کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / كرزي پر ملت نه بلكې بيا د ملت پر قاتلانو تكيه وكړه

كرزي پر ملت نه بلكې بيا د ملت پر قاتلانو تكيه وكړه

د كرزي اووه كاله ژمنې، سوګندونه او عملونه، نور نو ستاسو قضاوت
دا ليكنه د عقل په سترګو او د وجدان په ژبه ولولئ.
حامد كرزي اووه كاله مخكې په داسې حال كې د افغان ملت د سردارۍ او مشرۍ تاج پر سر كړ، چې دا ملت د يوه خونړي پاڼ پر داسې يوه ناموزه ژۍ ولاړ و، چې په لږ حركت سره د تباهۍ داسې كندې ته ورلوېدونكى و چې بيا را اخيستل يې د زمانو خبره وه.
ښه! دلته به پر دې ډېر بحث نه كوم چې ملت دغه حال ته چا رسولى و او د څنګه نړيوالې ډرامې د اوج د ټكي په توګه دغسې د مرګ او ژوند حساس بريد ته ټېل وهل شوى و.
له يوې خوا د افغانستان ډېر ناوړه سياسي – ټولنيز بحران او له بلې خوا د نړۍ د ابر ځواك په ولكه كې د نړيوالې ميډيا په زور حامد كرزى د افغانستان د نجات د فرشتې په صفت معرفي شو، له بلې خوا دې سړي داسې غوړه ژبه لرله، چې سړى نه پوهېږي پر ده يې خدايي لورينه وبولي او كه د جنتر منتر په هېواد (هندوستان) كې د ده روزنه، چې يو ځل به دا ژبه پر حركت راغله نو افغانان خو څه كوې، د نړۍ پوهانو مقررينو او ويناوالو به ګوته په غاښ ورته نيولې وه، او د ټولې نړيوالې ميډيا قوت يې په صفت خوله خلاصه كړې وه، چې دا سړى د هوا له مرغانو سره په ژبه پوهېږي، خورا ښكلې جامې اوندي، ډېر با ډسپلينه كريكټر يې دى، عجبه په زړه پورې قره قل پر سروي او . . . . .
حامد كرزي د افغانستان د موقتي ادارې د رئيس په توګه چې لا يې له استاد رباني څخه واك نه و تسليم كړى، د كندهار په شېر سرخ زيارت كې هلته چې لوى احمدشاه بابا په ۱۷۴۷ م كال كې د افغانستان تماميت يقيني او د افغان ملت يووالى تامين كړى، د ۱۳۸۰ لمريز كال د قوس پر ۲۰ – مه خلګو ته لومړنۍ وينا وكړه، راځئ د همدې لومړنۍ وينا مغز يې وګورو چې بيا يې نو پخپل ټول اووه كلن دوران كې د ورته ويناوو داسې ګردانونه وكړل چې دا له علمه محروم ملت يې په پرله پسې توګه داسې تېر ايستى چې واقعاً دې كمال ته به يې ګوته په غاښ نيسې، ډېر عجيب يې په سترګو كې د ژړا له كماله هم كار واخيست، توپان سړى دى! توپان!
نور به تر خپلې تبصرې وروسته قضاوت و شعوري انسانانو ته پرېږدو چې څه ډول عاقلانه نتايج ځنې اخلي. ده هلته وويل:
((د كندهار محترمو سپينږيرو او مشرانو السلام عليكم!
د وياړ ځاى دى چې ستاسو په مخكې ولاړ يم او په داسې شرايطو كې له تاسو سره خبرې كوم چې په هيواد كې د تروريزم لمن ټوله شوې ده.
دا هيواد ډېر كړېدلى، دا خلګ ډېر ځورېدلي دي، جګړو او ټوپكسالاريو خلګو ته ډېرې ستونزې رامنځته كړې وې، د خداى په فضل دا دى په وطن كې امن راغلى او له خداى نه غواړم چې دا امن لا شه شي.
د خداى دربار ته دوعا كوم چې نور له دې وطنه قومندان سالاري او ټوپكسالاري وركه شي.
خداى دې زموږ خلګو ته ملي يووالى او اتفاق ورپه برخه كړي.
خداى دي وكړي چي په افغانستان كې داسې زمينه برابره شي چې زموږ ناروغان په خپل هيواد كې تداوي شي او زموږ هيوادوال خپل ناروغان پاكستان ته بونه ځي، چې پيسې به هم نلري او نابلده به هم وي، دې مسئلې زه ډېر ځورولم. . . .
خداى دې وكړي چې زموږ ماشومانو ته د درس او تعليم ښه زمينه برابره شي . . . . خپل هېواد پخپله ودان كړي، نور نو د ټوپك پر ځاى قلم په لاس كې واخلي.
خداى دې زموږ مهاجر وروڼه بيرته خپل وطن ته راولي چې دا وطن پرې آباد شي. خداى دې زموږ سپينږيري او مشران نور هم په عزت كې وساتي. هغه عوامل دې خداى وركړ كړي چې زموږ د مشرانو او سپينږيرو عزت به يې خراباوه، خداى دې زموږ وطن داسې اباد كړي چې نه يواځې د نورو له احتياجه خلاص شو، بلكې د نور هيوادو سره مرسته وكړو، تاسو دعا وكړئ چې نور دې وسله چې وروڼه يو بل پرې وژني، بې ثباتي او بې امني منځته راولي ټوله شي. داكارونه به كوو.
. . . . . موږ ته هم دعا وكړئ چې ستاسو د خدمت لپاره هغه څه چې مو له لاسه كېږي ترسره كړو.
خداى مو آباد لره، خوشحاله اوسئ)). (راه من راه افغانستان، مجموعۀ سخنرانى ها و مصاحبه هاى جلالتمآب حامد كرزى، مخونه ۲ – ۳)
درنو لوستونكو! د ښاغلي كرزي د پورته كرښو په باب تبصره به ځكه بې ضرورته كار وي چې د دې وطن وګړى – وګړى د دې چالاكه مشر د غوړې ژبې ژوندى مشاهد دى. او هغه څه چې تر دغې وينا وروسته په تېرو اوو كلونو كې د دغه ولسمشر د واكمنۍ په دوران كې پېښ شول، په كومه اندازه يې د دغې وينا له توري – توري سره ضد لاره. هر د لږ عقل خاوند لا هم په دې پوهېږي چې د جلالتمآب كرزي د خبرو او عمل ترمنځ څومره د ځمكې او آسمان توپير و.
كوم د هوښ څښتن به لا نه وي پوه شوى چې د محترم كرزي د راج پر مهال امن راغئ او توپكسالاري وركه شوه او كه دا وطن لا نور هم د هغو نړيوالو مرستندويه قوتونو چې ګران كرزى يې په مرسته نازېده، د قهر او غضب په جهنم بدل شو؟ او هغه توپكسالاران چې ده يې د وركولو ژمنه كړې وه، بيرته د همدې كرزي په زور د ملت په څټ كې ورسپاره كړل شول.
د مؤقتې ادارې پر مهال چې ښاغلي كرزي د افغان ملت تر ټولو وحشي قاتلان، غله او داړه ماران د خپلې ادارې په سيسټم كې ځاى پر ځاى كړل او خپله كابينه يې د افغانانو د وينو له لامبو زنانو جوړه كړه. نو خلګو ويل خير دى، كرزى خو هوښيار ډيپلومات، او د ژور سياسي شعور خاوند دى، دى پوهېږي چې څنګه له غلو او توپكسالارانو سره له چل څخه كار واخلي او ورو – ورو يې خوني منګولې د ملت د ناموس له مرۍ څخه وباسي. شپږ مياشتې وهل شوي او ځپل شوي ملت پر خپل څټ باندې د كرزي د خاصې مهربانۍ له مخې د مشهورو خونخوارو د ناز و نخرو د خرمستو خرچيلكو ننداره وكړه.
د ۱۳۸۱ كال د جوزا پر ۲۱ – مه چې ولسمشر حامد كرزي بېړنۍ لويې جرګې ته خپله وينا اوروله، هغه جرګه چې دى يې بيا د انتقالي ادارې مشر غوره كړ، نو ملت په ډېره بې صبري انتظار ايست چې ښاغلى كرزى به د امن راوستو، افغانستان جوړېدو او د توپكسالارۍ د وركېدو ژمنې پر ځاى كوي او يوه اهل كار، مجربه او مهذبه كابينه به اعلانوي، د ولس هسله او تلوسه هله هم اوج ته ورسېده چې كرزي د خپلو له خواخوږيو ډكو، ژورو، درنو او پخو خبرو په ترڅ كې د وطن درد بياناوه او د ملت زخمونه يې شمېرل، راځئ چې بېړنۍ لويې جرګې ته د ښاغلي كرزي د درو ويناوو ځينې برخې راواخلو او بيا يې د خپل عقل او ايمان په رڼا كې وڅېړو، فكر پر وكړو او انساني قضاوت وكړو چې دې ولسمشر څخه ويل؟ په كوم درد او احساساتو يې ويل؟ او آخر يې په دې اووه كاله څه وكړل؟ او كومې چپه مېچنې نه وې چې د دې ملت پر سر يې ونه ګرځولې.
((زموږ پر هيواد او خلګو په دې څه د پاسه څلرويشتو كلونو كې ډېرې بدې ورځې راغلې، خپلو او پردو ډې سره ومروړلو او وځپلو، له هرې خوا لاسونه راوغځېدل، مسلحانه تېري راباندې وشول، د شوروي پوځونو يرغل او د دوى د لاسپوڅي رژيم ناخوالې، خپل منځي جنګونه او بيا د پردو ترهګرو له خوا د دې هيواد او خلګو يرغمل نيول او د دې څه د پاسه دوو لسيزو غملړلې غمجنې او ويرجنې پېښې دي، خو د افغانستان د خلګو مېړانه وه چې د دغو ټولو تېريو په وړاندې يې خپلې سينې سپر كړلې او پخپلو سرښندنو يې بېګانګان له خپلې پاكې خاورې وشړل، په ميليونونو ځوانانو، كوچنيانو، سپينږيرو او زموږ ستاسې خويندو، ميندو په دې لاره كې خپل ځانونه قربان كړل. هزاران هزار بار شكر و سپاس از بارګاه خداوند يكتا و بى نياز كه ما افغان ها را توفيق عنايت فرمود، تا به همدلى و يك جهتى بى نظير جنګ و نفاق را يكسو ګذاشته، براى اعاده صلح و استقرار در كشور، فلاح و بهبود مردم رنجيده ان همصدا ګرديم و در اين روز تاريخى زير يك سقف يجكا باهم ګرد آييم و پيرامون سرنوشت مملكت و مردم خود بحث و مذاكره كنار هم بنشينيم.
چنان كه شما و همه هموطنان ما آګاهى دارند، پس از بيس و سه سال جنګ، خونريزى، دربدرى، بدروزى و نګون نجتى در كشور ما، در اواخر سال پار در نتيجه مذاكرات، جلسه افغانى بن به سرپرستى ملل متحد، ادارۀ مؤقت افغانستان به ميان آمد و شش ماه پيش اداره كشور را درچنين حالتى به دست ګرفت، كه جز خرابى ها، ويرانيها، تبهكارى جنګ هاى چندين سالۀ پيهم، هيچ مدركى به دسترس اين اداره و دست اندر كارانش قرار نداشت، اما چيزيكه ما را مصمم و استوار نګه مى داشت، پذيرايى و استقبال ګرم مردم افغانستان و جامعۀ بين المللى از اين اداره بود ما در نخستين روزهاى كار خود درك كرديم كه مردم ما از جنګ و دربدرى خسته شده اند، و نياز شديد به صلح و آرامش دارند. اين نيازمندى افغانها در افزايش حوصله ما كارى كرد سازنده، و ما هم با نيت پاك و ارادتمندى خاص به كشور و ملت كمر همت بستيم و به خدمت كشور و مردم خود آغاز كرديم.)) (راه من راه افغانستان، مخونه ۲۲ – ۲۵)
ډېرو درنو لوستونكو!
دا خبري به تاسو او د دې وطن هر كوټل شوي فرد – فرد اورېدلې وي او متاثره كړى به يې وي او پر جناب كرزي صاحب به يې د بېساري اعتماد تكيه وهلې وي، خو زما هغه شېبه او ننداره اوس هم نېغه سترګو ته ولاړه ده. چې زموږ په فرهنګي مركز كې مو د لويې جرګې له جريان څخه د خبرېدو په شوق له يوه ملګري څخه يو خوړين تور او سپين تلوېزيون راوړى و، پر سكرين يې تصويرونه ګډوډ ښكاره كېدل، خو بيا هم زموږ فرهنګي ملګري او شاوخوا د بېلابېلو مسلكونو خاوندان ټول په مركز كې راټول او د لويې جرګې بهير يې د اوښكو په بدرګه څاره او چې د ښاغلي كرزي ويناوي به يې اورېدلې نو ځينو ملګرو په چيغو – چيغو ژړل ځكه چې محترم كرزي په خورا تودو احساساتو او ژورو عواطفو سره د دې وطن هغه دردونه بيانول او د علاج سوګندونه يې خوړل چې كله هم بل مشر داسې انساني ژمنې نه وې ورسره كړي. دا يوازي زموږ كوچنى فرهنګي مركز نه و چې د دې وطن محرومو، خوارو او دربدرو ځوانانو پكې د خپل مشر د حكيمانه مهربانيو او ژغورونكو خبرو په عكس العمل كې د خوښۍ اوښكې بهولې. بلكې د وهل شوي او رټل شوي افغان ملت وګړي – وګړي دا خبرې د خپلو هيلو، ارمانونو، دردونو او تراجيديو ترجماني ګڼله او په يوه آواز يې د خپل هوښيار او با احساسه ولسمشر د ملاتړ چيغې وهلې.
ټول زخمي ملت د خپلو ژورو او شوړېدلو زخمونو وازې خولې د حامد كرزي دم و چوف او دعا ته نيولې وې. ښغغلي كرزي ته هم د ملت درد مالوم و او غم هم، صداقت يې هم ورمالوم و او مجبوريت هم، ځكه يې نو د خپلو خبرو پټۍ ور وړاندې كولې او ملت هم په ډېره لويه تمه د برياليتوب دعاوي ورته كولې.
زه به په دغه لويه جرګه كې د ښاغلي كرزي ځيني جملې راواخلم چې له مخې يې د دې هيواد زوړ، ځوان، نر، ښځي او هرچا د ايمان تر بريده باور پر وكړ، تاسې دا خبرې واورئ او قضاوت وكړئ، كه څه هم دا ټولې مو اورېدلې دي، خير دى يو وار يې لا بيا هم واورئ، ګوندې د لږ بې طرفه قضاوت توان مو را ولړزي، ويې لولئ دا هغه جملې دي چې دا اووه كاله يې تكراروي خو په عمل كې هرڅه سرچپه روان دي. كه بيا هم د ملت سترګې رڼې نه شي نو افسوس پر حال يې:
–  هر چا ته به د وړتيا پر اساس كار سپارل كېږي، نه د روابطو پر اساس، بلكي ضوابط به زموږ پر اداره حاكم وي.
–  د توپك سالارۍ، جنګسالارۍ او پاټكسالارۍ په وړاندې د مؤقتې ادارې د كار له پيله مبارزه پيل شوې ده او د دې ناوړه رنځ د بېخي له منځه وړلو لپاره هڅې د مؤقتې ادارې تر وروستيو شېبو پورې روانې وې، تاسې بايد پوه شئ چې زموږ خلګ له ټوپكسالارۍ څخه ډېر ستړي شوي دي، څه موده مخكې په نهرين كې زلزله وشوه، موږ نهرين ته ولاړو، يو عجيبه ننداره وه، د خلګو كورونه نړېدلي وو، انسانان تر خاورو لاندې شوي وو، د سيمي مصيبت ځپلي مې مخې ته راغلل، له دوى څخه مې وپوښتل چې موږ څه مرسته درسره وكړو، دوى راته وويل چې موږ هيڅ نه درڅخه غواړو، له دې ټوپكيانو مو خلاص كړئ.
–  په ټول هيواد كې د امنيت تامين د مؤقتې ادارې اساسي او تر ټولو لومړنۍ دنده وه، زموږ خلګ تر هر بل څه امنيت ته ډېر تږي دي، ځكه كلونه – كلونه بې امنيتۍ ځورولي دي، كله چې موږ د مؤقتې ادارې د چارو واګې ترلاسه كړې او مباركيو ته د خلګو راتګ شروع شو، خلګو له ما څخه كالي، ډوډۍ نه غوښتل، يوازنى شى چې يې له ما څخه غوښت هغه امنيت و.
–  همدا اعضاء ادراه مؤقت افغانستان به حيث خدمتګذران نستوه به كار و اقدامات عملى پرداخته اند كه پاىه هاى وحدت ملى را هر چه بهتر استوار نګهدارند تا هيچ افغان دراين كشور خود را بېګانه احساس نكند، افغانستان خانۀ مشترك همۀ افغان ها باشد.
–  دست بيګانه است كه به اين نام و ان نام مى خواهند، توسط عمال شان دربين مردم به نام مذهب، قوم و سمت تفرقه بيندازند، قصۀ اى بيادم آمد:
روزى از يك كندهارى پرسيدم مثليكه امسال باغهاى انګورت در اثر خشكسالى حاصل ندارد؟
او در جوابم ګفت:
باغهاى مرا چه مى كنى، بپرس از باغهاى شمالى، كه همه درشعله هاى جنګ، دود و خاكستر شدند.
اين است روا دارى مردم ما در مقابل هموطنان شان، و اين است نمونه وحدت ملى طبيعى.
–  همه ما ميدانيم كه جهان طى چند سال اخير افغانستان را بزرګترين كشور مولد مواد مخدر مى پنداشتند، با به ميان آمدن ادراۀ مؤقت و همكارى هاى بين المللى اين داغ سيا و ننګين نيز از پيشانى كشور ما زدوده شد، لانه هاى تروريستان اجنبى ويران و به همكارى مردم پاكدل افغانستان كشت هاى كوكنار معدوم ګرديد. و انشاءالله دهقانان شريف كشور در آينده با ترويج كشت هاى متبادل از كشت كوكنار دورى خواهند ګزيد.
–  فرصت طلبان و رژيم هاى وقت جايداد هاى مردمان را زير نامهاى ګوناګون تصاحب كردند، زمينهاى زراعتى، منازل، اپارتمانها و دكانهاى شمارى از هموطنان ما را از خود ساختند. ادارۀ مؤقت افغانستان براى حل و فصل اين ګونه دعاوى و قضايا و اعاده ملكيت هاى به مالكان اصلى و تامين حقوق اينګونه افراد و اشخاص كميسيون تعيين كرد.
–  زموږ په كارونو كې په كافي اندازه نيمګړتياوي موجودي وې، د توپكسالارۍ ختمول چې زموږ د زړه هيله وه او ده، په بشپړ ډول مو ختم نكړاى شوه، رشوت او رشوت خوري په ادارو كې موجوده وه، د خلګو كارونه په ادارو كې ځنډېدل، د چارواكو د ناوړو استفادو د خنډ د موجوديت له امله د ملي او بين المللي پانګوالو د پانګو د اچولو مخه ونيول شوه او خصوصي سكتور لكه څنګه چې ښايي تقويه نه شو، دا او داسې ډېرې نورې نيمګړتياوې زموږ په هويت او ملي وحدت د ساتلو، د افغانستان د آبادۍ او د خلګو د هوسايۍ او د سوكالۍ لپاره زموږ نيتونه پاك او ارادې راسخې وې. زه باور لرم چې زموږ درنو هيوادوالو زموږ پر نيتو او ارادو شك نه درلود او د افغانستان د بېلابېلو قومونو او اجتماعي اقشارو له خوا نه د افغانستان د انتقالي ادارې د رياست لپاره زما كانديدولو دا خبره زباته كړه چې زموږ خلګو موږ ته، زموږ كار ته، كه څه هم لږ و، زموږ نيتونو او ارادو ته درناوى وكړ او هم يې د دې بلې دورې لپاره د كانديدۍ وړ وبللم.
زه له خپلو دردمنو، غمځپلو او رنځېدلو هيوادوالو نه د زړه له كومې مننه كوم او له خپلو ټولو هيوادوالو او خپل ګران هيواد افغانستان سره دا ژمنه كوم چې د خپل ژوند تر وروستيو شېبو پورې به كه په هر حالت كې وم، له خپل هيواد او هيوادوالو سره يم او خپل هيڅ ډول هاند او هڅه به د دوى له خدمته نه سپمو.
–  جلو فساد، رشوه، كاستى ها و ګرايش هاى منفى در اداره را خواهيم ګرفت و انشاءالله يك ادارۀ سالم باداشتن كار آىى سازنده درخدمت كشور و مردم آن قرار خواهد ګرفت.
–  وحدت ملى بين اقوام با هم برادر افغانستان را مانند مردمك چشم نګه خواهيم داشت.
–  مبارزۀ ما با تفنګسالارى كماكان ادامه خواهد داشت و خواهيم كوشيد تا ريشه هاى آنرا در سراسر كشور بنشكانيم.
–  زه غواړم چې له هغې ورځې نه شروع وكړم چې زه د مؤقتې ادارې په ماڼۍ كې ناست وم او زموږ د ولس خلګ راغلل روغبړ او مباركۍ ته، زما هېر دي چې د كوم ځاى خلګ وو، د پكتيا وو كه زموږ د غزني خلګ وو، خو زموږ د هيواد خلګ وو، اوله خبره د دغو وروڼو او خويندو د امن په باب وه، دوى دافغانستان لپاره دايمي ثبات غوښت، څلورمه خبره يې دا وه چې وسله راټوله شي، ملي اردو جوړه شي، ملي پوليس جوړ شي، او د ولاياتو او مركز ترمنځ ارتباط پيدا شي، په ټول افغانستان باندي اداره مسلطه شي او افغانستان د وقار او د عزت او د ملي وحدت خاوند شي.
–  د بازسازۍ په پروګرام كې زموږ لپاره تر ټولو مهمه خبره دا وه چې د بازسازۍ پروګرام به موږ په خورا حوصله، لازم دقت او خورا ښه انتظام پيلوو، ځكه چې په ميليارډونو ډالره افغانستان ته راځي، بايد چې په ډېر دقت، په ډېر احتياط او په ډېر وضاحت دا پيسې د افغانستان د آبادۍ لپاره مصرف شي، ډېر دقت پكې وشي چې د دې نه يوه پيسه هم وركه نه شي، نو كه د افغانستان دا چانس ولاړئ، بيا دا مملكت دا چانس نه لري چې نړۍ دي كومك ورسره وكړي او موږ خپل وطن بيا آباد كړو. نو د دې كار د ښه سمبالښت لپاره مو د انسجام په نامه يو كميسيون وټاكئ چي له مختلفو وزارتونو د افغانستان ځيني مجرب، تكړه او پياوړي متخصصين پكښې سره راټول دي. هره پروژه څېړي او د هغې په باب اقدام كوي او ګوري يې، كه ښه وه عملي كوي يې، كه نه وه نه يې عملي كوي.
مهمه دا ده چې زموږ وطن ته چې څه كومك راځي هغه وشمېرل شي او هغه په هغه ځاى كې په مصرف ورسېږي چې بايد مصرف شي اوله دغو پيسو غلا او چور ونه شي.
په همدې شان د تجارت په باب زښت ډېر افغانان راغلل، زښت ډېر خارجيان راغله چې په افغانستان كې خپلي پانګې پر كار واچوي، موږ د قانون له لحاظه په پخوانيو قوانينو كې مشكلات درلودل، ډېرې كاغذپرانۍ وې، ډېر تګ او راتګ و، دا خلګ ځيني ستړي شول، بيرته ولاړل، دا كار يې پرېښود، ځيني د رشوت او رشوت خورۍ سره مخامخ شول، موږ پرې خبر شولو، په وزارتونو كې يې رشوت ځني غوښت. په نورو ځايو كې يې رشوت ځني غوښتئ، نو موږ راولاړ شولو د شخصي پانګې اچولو يو قانون مو جوړ كئ، چې په هغه كې به دلته تجارت كول او وطن ته د پيسو راوړل ګرده خوندي وي، كه دا ونه كړو نه به زموږ د هيواد بازسازي وي او نه به زموږ د هيواد تجارت رونق پيدا كړي.
–  احتياج غلامي ده، وږى سړى، بې پيسو سړى، بې ډوډۍ سړى، بې كالو سړى، بې كوره سړى، احتياج دى، احتياج يې هر كار ته مجبوروي، لهذا موږ بايد هڅه وكړو چې دا ملت له احتياج څخه خلاص كړو، او كه مو خلاص كئ نو د غلامۍ څخه هم خلاص يو.
نو كه مسلمانان يو، كه افغانان يو او كه غواړئ چې د عزت ژوند وكړو، نو په دې وطن كې به رشوت او خيانت بندوو، كه مو دا كار ونكړ ترقي نشته.
–  من ميخواهم قصۀ يى براى شما كنم، شايد آن درين جلسه نباشد، ولى كسانى كه از ارزګان، از كندهار و از هلمند اينجاهم هستند اورا ميشناسند. اسمش عزير آقا و از ارزګان است، در بمبارهاى كه درآنجا عليه طالبان شد، اتفاقاً يكى از خانه ها بم خورد جايى كه آنجا طالبان مى خواستند پت شوند، و درآنجا هفت هشت نفر زخمى شدند و يكى دو طفل ما شهيد شدند. وقتى مركز ارزګان بودم، مرا بردند به ترينكوت، آنجا كه نشستيم به عزيز آقا ګفتم، كه عزيز آقا فاتحه برايت ميګويم، عرض تسليت مى كنم.
ګفت: نى در راه نجات افغانستان اګر باقى خانوادۀ من هم شهيد شود باكى ندارد، من هيچ فكر نمى كردم اين ګونه احساس درهمه ملت موجود است. براى بقاى افغانستان از همه مى ګذرد. لهذا همت مردم افغانستان، عزت مردم ما و مجادله اينها براى استقلال، براى تماميت ارضى و براى همه اينها بود كه باعث عزت دنيا به افغانستان شد و از شما نماينده هاى ملت از اين عزت كه به افغانستان بخشيديد تشكر مى كنم.
–  ما از طريق شما با ملت افغانستان قرارداد كرده ايم، از طريق راى شما باملت افغانستان تعهد كرديم كه دراين وطن امن مى آوريم، كه دراين وطن عزت مى آوريم، كه خواهران و مادران ما ديګر از ترس تفنګ اين و آنى درخانه هاى خود به لرزه نباشند، اينرا نمى خواهيم و سوګند ياد مى كنم كه اګر به اين تعهد خود عمل نكرده من استعفاء مى كنم، شما باز پيش خود مى خواهم.
اګر امروز يا فردا بود، حكومت ذلت و حكومت نامردى را ديګر در افغانستان قبول نداريم.
–  نه غواړم چې څوك ماته ودرېږي په كابل كې چې له ولايت څخه راغلي يو، يا د بل ځاى نه راغلي وي چې زما پلانكى زوى ناحقه بندي دى او زه د خلاصېدو توان نه لرم، دا حكومت به خداى ماته نه راكوي، نې منم او هغه قرارداد چې ما ستاسو د خوا د افغانستان د ملت سره كړى دى، ستاسو د رايې د لارې، ستاسو د اوو شپو اوسېدو د لارې د افغانستان د ملت سره كړى دى، هغه قرارداد ته وفادار يم. انشاء الله تعالى او پر هغه قرارداد درېږم، هغه څه دي؟ هغه دا دي چې افغانستان د يوه اصولي،اساسي، صادق مسلمان حكومت خاوند وي. چې رشوت پكښې نه وي، چې قوم او قوم بازي پكښې نه وي، چې سمت او سمت بازي پكښې نه وي، چې ټوپك او ټوپك بازي پكښې نه وي او اجتماعي عدالت پكښې وي. ټول افراد د دې مملكت كه خان دى، كه مسكين دى، كه زورور دى، كه كمزورى دى، دا بايد چې د قانون په مقابل كې يو وي. قرآن مجيد زموږ قانون دى او تر آبده به وي، موږ د دې څخه تخلف نه شو كولاى.
ستاسې يې غاړې بندې كه ما پر دغه تعهد وفا ونكړه، ستاسې دې غاړې بندې وي، ماته به درېږئ چې كرزيه، په مخه دې ښه، دا وطن دې ونه ساتئ.
په افغانستان كې كړاوونه وو، زجرونه وو، دربدري وه، زور او زور ګويي وه، پر دې ملت ظلم، ناروا د خارج او د داخل د لاسه د دې ظلم څخه به دا ملت ورخلاصوو، كه نه مو كړو خلاص، زما دې غاړې بندې وي چې راته نه ودرېږئ، زموږ د خلګو حقوق، د ښځو حقوق، اقتصادي حقوق، ټولنيز حقوق، دا به د حكومت وجيبه وي چې دا به پر ځاى كوو او دا تعهد داسې تعهد دى چې بيا هم كه تاسې په موږ كې د دې تعهد د نه پوره كېدو غلطي وليده، زما په وړاندې به درېږئ.
–  تعهد سپرديم به پيش شما از طريق راى شما كه اين افغانستان را، اسلام عزيز را، استقلال وطن را، تماميت ارضى وطن راى، آبرو و عزت وطن را حفظ مى كنيم. اګر نكرديم و آن تعهد را شكستانديم، اين قرارداد را شكستانديم، آن وقت شما در مقابل ما ايستاد شويد، مسئوليت شما است كه ما را به خرابى و بى راهى نګذاريد.
–  رسانه هاى خبرى آزاد است، مطبوعات آزاد است، راديو آزاد است، برويد صداى تانرا بكشيد، خلاف كرزى كه در كار خيانت كرده، ما بفهميم كه راستى كرديم يا نكرديم، ما را خبر كنيد تا بتوانيم از طريق صداقت و تعهد به شما مردم، رنجديده افغانستان عزيزان خودرا، خواهران، اطفال اين وطن را از درد و رنج، غم و اندوه و ذلت نجات بدهيم، كه اين وظيفه هر حكومت در تمام دنيا است، خصوصاً در افغانستان كه ملت از اين ناحيه درسالهاى دراز رنج بردند)). (راه من راه افغانستان، بېړنۍ لويې جرګې ته د ولسمشر كرزي د ويناوو ځينې برخې)
د ښاغلي كرزي دا خبرې چې په رښتيا يې د وطن او خلګو د ژورو دردونو بيان كاوه ملت په ډېر غور اومينه غوږ ورته نيولى و او هر چا د خپلو خوړينو پرهارونو لپاره اكسير بللې، موږ په خپل كوچني فرهنګي مركز كې پر ده او د ده پر خبرو د لوى اعتماد غره ته تكيه كړې وه، او په دې هيله وو چې اوس به خپله كابينه له داسې څېرو څخه جوړه او اعلان كړي چې په رښتيا به يې په وجود كې د ده خبرې عملي وي، خو زموږ د انتظار سل په سل كې خلاف د كابينې لپاره بيا هماغه زياتره بيا هماغه غله، هماغه قاتلان، هماغه جنايتكاران او هماغه توپكسالاران اعلان كړل، چې همدا څو شېبې مخكې يې له دوى څخه د افغانستان د خلاصون ويناوې كولې. په دې اعلان سره موږ يو بل ته سره وكتل، داسې يم كښېناستلو لكه پر اور چې اوبه توى كړې، خو پيا مو په تبصرو پيل وكړ، چې خير دى، نو بله لاره نشته، دا غله او قاتلان اوس څه په وكړي، خداى په غاړه كې ور اچولې دي، دى خو هغه دى هوښيار، مهربانه او د خوږو او ښايستو ويناوو خاوند دى، په كرار – كرار به يې په سړه سينه كار ور وكړي، بس دا نو يوازې زموږ باور نه و، بلكې د اكثريت ملت همدا ډول حال وو.
منځمهاله دوره هم پاى ته ورسېده، د انتخابي دورې پر درشل ودرېدو، موږ ويل دا وار به نو ښه قانوني او د ولس په خوښه راغلى حكومت وي او د كرزي هم همدا ژمنې وې، بس وطن به ګل و ګلزار وي، دا دى چې كرزي صاحب بيا دوه ستر او پېژندل شوي قاتلان احمدضياء مسعود او كريم خليلي خپل مرستيالان اعلان كړل. ولس كه څه هم په زړه كې خوړل كېدى، مګر د كرزي پر صفا ژبه، سوګندونو او ويناوو يې باور و، بس غوڅه پرېكړه يې وكړه او د ملت اكثريت رايې د كرزي صندقونو ته ولوېدې. او ده يې په مقابل كې بيا د كابينې لويه برخه له هماغو جنايتكارانو او بېسوادانو جوړه كړه چې نن يې نتيجه دا شوه چې نن افغانستان د دنيا د پنځو لويو فاسدو هيوادو په قطار كي ولاړ دى.
اوس كه زه د كرزي د تېرې پنځه كلنې دورې پر ناخوالو ږغېږم او د كرزي د بې كفايتۍ، ناكامۍ او هغو سترو درواغو بحث كوم، چې د افغانستان په تاريخ كې بل مشر نه دي ويلي، نو درانه لوستونكي به وايې چې دا هرڅه خو موږ د خپل سر په سترګو ليدلي، خو پرېږدئ چې خپلو راتلونكو نسلونو ته د خپلې بدمرغۍ او د خپل ولسمشر د مهربانه بې رحمۍ او بېسارې غولونې يو انځور پرېږدو. ګوندي هغوى زموږ له بدمرغيو څخه څه ناڅه عبرت واخلي او هغوى زموږ غوندي د تباهۍ كندې ته پخپله ځانونه ونه غورځوي.
درنو لوستونكو!
آيا پوهېږئ چې جناب كرزي د خپلې راتلونكې دورې لپاره بيا پر چا تكيه وكړه؟
هو! ولې به نه پوهېږئ چې ښاغلي كرزي بيا ملت شاته پرېښود او د ملت پر قاتلانو يې ايمان راوړ او پېژندل شوي جنګسالاران (ډي، ډي، آر مارشال قسيم فيهم، او كريم خليلي) يې خپل مرستيالان وټاكل او وينو چې مشهور خونخواران لكه جنرال دوستم، او حاجي محمدمحقق د كرزي ملاتړ اعلانوي.
دا ملت ته دا پيغام وركوي چې كه چا د بيان له آزادۍ او ديموكراسۍ څخه د استفادې سادګي كوله نو په همدغو قاتلانو به يې ترستوني نيسي.
نور نو ستاسو خوښه چې د كرزي قاتلانو ته پناه وړئ او كه د لوى خداى (ج) په توكل د كوم بل معقول بديل هڅه كوئ.
رهبران يې خرڅوي پر سوداګرو
خداى دي مل شي د وطن او د ملګرو
څه خبرياست چې په كوم لوري مو بيايي
چي روان ياست په نڅا او په سندرو
له خرڅېږي د وطن د مور پوړنى
لا خبرې دي، د پونډ او د ډالرو