د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پکتيکا د والي د وياند هغه ادعا رد کړه چي ويل د جوزا پر شپږمه يې د يحيى خېلو د ولسوال درې زامن په اور سوځلي دي.
ذبيح الله مجاهد د لر او بر ويبپاڼي ته وويل طالبانو ولسوال نادرخان ته کمين نيولئ وو، چي د طالبانو او نادرخان ترمنځ جګړه وموښته، د طالبانو له خوا د ولسوال پر موټر د راکټ ټک سوئ وو، موټر اور اخيستئ او ماشومان پکښي وژل سوي وو.
ذبيح الله مجاهد وايي د دوى سيمه ايز قومندان ورته ويلي چي نادرخان او ورسره يوه ساتونکي او دوو ځوانانو زامنو يې مقاومت کړئ، پر موټر ډزي هم سوي وې او کوچنيان تر اور دمخه د مقاومت پر مهال په ناخبرۍ کي د ډزو له کبله وژل سوي وو.
د ذبيح الله مجاهد په وينا د دوى ملګرو له موټر څخه د اور پرمهال د کوچنيانو او نورو مړيو د را ايستلو هڅه وکړه، خو دا چي له ولسوالۍ څخه نور دولتي ځواکونه په را رسېدو وو او د موټر دروازه هم د ډزو په ترڅ کي خرابه سوې وه، ځکه کوچنيان په موټر کي سوځېدلي دي.
د يادوني وړ ده چي د پکتيکا د والي وياند پرون ويلي وو چي طالبانو د يحيى خېلو ولسوال ته کمين نيولئ وو، ولسوال او دوه ځوانان زامن يې په ډزو ووژل او ورسره پر درو ماشومانو يې تېل وشيند او اور يې ور واچاوه.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پورتنۍ ادعا د ده په وينا د دښمن منفي تبليغات وبلل او په قصدي توګه يې د ماشومانو سوځل، يو غير انساني او غير اسلامي عمل وباله..