د لر او بر ويبپاڼي ادارې ته له کوټي څخه تازه رسېدلى خبر وايي د دې ښار په مرکزي بازار ميزان چوک کي چاودنه سوې چي درې تنه پکښي زخميان سوي دي.
لومړني خبرونه وايي چاودنه د مشروباتو په يوه دکان کي سوې چي د دکان د خاوند په ګډون يې دوه مشتريان ټپيان کړي دي.
د مشروباتو د دې دکان يو مزدور وايي دکان ته يې دوې ښځي د جوس چښلو دپاره ورغلې چي تر تګ دوې دقيقې وروسته د هغوى د ناستي په ځاى کي چاودنه وسوه.
پوليس وايي چاودنه د يوه ساعتي بم په ذريعه رامنځته سوې ده چي ښايي ټول وزن يې تر يوه کيلو زيات نه وي.
د دې چاودني په تور تر اوسه څوک نه دي نيول سوي او نه هم چا د دې پېښي مسئوليت پر غاړه اخيستئ دئ، خو په بلوچستان کي د دغسي چاودنو مسئوليت تل د بلوڅ ريپبلکن ګوند چي د بلوچستان د آزادۍ غوښتنه کوي پر غاړه اخلي.