د پښتونخواملي عوامي ګوند د لوستونكو د څانګي ’’ پښتونخوا سټوډنټس ارګنائز ېشن ’’ له اړخه د جنوبي پښتونخوا د كوټي پوهنتون كلنى چوڼ ترسره سو
دغه ځانګړي مراسم د ۲۰۰۹م كال د جون پر ۱۵مه او ۱۶مه نېټه د كوټي پوهنتون په مركزي تلار كي تر سره سو چي په سلګونه لوستونكو په كي برخه درلوده
د غونډي مشري د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائز ېشن لومړي سيكرټر ښاغلي احمد جان كوله او له ده سره په دريځ كي د پښتونخواملي عوامي ګوند د جنوبي پښتونخوا ايالتي مشر ښاغلي عثمان خان كاكړ د دغه تنظيم د مركزي جرګه ګۍ غړى دوست محمد لوڼى د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائز ېشن د جنوبي پښتونخوا سيكرټر كبير افغان، د تنظيم د كوټي د ولسوالۍ مشر عمرخان كاكړ او يو شمېر نور مشران ناست و
د غونډي وياند سيدسميع الله و او د غوڼدي د پرانستلو دپاره د قران پاك د سپېڅليو اياتونو د تلاوت سعادت قاري عبدالولي تر لاسه كړ
د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائز ېشن يو روايت پاته سوى دى چي خپله هره لويه غونډه د قران پاك له تلاوته وروسته په يوه ځانګړې ملي ترانه پيلوي چي اوس د دغه تنظيم يوه پېزندګلوي جوړه سوېده
په دغه غونډه كي هم تر لاوت وروسته هغه ترانه وړاندي كړل سوه چي د غونډي ټول برخه وال يې په احترام كي ولاړ و
تـــــــــــــرانــــــــــــــــــه
يې وطن د ناموس ، د غيرت ، د حيا پښتونخوا پښتونخوا، پښتونخوا پښتونخوا
د ترانې له وړاندي كولو وروسته د پښتونخواسټوډنټس ارګنائز ېشن كوټي پوهنتون د نوي تاكل سوي كابينې د سوګند مراسم تر سره سو چي د تنظيم لومړي سيكرټر له نوي ټاكل سويو لوستونكو څخه چي سيكرټر يې عبدالمالك اڅكزى او مرستيال يې ابرارخان يوسفزى و سوګنډ واخيست
د سوګند پورته كولو مراسم دلته وګورى
له هغه وروسته د ويناو لړۍ پيل سوه چي لوړى ويناكونكى يې د پښتونخواسټوډنټس ارګنائز ېشن كوټي ولسوالۍ سيكرټر عمرخان كاكړ و
عمر خان كاكړ په خپله وينا كي د غونډي پر جوړولو دتنظيم د پوهنتون د څانګې څخه مننه وكړه او په غونډه كي برخه اخيستونكو ته يې د كوروداني تر څنګ و نوې ټاكل سوې كابينه ته هم مباركي وويله او له دوي څخه يې هيله وكړه چي د پښتون افغان ملت له تيارو د اېستلو په خاطر دي خپل بشپړه توان په كار واچوي
دويم ويناوال د پښتونخواسټوډنټس ارګنائز ېشن د جنوبي پښتونخوا سيكرټر ښاغلى كبيـــــر افغان و چا چي ډيري جذباتي او له پنده ډكي خبري وكړې
كبيرافغان د پښتونخوا وطن پر حالاتو رڼاواچوله او د دغې خاوري د لوستونكو په وړاندي ستونزي او چېلنجونه يې په ګوته كړل . هغه چي خپل ژوند يې د دغه تنظيم له لاري دپښتون افغان د خدمت دپاره وقف كړى دى وويل چي كه عمل حاصل نه كړو نو نه خو سياست كولائ سو او نه د خپلې كورنۍ په درد خوړلائ سو . هغه د علم د حصول تر څنګ پر دې هم زورواچاو چي لوستونكي بايد د خپل غلام قام او وطن د ازادۍ په خاطر د پښتونخواسټوډنټس ارګنائز ېشن ملا مضبوطه كړي او له پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره د محمودخان اڅكزي پر پله پل كښېږدي او مخپوړاندي لاړ سي
د پښتونخواسټوډنټس ارګنائز ېشن د مركزي جرګه ګۍ غړى دوست محمد لوڼى د غونډي دريم ويناكونكوى و چي لنډي خبري يې وكړې او وخت يې مشرانو ته وسپماوه
د غونډي په دې برخه كي د پښتونخواسټوډنټس ارګنائز ېشن له اړخه څخه د پوهنتون د هري څانګې هغو لوستونكو ته چي په ښو نمبرو بريالي سوي و ميډالونه وركړل سو چي په خپله د تنظيم يو شمېر فعاله غړيو هم د سياسي مبارزې تر څنګ په مسلكي برخه كي هم د پام وړ زيار اېستلي و او ډېري ښې نمبرې يې اخيستې وې
له هغه وروسته د پښتونخواملي عوامي ګوند د جنوبي پښتونخوا ايالتي مشر ښاغلي عثمان خان كاكړ ته بلنه وركړل سوه چي خپلي خبري وكړي
عثمان خان كاكړ تر هر څه وړاندي د غونډي پر جوړولو د پښتونخواسټوډنټس ارګنائز ېشن د پوهنتون د څانګې څخه مننه وكړه او په غونډه كي برخه اخيستونكو ته يې د كوروداني تر څنګ و نوې ټاكل سوې كابينه ته هم مباركي وويله . هغه وهغو لوستونكو ته چي په ازموينو كي يې ښې نمبرې ترلاسه كړي وې تبريكي وويله او پر هغوي يې زورواچاوه چي په راتلونكي يې تردې لانور زيار وباسي او د خپلي كورنۍ،قام او وطن د راتلونكي سمبالولو ته ځانونه په ښه توګه چمتو كړي
د ښاغلي عثمان خان كاكړ د وينا څو غټ ټكي درته په لاندي ډول وړاندي كوو
’’ د وطن متبادل نسته موږ ته تر څه له مخه د وطن فكر كول په كار دي ، لوستونكي په كار دى چي په تاريخ او جغرافيه ځان خبري كړي ، له امو تر اباسينه ، له چتراله تر بولانه د پښتون افغان له ننګه ، غيرته ، مېلمه پالنې او هر ډول قدرتي زيرمو څخه ډكه خاوره ده ، خو له بده مرغه نن په څو برخو وېشل سوې پرته ده او پر يوه برخه يې هم ښه ورځ نسته ، دا هر څه د دې خاوري دښمنانو لكه په لوي سر كي عربي شېخان بيا امريكي سامراج او په پاي كي اسلام اباد ياني پنجابي كړي دي . موږ په ټوله نړۍ كي د ظلم پر ضد او د مظلوم ملاتړ و ،يو او يوبه . كه په هره بڼه او له هر چا سره ظلم كيږي موږ ياني پښتونخواملي عوامي ګوند په دې لړ كي پر هيڅ بنياد هيڅ توفير نه كوو او د نړۍ د هر مظلوم ملګري او مرستندويه يو . موږ يوازي په خپل ګران وطن لراوبرافغانستان كي نه بلكه په ټوله نړۍ كي د هرچا دپاره امن غواړو .خو خلك موږ و كراره ته نه پرېږدي . اسلام اباد له لومړۍ ورځي څخه په افغانستان كي اور ته لمن وهلې او وهي يې . د دوي هيله دا ده چي افغان تر خپل يرغل لاندي راولي . دا لېونتوب دى ، دا هيله به تر هغه وخته پوره نه سي چي يو پښتون افغان پر دنيا ژوندى وي . اسلام اباد يو ځل لرافغانستان وران كړ او بيا يې تول ترهګر د قبايلي پښتونخوا په سيمه كي اباد كړل ، نن يې تاسو وينى چې ټول محكوم افغان يې پرې لمبه لمبه كړ ، له صوفي محمده تر فضل الله ، له مسلم خانه تر بيت الله او له قاضي حسېن احمده تر مولانا فضل الرحانه دا ټول د آي ايس آي روزلي كسان دي او په بېلابېلو طريقو د پنجابي دپاره چوپړ وهي او زموږ قام او وطن يې راباندي سره لمبه كړى دى . د روانو حالاتو په اړه د پښتونخواملي عوامي ګوند نظر دا دى چي زموږ په وطن كي چي تر څو يو ترهګر پاته وي هم نو د پاكستان پوځ به عمليات كوي ، عمليات هم داسي چي ټول به له منڅه وړي داسي نه چي د دوي د كار خلك پرېږدي او نور ووژني ، نړۍ په خاصه توكه امريكا چي په لومړي سر كي طالبان جوړ كړي و به زموږ د بې كوره سوي قام له خلكو سره په پراخه پېمانه مرستي كوي او داسي مرسي چي په وېش كي به يې هم خيال ساتي ، افغانستان به جوړيږي او داسي به جوړيږي چي په ټوله نړۍ كي او په خاصه توګه په جنوبي اشيا كي به يې سيال نه وي
په تالار كي د ناستو برخه والو يوه ننداره
د غونډي په پاي كي د غونډي مشر او د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائز ېشن لومړي سيكرټر ښاغلي احمد جان خپله صدارتي وينا وكړه
ښاغلي احمدجان په خپله وينا كي د كوټي پوهنتون پر حالت رڼا واچوله او د ستونزو د حل دپاره يې د د پښتونخوا سټوډنټس ارګنائز ېشن هڅي وستايلي او په غوڼده كي د برخه اخيستونكو تولو لوستونكواو معلميونو څخه يې مننه وكړه او د غونډي د پاي اعلاج وسو
بوريوال كاكړ
لراوبر ويب پاڼه جنوبي پښتونخوا