د پاکستان ملکي هوايي شرکت پي، آى، اې پرون ماښام د تخنيکي ستونزو له کبله د پښتونخوا مرکز پېښور ته خپل پروازونه ودرول.
د پي آى اې مسئولينو ويل ښايي د پنجشنبې تر سهاره په هوايي ډګر کي تخنيکي ستونزي له منځه ولاړي سي او بيرته پروازونه پيل کړي، خو اوس وايي سره له دې چي تخنيکي ستونزي له منځه تللي، خو شرکت د اسلام آباد امر ته منتظر دئ.
راپورونه وايي پېښور ته تلونکي ټول پروازونه اوس د لاهور او اسلام آباد ښارونو ته کېږي او له هغه ځايه مسافر د بسونو په ذريعه پېښور ته انتقالېږي.
که څه هم ظاهراً پېښور ته د پروازونو ځنډول تخنيکي ستونزه په ګوته سوې ده، خو دوې اونۍ مخکي د پېښور په فايف سټار هوټل کي د يوې چاودني له امله د پي، آى، اې يو پيلوټ ووژل سو، چي تر هغه وروسته د پي، آى، اې کپټانانو پېښور ته د پرواز څخه ډډه کوله.