د هجر شپې ډېرې اوږدې ،ډېرې درنې تېرېږي
د هجر شپې ميراتې، ډېرې ترخې تېرېږي
لمر راختل هېر کړي، که زمونږ کلۍ ترې هېر
شپې مو سبا نه شوې هېڅ،ورځې هم شپې تېرېږي
د کور دننه خپرې، د تورو شپو خپسې
د کور د مخې مو بيا، بلې ډېوې تېرېږي
زمونږ د خاورې کاسې،دڅو قطرو په طمع
څنګ کښې مو ګورئ هلته،ډکې کوزې تېرېږي
ليلا ترې کډه کړی، نور به نو څه وي هلته
دي ليوني چې اوس هم،له ها کوڅې تېرېږي
د تنکو هيلو فصل ،سترګو سپېرو خوړلی
د ارمانونو، ګوره، څه جنازې تېرېږي
ګډه د يار چې نه وي، زما پرې څه لارويه
لارې که خلاصې ټولې،او قافلې تېرېږي
د خولو مو خوند هېر شوی،يارانو څه مو پوښتۍ
څه دي خواږه،څه تراخه، ټول بې مزې تېرېږي
غوټۍ به وازې شي بيا،څانګه به ګل شي
ګوندې پدې اميد او طمع،ورځې او شپې تېرېږي