کور / شعر / غزل

غزل

پيدا كـړى دي پــه رضايمــه تا خپـــــل
پوښـتلــى دي هــــم نه يــــــم زه هــــــيــڅ كــــل

ټول حساب دي زمـــا جـوړ كړى لا پخوا
نه پو هــېــږم مـــــاتــــه پــــاتـــه دي څـــه خـپــل

ښه و بد او خيرو شر ټول ستـــا له خوا
نه پوهـېـږم مــــاته څــه ســـــتـــــه بـــــې مـــنـــل

پوهه مې په سركې رضا ستا ورسره مل
دواړه راتـــه ښـــه يــې د حــق لار پــه تـــــوكــــل

كه پوهه اختيار وي دا هم ده له ازله
اختيار به زما څـه وي ټــول راكــړي دي تـا خپــل

اختيار او ازل واړه دا نه ســــره جــــوړېږي
په ازل کي راکړه سوى٬ دا نه ګرځي زما خپل

خير و شر٬ جبرو اختيار ټول ستا په اختيار
وبـه نــه خـــوځي هيڅ شـــى دا حكم دى سـتا خپل