د خوست چارواکي وايي په دغه ولايت کي د ماين د يوې چاودني له کبله درې افغان پوځيان ټپيان سوي دي.
د خوست د والي وياند کوچى ناصري وايي پېښه نن غرمه د نادرشاه کوټ په ولسوالي کي د افغان پوځيانو پر يوه موټر د چاودني له کبله رامنځته سوه.
بلي خواته د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ياده سوې سيمه کي د ريموټ کنټرول د ماين چاودني خبر ورکوي او وايي اته پوځيان يې وژلي دي.