دپکتیکا دنوي پراشوټ شوي والي ویاندحمیدالله ژواک ځینووېب پاڼوته لیک استولی اودعوه یې کړې چې څه موده وړاندې دپکتیکا دیحیی خېلوپه ولسوالۍ کې ددې ولسوالۍ دوژل شوي ولسوال نادرخان دری ماشوم زامن طالبانوژوندي سوزولي داښایي په خپله نوع کې یوبې کچې توروي چې داسلامي امارت په مجاهدینوپورې کیږي ځکه په قصدي توګه دیوه ژوندي انسان سوزول هغه هم دماشوم نه کومه اسلامي او افغاني سابقه لري اونه ورته انساني عقل اوعاطفه اجازه ورکوي .
موږددښمن دلوړې پروپاګندې دسپیناوي په موخه دیحیی خیلوپه ولسوالۍ کې له خپلومسؤلینوسره تماس ونیواوددې پېښې دحقیقت اوماهیت پوښتنه موترې وکړه
دوی دپېښې جریان په لاندې توګه بیان کړچې په عین شکل یې دخپلوهیوادوالواونړیوالودلامعلوماتولپاره رانقلوم .
دپېښې څرنګوالی دهماغومجاهدینوله خولې بیانوم چې په دې جګړه کې یې ګډون درلوداونورقضاوت تاسوته پرېږدم
نادرخان چې دیحیی خېلوولسوالۍ اوسیدنکی وه اوله ډېرې مودې یې پکتیکادیحیی خېلواو اومنې په دواړه ولسوالیوکې دحکومت دلومړني نماینده اوولسوال دنده اجراکوله د۱۳۸۸ه ش کال دجوزا دمیاشتې په پیل کې یوه ورځ
دیحیی خېلوولسولۍ له مرکز څخه دهمدې ولسوالۍ په ملنګ کلاکې دخپل کورپه خواروان وه چې مجاهدینوته یې په اړه اطلاع راغله او دولسوالۍ مرکز ته نږدې دمیترګي دکلي جنوب خواته د بلوګوډلوشاته دباغچوسره په یوه کنده کې یې کمین ورته ونیو.
څرنګه چې له ولسوال سره یورینجر موټروه اونورعسکرنه وه نوځکه مجاهدینووپتېیله چې له جګړي پرته یې ونیسي کله چې همدې سیمې ته دولسوال موتر راورسېد یومجاهدورپاڅېداوددرېدواشاره یې ورته وکړه دغه مجاهدین وایي
چې په دې وخت کې دوی په موټرکې په ولسوال سربېره دری تنه نورولیدل چې دوه دولسوال ځوان زامن اویوبل پولیس چې ټول مسلح وه کله چې مجاهدددرولولپاره لارې ته ورنږدی سو اودولسوال سترګې پرې و لګېدې نوله واره یې توپانچې ته لاس کړ
اوپه مجاهدیې ټکان وکړل مجاهدبېرته دخپلوملګروخواته وګرځېدپه دې وخت کې دولسوال
سرباززوی له موټره کوزشواوپه همدې مجاهدیې دکلاشینکوف فیروکړاولږغوندې یې ټپي کړپه دې وخت کې نوموړي مجاهدخپلوملګروته غږوکړ چې ولئ یې کنه زه یې وویشتم دلته نونورومجاهدینوهم په موټرباندې ډزې پیل کړې ولسوال اوساتونکویې هم مقاومت پیل کړاویوه وسلوال زوی یې په نږدې باغچه کې خزه ونیوه په متقابلوډزوکې دولسوال موټر دآرپي جي راکټ په مرمۍ هم ولګېدپه پای کې ولسوال یویې ساتونکې زوی اویوبل پولیس ووژل شول اوبل پولیس زوی یې په
ټپې حالت کې وتښتېده په دې وخت کې یومجاهددموټرخواته ورځي چې دوژل شویو
کسانواسلحې راټولې کړي دنوموړي مجاهدپه ویناپه دې وخت کې له موټرنه تورلوګي پورته کېدل خوپوره اوریې لانه وه اخیستی کله چې ورنږدې کیږي نوویني چې دموټر په سیټ کې دولسوال اودوونورووژل شویوعسکروترڅنګ دوه تنه ماشومان هم په ډزووژل شويدي نوموړی هڅه کوي چې دموټردروازه خلاصه کړي اوله موټرڅخه یې راکوزکړي ځکه چې موټر دراکت دمرمۍ دلګېدوله وجې داوراخېستلوپه حالت کې وه خودموتر دروازې په مرمیوداسې لګېدلې چې یوه هم نه خلاصیږي څنګه چې داسیمه دیحیی خېلومرکزته بیخي نږدې ده نوپه دې وخت کې
مجاهدینوته تلیفون راځي چې نورعسکراوټانګونه درووتل نوځکه دوی له مجبوري هرڅه همداسې پرېږدي اوله سیمې نه ځي تردې چې دوژل شویوعسکروسلې هم نه رااخلي دمجاهدینوله تللووروسته موټرپه خپلولمبوکې سوځیدلی ده اوکیدای شي وژل شوي کسان پکې سوزیدلي وي
دغومجاهدینوپه دووخبروډېرتاکیدوکړیوداچې دوی دجګړې له پای ته رسېدووړاندې په دې نه وه خبرچې ولسوال خپل کوچنیان هم په موټر کې ورسره سپاره کړي اوبله داچې دوی دامکا ن تر حده هڅه کړې چې وژل شوي کسان له موټر څخه راوباسي خوڅنګه چې دجنګ ځای ددشمن قرارګاه ته نږدې وه اوهم له موټرڅخه تورلوګی پورته کیدل نوځکه ونه توانېدل .
داهغه څه دی چې دپېښې په وخت هلته تېرشول چې ترهیوادوالورسول یې مونږ په ځان پورګڼل نورنو…والله علی مانقول وکیل .
پای