کور / ترخې خبري / په پارلمان کښي د وزیرانو سفیران

په پارلمان کښي د وزیرانو سفیران

ښايي ډېروکسانوبه په پارلمان کې دوزیرانوسفیران لیدلي وي خوهلته په دې نوم نه یادېږي. ښايي نومونه یې بل ډول وي دبیلګې په توګه دپارلماني اړیکومسول، سلاکار یاهم کوم بل نوم خودنده یې ټیک دسفارت اویاهم له سفارت سره جوخت دوه یادرې اړخیزه دلالي ده.

په دې ماناچې وزیر ځان ته نږدې غوړه مال چې دماملوپه سمبالولوکې ښه تجربه لري، ځان ډېره ژر څوقاته کولی شي،  ښه پسته ژبه لري ، دپارلماني اړیکومسول  یاهم څرنګه چې مخکې هم وویل شول په کوم بل نوم پرهمدې دنده ګماري.

دغه کسان سره له دې چې رسمي منصب یې ښايي ډېر ووړ وي خوهغه چارې چې مخ ته وړي هغه دچاخبره موږک یې په ګدام کې هم نه شي کولی. داکومه پټه خبره هم نه ده  ټول وکیلان، دپارلمان اداري اوامنیتي کارکونکي او نوریې  ښه پیژني نوځکه خوددې اړتیانه شته چې زه دکوم چا نوم واخلم . داکسان درې ګونی رول لوبوي. اصلي دنده خویې چې وزیر صاحب لوړه تنخواورته مقرره اولکس موټریې په واک کې ورکړی داده چې تل هغه دچاخبره دولسي جرګې نبض له نږدې وڅاري، دغلته د وزیر په اړه مثبت نظر رامنځ ته اوهغه وساتي.

که چېرې هم کله داړوندوزیرپه هکله کوم منفي نظرپه ولسي جرګه کې رامنځ ته شي نوداکسان بیا ډېر ژر لاس په کاراوپه راز، راز ماملو، غوړو غوړوسوغاتونواوژمنو پرخبره خاورې اچوي اوکه بیاداهم  ونه شوه اودنه باور رایې موضوع جدي شوه نوهلته بیاهمدا سفیران دې چې چارې سمبالوي اوهغه دفاړسیوانانو خبر ه ( ناف وکیلاره چرب می کند)، یانې خوله یې ورخوږوي اوپه غونډه کې هغه وکیلان چې ډېره شیرني یې اخیستې ترنورو زیاتې نیوکې وي خوکله چې دنه باور رایې شمېرل کېږي نو وزیرصاحب روغ رمټ راووتلی وي، چې داټول کمال دسفیرانو دی.

کله خوچې دنه باورخبره راپورته شي نوبیایې بېرته بادیوسي چې داهم خوشې نه کېږي اویوڅوک شته چې داډول کاغذي پریکړې په هواکوي چې داهم دسفیرانوحکمت دی.

دځینوپخوانیووزیرانوخواچل نه ؤ زده نوځکه خودنه باوررایې بړبکۍپه هواکړل، خواوسني بیابیداره دي، په آسانۍ یې څوک نه شي لرې کولی.
مخکې هم یادونه وشوه چې دایواړخیزه نه بلکې درې اړخیزه لوبه ده. سفیران کمال کوي : دوزیرپه اړه په ولسي جرګه کې مثبت نظر رامنځ ته اوهغه ساتي، دوکیلانوغوښتنې اوفرمایشونه وزیرته  رسوي اوهغه پوره کوي اوبله داچې دوی له وکیلانونه له وزیرپرته پرخپله ګټه ډېره استفاده کوي اوخپل کارونه پرې مخ ته وړي.

دانوډېره غوړه مامله ده داکسان له دې لارې پراخه اړیکې ټینګې اوپېژندګلوي پراخوي چې کله هم بیانه خوارېږي اوکه له یوه ځایه یې پښه وښویېږي  نوسمدلاسه بل ځای مقررېږي.

دې ته ورته نورکارونه هم شته چې ځینې یاخوډېرچارواکي یې دخپلې چوکۍساتلوپه موخه کوي اودنړیوالوټولنوشوې مرستې ددې پرځای چې پراړونده چارو ولګوي دخپلې څوکۍ ساتلوله پاره یې لګوي.