افغان ولسمشر د شانګهاى په سرمشريزه غونډه کي د پاکستان له ولسمشر آصف زرداري سره وکتل.
حامد کرزي او زرداري تر دې دمخه تېره مياشت په سپينه ماڼۍ کي د امريکا له ولسمشر باراک اوباما سره هم ليدلي وو.
د زرداري د حکومت په راتګ سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکي ښه سوي او دواړو هيوادونو پر يو بل نيوکي ختمي کړي دي.
د پرون ورځي په غونډه کي کرزي او زرداري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو پر نور ښه والي، د ترهګرۍ خلاف جنګ او اقتصادي همکاريو په باب له يو بل سره خبري وکړې.
د يادوني وړ ده چي د شانګهاى سازمان غونډه سږکال د روسيې د يکاترن بورګ په ښار کي جوړه سوې ده.