو ډلو وژل کيږي او بيا لا هم په دې اتو کلونو کي نه سوه خلاص؟! چټي خبري مه کوئ. وطن پلورني ته مو ملاتړلې ده. د قوم پر ضد مو را اخيستې ده. د امريکا او اته دېرشو غربي هيوادونو په پوځونو او وسلو ډله ډله ولسي خلک وژنئ، يا يې امريکايان او د ناټو پوځيان وژني او تاسي ورته ګورئ ، بلکي ملاتړ يې کوئ او بيا د طالبانو نوم پر ايږدئ او ډول ډول تومتونه پر لګوئ او بد رد پر واياست. دغه ماشومان، ښځي، بوډاګان، بزګران، بې کاران او په کلو بانډو کي په سوونو زره مېشت بېوزلان چي پرله پسې وژل کيږي دا ټول طالبان دي؟
 آيا ستاسي وينو ته يوازي طالبان تږي دي او که د ټول ولس کرکه درڅخه سوې ده او ولس مو پر توره ترخه نه پرېږدي؟ آيا تاسي له خپلو کلو څخه د قوم له بېري نه ياست را تښتېدلي؟ او د پردو غېږي ته مو پناه نه ده وړې؟ او آيا تاسي د کندهار په ښار کي لا بې وسله والو محافظينو په آزاده توګه ګرځېدلاى سئ؟
 لږ څه شرم په کار دى. قوم ته مخ نه سئ ورښکاره کولاى او دلته يې استازيتوب کوئ؟!
 يوه خبره مي لاواورئ. که مو سر نه خلاصيږي زه به مو سر درخلاص کړم. کوم ظلمونه او جفاوي چي په دې تېرو څو کلونو کي د افعان بې وزلي او بې دفاع ولس سره سوي او اوس هم کيږي په تاريخ کي به يې ډېر لږ ساري وموندل سي. نو تاسي خو پوهېږئ چي دغه ظلمونه خو پردي او د هغو ګومارلي کوي ( البته په ځينو مواردو کي تاسي او ستاسي اولادونه او په تاسي پوري تړلي کسان هم په ډول ډول نومونو ورسره ملګري دي). نو تاسي څنګه د خپل قوم نوم د ظالمانو په ګټه استعمالوئ او چوپړ يې د ځان افتخار بولئ؟ د ظلم او ظالم ملاتړ او معاونت خو قرآن کريم او نبوي احاديثو لويه ګناه بللې ده نو تاسي څنګه د داسي لويي ګناه مرتکب کېږي او ان خلک هڅوئ چي په رايه ورکولو سره د ظالم مرسته او معاونت وکړي؟
 صدام حسين يې ولي غرغړه کړ؟ او موږ ولي نارې وهو چي د تېر مهال جنايت کارانو ته دي سزاوي ورکړل سي؟ دا په دې سبب چي هغو د خلکو پرضد جنايتونه کړي وه. نو چي داسي ده په دې تېرو اتوکلونو کي چي دا دومره ستر جنايتونه وسول د دې مسؤولين څوک دي؟ آيا دې وو ته بايد جزا ورکړل سي که رايه؟ اګر درخانه کس است همين قدر بس است.
 لنډه داچي زموږ پر ګران هيواد تېرى سوي دي. په ګوټ ګوټ کي يې سخت ظلمونه روان دي. دغه چي د قوم په نامه په غونډو کي څرګنديږي زياتره يې د پردو استازي دي نه د قوم، بلکي د قوم دښمنان دي. زه دوى ته د يوه مسلمان او افغان په صفت بلنه ورکوم چي له دې ګنهونو توبه وکاږي او خداى او قوم ته رجوع وکړي. قوم دي هم هوښيار اوسي،ظالمانو او د پردو ګومارلو ته دي په رايه ورکولو سره ځانونه نه ګنهګاره کوي. چي هم پردې دنيا د ظالمانو تر ظلم لاندي وي او هم پر هغه دنيا په عذاب اخته وي وماعلينا الا البلاغ.