کور / خبرتیا او پيغامونه / د ملي امنيت له خوانيول سوي خبريالان خوشي سول

د ملي امنيت له خوانيول سوي خبريالان خوشي سول

تازه خبر: د الجزيرې خبريالان خوشي سول  –  نېټه : ٢٧ / ٣ / ١٣٨٨  |  2009-06-17


د افغانستان ملي امنيت د الجزيري دوه نيول سوي خبريالان تر درې ورځي بند وروسته خوشي کړل.


د الجزيرې تلويزون هم د افغان استخباراتو له خوا د دوو خبريالانو حميدالله محمدشاه او قيس عظيمي د خوشي کېدو خبر تائېد کړ.


د حميد الله محمدشاه او عظيمي د نيول کېدو لامل په کندز ولايت کي پر طالبانو يو جوړ سوئ راپور په ګوته سوئ چي افغان امنيتي ځواکونه وايي د بې پرېتوب انډول يې نه وو پکښي مراعت کړئ. خو هغو مسلکي کسانو چي دغه راپور کتلئ کوم داسي څه يې نه دي پکښي موندلي چي د ژورناليزم له اصولو خلاف وي. او د افغان ژورناليستانو ټولني او فرهنګي حلقې پر حکومت نيوکه کوي چي که حميدالله محمدشاه او قيس عظيمي د ژورناليزم له اصولو سرغړونه کړې وي، هم بايد په دې باب د اطلاعات او کلتور وزارت د رسنيو د شکايتونو کمېسون دغه موضوع څېړلې وائ .
 






د ملي امنيت له خوا د خبريالانو نيول په کلکه غندو






په افغانستان كې د خبريالانو نيونه او ځورونه !
دلوى او بخښوونکي خداى په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
چارشنبه 17 جون 2009
سرليکنه (اداري )


خبريالان په ټولنه كې هغه قشر دى چې په ټولنه کې پرتې ستونزې دنړيوالو غوږنو ته رسوي او بله دا چې خبريالان د يو خبر د كره والي لپاره اړوند اورگانو سره اړيكي نيسي . دافغانستان په څير هيواد کې خبريالان د يو خبر د كره والي لپاره د سختو ستونزو سره لاس او گريوان شي حكومت هم ورته د شك په سترگه گوري او مخالفين هم،


 تيره ورځ په كابل کې د الجزيرې تلويزيون دوه خبريالان هريو حميد الله محمدشاه او محمد قسيم عظيمي د ملي امنيت د رياست د چارواكو لخوا د كورنيو قوانينو څخه د سرغړونې په تور نيولي او تر پلټنو لاندې دي د رسنيو په خبره حميدالله محمد شاه په كونړ کې د امريكايي ځواكونو خلاف دولس غبرگون خپور كړى او محمد قسيم عظيمي په كندز کې د طالب چارواكو سره شوي مركې خپرې كړي . ملي امنيت رياست دغه خبريالان په همدغه دليل نيولي چې ولې يو طرفه راپور خپور كړی دا چې نور څه تورونه پرې لگيدلي ؟


د الجزيري تلويزيون دخبرياﻻنوډله چې حميدالله محمد شاه هم په کې و د كونړ په چپه دره کې د طالبانو لخوا نيولي شوي، وهل شوي اوځورول شوي دي او اوس حميدالله محمدشاه د محمدقسيم عظيمي سره د ملي امنيت چارواكو نيولي . دا چې خبريالان د حكومت لخوا هم ځورول كيږي او د مخالفينو لخواهم دا د خبريالانوپه وړاندې د بشري حقوقو او بيان د ازادي څخه څرګنده سرغړونه ده


 موږ له ملي امنيت څخه غوښتنه كوو چې نوموړي خبريالان ژر تر ژره خوشي كړي او اجازه وركړي خپل كار د نړيوالو او هېوادنيو قوانينو په رڼاکې تر سره كړي د خبريالانو ځورول ، نيول د بشري حقوقو څخه څرگند تيری دی .


له پېښور څخه د پښتون پوسټ ورځپاڼې اداره


ليكوال : فضل قادر انډيوال





«دجبار او بدله اخستونکي ذات په نامه»


د ازادو مطبوعاتوسره د امنیتي کړیو کړچار په کلکه غندو :


په داسې حال کې چې نن نړۍ د تخنیکې او بریښنایې اسانتیاو له اړخه په یوه کلي تبدیله شوې چې په کې ازادې بریښنایي او تلویزوني خپرونې ځانګړې رول لري . خو بدبختانه چې په دې تخنیکي انقلابي پیړۍ کې زمونږ هیواد د یوستر اشغالګر تر ولکې لاندې په داسې حال کې راغلي چې زمونږ د باتور ولس پر خلاف د خپل کړچار دپټولو او په هغې د پردې د اچولو له پاره د ازادو مطبوعاتو او خپرونو رول هم نه شی زغملي . دهغوې سره په دې لاره کې دهغوې هغه ټول لاس پوڅې هم ملګري دي چې د دې اشغالګرانو په شتون کې یې واکمني خوندي پاته ده .


 مطبوعات او خپرونې چې په یوه هیواد کې د ملت او حاکم نظام تر منځ دپوهاوې یو ځواکمن پًل جوړوي تل د دې غلام ذهنه وګړو له خوا د تهدید لاندې راغلي ، او زیات شمیر په ازادۍ مین وطنوال یې د خپلو ازادو لیکنو په واسطه تهدید کړې او یا یې هم له صحنې څخه ویستلي دي . یواځې تیر کال یې عبدالصمد روحاني شهید په رڼا ورځ له تیغه تیر کړ چې تر اوسه یې د پوښتنې ګرویزني له پاره څوک نه شته . همدا راز یې د نورا جان بهیر د لیکنو زغم و نشو کړاې او اوس یې دادې د الجزیرې د انګلیسې شبکې دوه کسه تکړه پروډیوسران او لیکوالان هر یو حمیدالله محمدشاه او قیس عظیمي پرته له پوښتنې ګرویزني ددفتر څخه پورته کړې او تر اوسه یې د ځاې ځیګي په اړه اړوندې اداري ته معلومات هم نه دې ورکړي .


په داسې حال کې چې د هیواد د امنیت تر نامه لاندې د مسؤلینو دا کړچار په مکمله توګه په قوي ټکو د محکومولو وړ دې ، ترې غوښتنه کیږي چې د مطبوعاتو د ازادۍ د بین المللې قوانینو ، چې افغانستان یې هم لاسلیک کونکې هیواد دې ، په اساس دغه دوطن او ازادۍ پتنګان پرته له کومه ځنډه ازاد کړي او پرې نه ږدې چې د خپلو تورو اعمالوپه لسټ کې یې نور هم ډیرښت راشي .


په درنښت


د ازاد او سر لوړی افغانستان په هیله
قریب الرحمن سعید
دحزب اسلامي افغانستان پخوانې ویاند او د سولې او بیا پوهاوې د جرګګۍ مشر


 



 


د افغان خبريالانو د نيول کېدو په اړه د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې اعلاميه


اندېښمن او خواشیني یو، چې خبر شو، په کابل کې د الجزیرې تلویزیون دوه تنه افغان خبریالان، ښاغلی حمیدالله محمد شاه او ښاغلی قیس عظیمي پرته له کوم معلوم تور څخه د استخباراتو د مامورینو له خوا نیول شوي او ددې اعلامیې د خپریدو تر شیبې یې لوری لودن نه دی معلوم.
په افغانستان کې د نوي سیاسي پېر یوه لویه لاسته راوړنه د بیان آزادي او د خبریالانو خوندیتوب ګڼل کېږي، حال دا چې داسې پېښې په کلکه سره یادې شوې لاسته راوړنې ننګوي او د مطبوعاتو د آزادۍ او آن د خبریالانو د شخصي ژوند د خوندیتوب اصل ته د پوښتنې نښه ږدي.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی حمیدالله محمد شاه یوازې خبریال نه، بلکې د ملي اند دود خاوند لیکوال، ژباړونکی او فرهنګي څېره ده ،چې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې د کار له پېله ددغې جرګې فعال او نه ستړیدونکی غړی هم دی.
موږ، دنوموړي فرهنګي او رسنوال او د هغه د همکار ښاغلي عظیمي نیول کېدل – او هغه هم پرته له کوم اعلان شوي او معلوم تور څخه – په کلکه غندو او ژر تر ژره یې د خوندي راخوشې کولو غوښتنه کوو. زموږ لپاره د هر افغان لیکوال – فرهنګي او رسنوال ټولنیز حیثیت او شخصي امنیت د کلکې پاملرنې او اهمیت لرونکی دی. پرته له کوم جرم او یا تور څخه داسې نیول او بیول او هغه هم د یوه پېژندل شوي او ژمن فرهنګي شخصیت، د زغملو وړ نه ده. د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه دغه پېښه په ډېرې اندیښنې سره څاري، او که د خپل فرهنګي ملګري د راخوشې کېدو او برخلیک په اړه یې لازم او عاجل ډاډ تر لاسه نه کړ، قانوني او اړین ګامونه به پورته کړي.
په دې هیله چې نوموړي خبریالان د حیثیت له اعادې سره، ډېر ژر را خوشې کړای شي.


د خپلې اندیښنې او خواشینۍ په بیا ځلې څرګندولو


د افغاني کلتوري ټولنوګډه جرګه – کابل – افغانستان


۱۳۸۸لمریزد غبرګولي ۲۶مه


 



 


شمال ميشتي فرهنګيان د حميدالله محمد شاه د خوشې كېدو غوښتنه كوي  !


احساس


د هېواد تكړه او زيار ايستونكى فرهنګيال او د الجزيرې تلويزونې شبكې خبريال حميدالله محمد شاه د تېرو درې ورځو را په دې خوا د نامالوم لامل له مخې د ملي امنيت ادارې په كابل كې د خپلې رسنۍ د يو بل كاركونكي سره يو ځاى نيولى دى.


حميدالله محمد شاه د هېواد له رښتينو خبريالانو څخه يو دى، شمال ميشتي فرهنګيان د نوموړي خبريال د زرتر زره خوشي كېدو غوښتنه كوي او دغه كړنې د بيان ازادي ته يو ستر ګواښ بولي.


د شمال فرهنګيان په داسې حال كې چې د ملي امنيت دغه كړنې غندي، د افغانستان دولت له مشرتابه څخه په كلكه غوښتنه كوي چې د تكړه فرهنګيال محمد شاه د خوشي كېدو په اړه دې زر تر زره ګام پورته كړي
 


 



 


د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز
د افغانستان ملي امنيت رياست له خوا د الجزيرې تلويزويون د خبريالانو حميد الله محمد شاه او محمدقسيم عظمي نيونه غندو.

پېښور : د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميه کې څرگنده شوې ،چې د ملي امنيت رياست له خوا د الجزيرې تلويزيون له دوه خبريالانو هر يو حميدالله محمد شاه او محمدقسيم عظيمي  نيونه دبيان  له  ازادې څخه ښکاره سر غړونه ده. نوموړو خبريالانو خپل راپورونه په دقيقو معلوماتو خپاره کړي دي اودا ، چې دولسي وگړيو غږ يې د امر يکا د بريدونو په مقابل کې خپورکړې . دا پخپله د ولس استازيتوب کوي. د ملي امنيت رياست  دې ژر تر ژره دغه خبريالان  خوشې کړي .


 



 


 


حميدالله


د هېواد تکړه خبريال ، ليکوال او فرهنګي شخصيت حميدالله محمد شاه پرون ماښام د غبرګولي پر څلرويشتمه نېټه (14.06.2009 ز) ، په کابل کې د امنيتې کسانو لخواد ناڅرګندو او بې بنسټه دﻻيلو له امله نيول شوی .
 د هېواد دغه تکړه خبريال ، چې يو زيات شمير کتابونه او مقالې يې ليکلي او ژباړلي او هم يې په فرهنګي هلو ځلو کې پراخه ونډه درلوده اوس مهال په کابل کې د الجزيرې د خبري رسنيو سره د خبريال په توګه دنده تر سره کوله .
 ديادولو وړ ده ، چې نوموړی څو موده دمخه د همکارانو له يوه ټيم سره هغه مهال د طالبانو لخوا ونيول شول ، چې نورستان وﻻيت ته د يوه رپوټ د برابرولو لپاره روان و . د طالبانو لخوا هم دی او دده نور ملګري وهل شوي او ټکول شوي وو او ﻻ تر اوسه يې د ملا او سر ټپونه جوړ شوي نه وو ، چې د امنيت د کاروکوونکو لخوا ونيول شو .
 ديادولو وړ ده ، چې په افغانستان کې يو زيات شمير خبرياﻻن د حکومت او مخالفينو لخوا تر زور او فشار ﻻندې دي ، تر څو ونشي کړای حقايق خلکو ته څرګند کړي .
 شهيد عبدالصمد روحاني يې يوه ښه بېلګه ده ، چې په هلمند وﻻيت کې يې له ځينې رازونو او جنايتونه نه غوښتل پرده پورته کړي ، خو موخې ته تر رسيدو د مخه شهيد کړای شو . څو موده دمخه په خوست کې يو بل تکړه شاعر او خبريال نورا جان بهير هم د امريکايانو لخوا نيول شوی او اوس په دې لنډه موده کې بيا ښاغلی حميدالله محمد شاه نيول کيږي .
 په افغانستان کې خبرياﻻن ، فرهنګيان او نور ملي شخصيتونه د خبرياﻻنو او فرهنګيانو د فشار ﻻندې راوستلو غندنه کوي او له حکومت او مسؤلو چارواکو نه غوښتنه کوي ، چې ښاغلی حميدالله محمد شاه دې ژر تر ژره له بند نه ازاد کړل شي او که دا غوښتنه ونه منل شي نو ليرې نه ده ، چې په افغانستان کې به له پراخه لاريونونو او غبرګونونو سره مخامخ شي .
 دا نه يوازې د خبرياﻻنو ، فرهنګيانو دنده ده ، چې په داسې حاﻻتو کې غبرګون وښيي بلکې هر بادرده او په هېواد مين اشخاص بايد د داسو ناوړه کړنو غندنه وکړي .


 



 


د حمیدالله محمد شاه دنیول کیدو په اړه – دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيراعلامیه


له رسنيو نه مو خبر تر لاسه کړچې د هېواد تکړه ، صادق او ژمن ، ليکوال او فرهنګي شخصيت او دالجزيرې دټلویزیوني شبکې خبریال محترم ورور حميدالله محمد شاه ، ، د روان کال دغبرګولي په څلرويشتمه نیټه د ملي امنيت د چارواکو لخوا د نا معلومو دلايلو له مخې نيول شوی دی .



دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيرد ښاغلي حميدالله محمد شاه نيول کیدل ، د بيان د آزادي او په هيواد کې د نافذو قوانينو په ضد عمل ګڼي.


او د ملي امنيت د چارواکودغه بی مسووليته چلند په کلکه غندي او د افغانستان دولت په کلکه غوښتنه کوي ،چې ژر ترژره ښاغلی حميدالله محمد شاه ، خوشی کړي،میرمن بهیر له ټولو کلتوري ټولنو څخه هیله لري چې دغه عمل په کلکه وغندي او په دې برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.


دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهير – دارالانشآ


 



د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشر تابه جرګه بسم الله الرحمن الرحيم


دحميدالله محمد شاه د نيول کيدو په اړه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې اعلاميه !


لکه څنګه چې تاسو درانه هیوادوال په جریان کې یاست د هیواد غښتلی ، صادق او متعهد خبريال ، ليکوال او فرهنګي شخصيت ښاغلی حميدالله محمد شاه ،چې دالجزیرې خبري رسنیو سره د خبریال په توګه دنده ترسره کوله، په کابل کې د روان کال دغبرګولي په څلرویشتم ( 14.06.2009 م )، د ملي امنیت د چارواکو لخواه د نا معلومو دلایلو په اساس نیول شوی ده.


د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه د ښاغلي حميدالله محمد شاه نیول،د نړیوال ژورنالیزم ، د بیان د آزادی او په هیواد کې د نافذ شویو قوانینو په ضد عمل ګڼي.


د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، د ملي امنیت د چارواکودغه بی مسوولیته او د ډیموکرسې ضد چلند په کلکه غندي او د افغانستان اسلامي دولت او په تیره د ملي امنیت چارواکوڅخه په کلکه غوښتنه کوي ،چې ژر ترژره ښاغلی حميدالله محمد شاه ، دا د هیواد اصیل بچی او واقعي خدمتګار خوشی کړي،او په راتلونکې کې دې ورته پیښو مخنیوی وکړي.


په درنښت د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشر تابه جرګه

تبصره نسته

  1. د حمیدالله محمد شاه دنیول کیدو په اړه – دميرمن كلتوري ـ
    ټولنيزبهيراعلامیه

    له رسنيو نه مو خبر تر لاسه کړچې د هېواد تکړه ، صادق او ژمن ،
    ليکوال او فرهنګي شخصيت او دالجزيرې دټلویزیوني شبکې خبریال محترم ورور حميدالله
    محمد شاه ، ، د روان کال دغبرګولي په څلرويشتمه نیټه د ملي امنيت د چارواکو لخوا د
    نا معلومو دلايلو له مخې نيول شوی دی .

    دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيرد ښاغلي حميدالله محمد شاه نيول
    کیدل ، د بيان د آزادي او په هيواد کې د نافذو قوانينو په ضد عمل ګڼي.

    او د ملي امنيت د چارواکودغه بی مسووليته چلند په کلکه غندي او د
    افغانستان دولت په کلکه غوښتنه کوي ،چې ژر ترژره ښاغلی حميدالله محمد شاه ، خوشی
    کړي،میرمن بهیر له ټولو کلتوري ټولنو څخه هیله لري چې دغه عمل په کلکه وغندي او په
    دې برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

    دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهير – دارالانشآ


    د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشر تابه جرګه

    بسم الله الرحمن الرحيم

    دحميدالله محمد شاه د نيول کيدو په اړه د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې اعلاميه !

    لکه څنګه چې تاسو درانه هیوادوال په جریان کې یاست د هیواد غښتلی ، صادق او متعهد خبريال ، ليکوال او فرهنګي شخصيت ښاغلی حميدالله محمد شاه ،چې دالجزیرې خبري رسنیو سره د خبریال په توګه دنده ترسره کوله، په کابل کې د روان کال دغبرګولي په څلرویشتم ( 14.06.2009 م )، د ملي امنیت د چارواکو لخواه د نا معلومو دلایلو په اساس نیول شوی ده.

    د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه د ښاغلي حميدالله محمد شاه نیول،د نړیوال ژورنالیزم ، د بیان د آزادی او په هیواد کې د نافذ شویو قوانینو په ضد عمل ګڼي.

    د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، د ملي امنیت د چارواکودغه بی مسوولیته او د ډیموکرسې ضد چلند په کلکه غندي او د افغانستان اسلامي دولت او په تیره د ملي امنیت چارواکوڅخه په کلکه غوښتنه کوي ،چې ژر ترژره ښاغلی حميدالله محمد شاه ، دا د هیواد اصیل بچی او واقعي خدمتګار خوشی کړي،او په راتلونکې کې دې ورته پیښو مخنیوی وکړي.

    په درنښت

    د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې مشر تابه جرګه

  2. له هرڅه دمخه دلوی خدای په نامه !!
    دوستانو دا څه وخت کیږي چې ورځ پاڼې او ویب پاڼې په دې خبرونو ډکې وي غندو، غندو وروڼو تاسو نو په خدای له خبریال نه راته پیغمبر جوړ کړ هسې هم نه ده که دا حال وو کیدای شي چې ټول خبریالان له خپلې دندې نه په اخیستو یا کچکبران شي او یا هم بله بلا ترې جوړه شي . ماته یو دوست داروپا خبره وکړه چې په اروپا کې یو خبریال دی هغه دخلکو دکاچاک کار کوي له فرنسې نه لندن ته خلک بیایي سبا که دغه خبریال هم ونیول شي ستاسو به دا حال وي
    دوستانو په کابل کې دجرنالستانو ټولنه ده محترم سمندر صاحب یې مشر دی هغه له ټولو مقاومتو سره پېژني هغه دا کار په ښه توګه کولای شي . دوستانو دا زما یو عرض وو نوره ستاسو خوښه چې څنګه ځانونه ستړي کوئ خوښه مو ((( ونیول شو))) را ((( راخلاص ))) شو
    نور کار نه لرئ له خیره
    دنیا څه کړي او تاسو څه کړئ

  3. tolo mohtaramo pokhtano aw de larawbar chalawonko ta salamona wrande kawam,
    de hamidulah jan wror aw dehagha de malgeri pa khlason dera khoshala shwam , aw de shuor zai dai che de zalemano la pancho roghramat rwawot.
    de salem saheb pa zawab ke byad wawayam che, ka chere de zalemano bagram ta doi boweli wai bia ta der kha rakhlas keri wai, khaber kwel kho asan dee. , hamda ghandel de che de taki ta de tolo war pam shi, pa doi feshar razi aw majboregi che tse amal wakri, kho za na pohegam che ta wale pa de khapa ye?