د تاریخ په اوږدو کښی په ډاګه شویده چه د هیواد ساتونکی او د حکومت جوړونکی د تل لپاره پښتانه پاتی شویدی. پښتون قام ته الله پاک دا استعداد او قدرت ورکړیدی چه څرنګه د نړیوالو معیارونو او میتودونو په بڼسټ یو ملی او ولسی حکومت جوړ کړي. ولی د پښتنو وهمدی توان او عظمت ته هیڅ وخت بهرنیو دښمنانو سر نه دی ایښی بلکه و خپلو شیطانی دښمنیو ته یی په راز راز تاکتیکونو ادامه ورکړی او په ارامه ندی کښینستلي او هر څه چه په توان کښی لری د پشتون ملت د بربادی لپاره یی نه سپموې. چه څه یی زړه غواړی همهغه کوې. نن ورځ پر ټولو پښتنو باندی جنګ تحمیل شویدی. د دښمن هدف همدا دی چه پښتانه باید مړه شی او په پایله کښی دومره بی واکه شی چه بیا سر را پورته نکړې. همدا اوس اوس د صوات د دری څه رانیولی بیا تر کنړ – خوست ………. کتدهار – هلمند او بادغیس پوری ټول پښتانه په ناورین لړلی او د غم پر ټغر ناست دي. په دی تحمیل شوی جنګ کښی پښتانه ټوک ټوک او ټوټه ټوټه شول. قومی جوړښتونه له مینڅه ولاړل. هر ځای پښتانه په څان مرګی برید او هوایی بمونو او ګولیو وژل کیږی ، هر ځای چه پخپل کور کی بی کوره کیږی هغه پښتانه دی، د هر روغتون پر بستر په وینو ککړ پروت پښتون دی، کوم چه مال او ثروت یی لوټ او په زورترینه اخیستل کیږی هغه هم پښتون دی. همدارنګه په سلګونو نور دا راز مصیبتونه پر پښتنو را روان دې. ایران او پاکستان هره ورځ نه بلکه هره شیبه ددی مظلوم قوم دتباهی نوی پلانونه جوړوی. ولی دا حالت په هیڅ شکل د زغم ندی.
نن ورڅ یو ځل بیا د پاکستان دISI بد نامی شبکی هغه زوړ شعار چه د روس د تیری پر وخت یی کارولی وو چه افغانانو را پاڅی د احمد شاه او میرویس پر خاوره یرغل شویدی نجات ورته ورکړﺉ تر لاس لاندی نیولی دی او غواړی چه د افغانانو په تیره بیا د پښتنو او په خاصه توګه د کندهاریانو پاک او سپیڅلی احساسات را وپاروی او د جنګ په ډګر کښی ودروی تر څو هغه شمیر پښتانه چه ژوندی پاته دی په دی ډول د مرګ کندی ته ور وغورځول شی. (همهغه زوړ غويی دی چه بیا کنجاره په خوب ویني).
د روس د جنګ پر محال افغانانو ته څه ګټه ورسیده چه اوس راته ورسیږی.کورونو مو کنډواله شول، سړی مو تر خاورو لاندی شول، ښځی مو کونډی او میندی بوری شوی، په نړیواله کچه سوالګر معرفی شول او په پایله کښی روس مات او امریکه راغله. ګته کاملا پاکستانه تا پورته کړل چه د افغانانو د برکته هغه بهرنی لنګه غوا د پیښور په وچو ډاګونو کی درته ودریدل چه له نعمته یی د قصه خوانی تنګ بازار دی اوس په لوړه کچه د خیبر تر دروازی را ووت.
ولی باید پښتون قوم پوه شی چه دښمن په هر وخت کښی دښمن دی او هیڅ کله ارام او قرار نلری په دی شپو ورځو کښی دښمن په یوه سیاسی مورچل کښی ناست دی چه د افغانانو د راتلونکی ولسمشری د ټولټاکونو څخه په خپله موخه ګټه پورته کړی. همدا لا امل دی چه څه لا پاسه څلوښتو کسانو ځانونه د ولسمشری لپاره نومولی دی. په دی لست کښی هر ډول خلګ لیدل کیږی. څوک د نامه او شهرت لپاره ، څوک د بهرنیو هیوادونو د جاسوسی او پیسو لپاره او ډیر کم کسان د ملت د خذمت لپاره د افغانانو د سرنوشت په سمندر کښی لاهو دی. و به ګورو چه څوک وچی ته راوځی او د افغان ملت پر مخ دریږی. خدای دی وکړی چه دا ځل مو ټوله هیلی د تیر په شان نا هیلی نشی. پښتنو په ډیر اخلاص شوق او صداقت خپلی رایی هغه چاته ورکړی او د بری پر میدان یی ودراوه چه د قدرت د رسیدو سره سم یی پښتنو ته شا کړه نه دا چه پښتنو ته لره یی خذمت ونه کړ بلکه قسم خوړلی دښمنان یی پر حاکم کړل. (زه د خپله بخته وچاوته فریاد کړم + چه پرون یی را ته مخ او نن یی شا کړه ).
په داسی یو حالت کښی اوس اشد ضرورت دی او په کار ده چه ټول پښتون ټبر په یوه خوله یوه زړه او یوه اواز متحد او یو موټی شی. یو والی د قوم او د ملت سرلوړی دی، وحدت دښمن په ګونډو کوی. یو والی د پښتنو هویت او زوړ دود دی. چه د جرګو له لاری د تل لپاره د ځلانده ستوری په شان په تاریخ کښی د غلیم سترګی ړندی کړیدی. راځی چه یو ځل بیا پښتنی جوړښتونه پیاوړی کړو او ټول لر او بر پښتانه له همدی اوسنی غمیزی څخه وژغورو. په ډاګه او برملا وویل شی چه موږ د جنګ خلګ نه یو او نه هم نور جنګ کوو او نړیوالو ته ثابته کړو چه پښتانه ترهګر ندی دا دصلح او سلا قوم دی. دا د خیر او ښګڼی قوم دی. دا د علم او فرهنګ قوم دی. دا هغه قوم دی چه مخکی د علم او تمدن د کاروان مخکښ ول. حال داچه پښتانه نن ورځ ددی کاروان څخه ډیر ورسته پاتی دی. چه همدا د پښتون دښمنو یوازنی هیله ده.
راځی چه لاس سره ورکړو و هغه ورور ته چه ټوپک یی غاړی ته اچولي دی وویل شی چه ته زما هیوادوال، زما کلیوال، زما افغان او زما پښتون ورور یی دا دڅه لپاره او د چا د ګټو لپاره جنګیږی. په تا باندی ستا هغه خوږ ورور او ملګري وژنی چه پرون ورسره څنګ په څنګ ښوونځی او جومات ته روان وی. او په یوه انګړ کښی به دی لوبی کولی. څرنګه ستا ایمان دا قبلوی چه پر همدی ملګری او ورور دی د ټوپک خوله راسته کوی او خپله ځوانه خور کونډه او سپین سری مور په سرو اوښکو کښینوی. بالاخره ته پښتون یی او ستا پښتنی غیرت همدا دی چه پرته له اسلامی او پښتنی اساساتو نه د بل په لمسون ته خپل کلیوال او خپل پښتون ورور وژنی؟ دا کوم انصاف ، کوم وجدان او کوم ضمیر دی چه پخپله د کولر یخی هوا ته په نعمتونو کښی د څپلی کورنی سره یو ځای ژوند کوی او تا په سره اور کښی دروی. هغه ستا پروا هم نلری بالاخره تا هم ستا د نورو اډیوالانو په شان د شین سترګو په ګولی وژنی. هر هغه چا چه تاته دا ټوپک درکړی دی هغه ستا د پاک ایمان او پاکو احساساتو څخه سیاسی ګټه پورته کوی . راسه خدای ته وګوره د رسول و روی ته یی وګوره د یتیمانو په اوښکو ککړ ګریړان ته وګوره و هغی بوډی مور ته وګوره چه د اوښکو ویالی یی په مخ کښی جوړیشویدی او هغی ځوانی خور ته وګوره چه څیری ګریوان او په تړمو تړمو اوښکو شپی سبا کوی. پر خپل ځان، پر خپل قوم او خپله کورنی ورحمیږه د ټوپک څخه لاس واخله د خیر او ښیګڼی او واقعی اسلام لار خپله کړه. نړیوال تا لره ترهګر وایی حال دا چه ته نه په ترهګری خبر یی او نه هم په ترهګری پوهیږی ته یو واقعی مسلمان یی چه په سره اور کښی درولی یی او د پاکی وینی څخه دی ترهګر سیاسی ګټه پورته کوی.
والسلام