زه یم د تورو شپو په غیږ کی ورکه
زه د زمان په ناکردو کی ورکه
زه ناوکی د زمانی دلاسو
کله خندیږم یا ژړیږم ولی
زه یمه ښځه زه یو شرم یمه
زه یم دکور او یا د ګور لپاره
زه هغه چیغه یم چی غږ نه لری
زه هغه اوشکه یم چی ورکه په مخ
یا دګریوان په لور روانه یمه
زما ارمان یوی بڼګی په شان
په مخ دباد لرو ځایونو وړی
ښځه پیداده تل له عیبه سره
ښځه د کور او یا دګور لپاره
زما په خوله ډیر فریادونه پراته
زما په زړه واړه غمونه پراته
زما په ژبه ګیلی ډیری دینه
د زړګی بڼ می نن غمو وچ کړی
زما د سترګو په دریاب کی ورله
ډک له سلګو نه بارانونه دینه
دا بارانونه می د زړه د هیلو
دا للمو ګلو ته اوبه ورکوی
زه یمه خور زه یمه مور د یو چا
نه یمه شرم نه پیغوردیو چا
زه بل څه نه زه ستا ملګری یمه
زه یم مشال ستا د تیارو د لارو
زه په سړو سړو فصلو د ژوند کی
ستا د جونګړی د اورونو نغری
وایی چی ښځه ده بلا د هر کور؟
زه یم بلا ستا د ژغورنی یاره
ستا پرهرونو ته ټکور ورکوم
زه ستا په شا کی په دی اوږد مزل کی
تا سره ځم د ژوند مزل تیروم
د هوسونو په اورو کی پخی
زما دزړه ټوټی کباب جوړوی
که په ریښتیا د رته ګویاشم ګله
هر سرګزشت می یو کتاب جوړوی
وایه تر څو به یمه ګونګه کیسه
وایه تر څو به کړیدلی یمه
د زړه ګوګل کی تر مدامه پوری
وایه ترڅو به ژړیدلی یمه
زه رابعه زه عایشه یادیږم
زه یمه ښځه زه نسیم د سباه
زه یمه شځه ستا د ژوند ملګری
ولی په څه د کور یا ګور لپاره
ما خپله غیږ کی اتلان روزلی
ما لوړ نومونه د زمان روزلی
زما ژړا ته اسمانونو په سلګو ژړلی
زما په مینه کی ته شک مه کوه
زما نومونه د تاریخ په انګازو کی پراته
ما د ی روزلی د رزمونو بچی
څوک می ناهیده څوک ملاله څوک نازو بولینه
زه یمه خور زه یمه مور زه یم د ژوند ملګری
ته په دی پوه یی بی له تانه په ما څه تیریږی؟
زه ستا ملګرې د دردونو یمه
زه په ناوړه طوپانود ژوند کی
بیړی د مینی تر ساحله وړمه
زه مريي نه یم ته ما مه خرڅوه
زه یم انسان زه دسودا نه یمه
زه خو دشرم او خندا نه یمه
زه فاطمه او زه مریم یادیږم
زه یم سپوږمی د تپو تورو خوارو
راشه ته واوره نن زما له زړه نه
زه یمه ګل د پسرلو دمینی
زه یمه رنګ د شین اسمان صنمه
زه یم نورلکه باران وریږم
بی له بارانه اشنا نشته سپرلی
بی له بارانه اشنا نه شته سپرلي
بی له سپرلو نه مینه نه وی اشنا
او بیا؟
چی مینه نه وی نو ژوندون به څه وی؟