کور / تازه خبرونه / پاکستان: بيت الله مسود له هند سره اړيکي لري

پاکستان: بيت الله مسود له هند سره اړيکي لري

 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د قبايلي مشر بيت الله مسود او هندوستان ترمنځ د اړيکو په اړه ځيني شواهد په لاس ورغلي دي.

د خارجه وزارت وياند عبدالباسط وايي بيت الله مسود د هندوستان او ځينو نورو هيوادونو څخه پيسې او وسلې ترلاسه کوي او بيا يې د پاکستان د حکومت پرضد په جګړه کي کاروي.

عبدالباسط وايي پاکستان د کشمير پر سر له هندوستان سره ستونزه لري، له همدې امله هند د بيت الله مسود سره مرستي کوي، خو په وينا يې د کشمير شخړه بايد د هندوستان سره د خبرو د لاري له منځه ولاړه سي.

هغه زياته کړه چي د بهرنيو چارو وزارت اوس د هغو ټولو اسنادو او شواهدو په راټولولو لاس پوري کړئ، چي د هند او بيت الله مسود ترمنځ اړيکي په زبات رسوي او دا اسناد به پر يوه مناسب وخت د پاکستان ملت ته وړاندي سي.