کور / تازه خبرونه / امريکا خپلو پوځيانو ته نوى يونيفورم جوړوي

امريکا خپلو پوځيانو ته نوى يونيفورم جوړوي


د امريکا د دفاع وزارت په افغانستان کي خپلو مېشتو پوځيانو ته د نوي يونيفورم يا دريشيو د جوړلو پرېکړه کړې ده.


پنټاګان وايي اوس يې په افغانستان کي پوځيان له هغه يونيفورم څخه استفاده کوي چي په عراق کي د مېشتو امريکايي ځواکونو دپاره جوړ سوئ دئ.


د مليټري ټايمز راپور ورکوي چي د عراق او افغانستان اب و هوا توپير سره لري، له همدې کبله پوځيانو ته راز- راز ناروغۍ پېښي سوي او شکايتونو ډېر سوي دي.


د مليټري ټايمز د راپور له مخي د امريکا سنا مجلس دې کار ته ١٠٦ ميليارډه ډالره منظور کړه، خو پنټاګان ويلي ښايي دا پيسې يې بس نه سي.


د امريکا د دفاع وزارت وايي په افغانستان کي د مېشتو پوځيانو يونيفورم به د مرمۍ ضد يا زغره وال وي.


امريکا اوس په افغانستان کي ٥٦٠٠٠ پوځيان لري چي د روان کال تر پايه به يې شمېر ٦٨٠٠٠ تنو ته لوړ کړي.