کور / تازه خبرونه / پاکستان: طالبان به هند او عربي هيوادونه هم نا آرام کړي

پاکستان: طالبان به هند او عربي هيوادونه هم نا آرام کړي

 

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وايي که د طالبانو په مخنيوي کي مرسته ورسره ونه سي، نو طالبان به پر هندوستان او د عربي خليج پر هيوادونو ور مات سي.

د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د انګلستان له فايننشل ټايمز ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي، نړۍ واله ټولنه دي د سوات له عملياتو څخه د بېځايه سويو دوه نيم ميليونه کډوالو سره مالي مرستي وکړي او همدا راز دي د سوات په عملياتو کي د زيانمنو سويو ودانيو په بيرته جوړولو کي چي ٥٠٠ ميليونه ډالره مصرف پر راځي مرسته ورسره وکړي.

هغه وويل طالبان اوس په يوه سيمه ايز او حتى په نړۍ وال پرابلم بدل سوي چي د مخنيوي تر عهدې پاکستان يوازي نه سي وتلاى.


شاه محمود قريشي وويل که د پاکستان سره مرسته ونه سي، طالبان به
د هندوستان، عرب هيوادونو او نوري نړۍ د هيوادونو پولي ماتي کړي او هلته به ورسېږي.


قريشي زياته کړه چي نړۍ واله ټولنه بايد د ترهګرۍ خلاف جنګ کي د پاکستانيانو مرسته وکړي، د هغوى د ټولنيز ژوند په بهتري کي ونډه ورسره واخلي.