نن سهار د نهو بجو په شاوخوا کی د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کي یوه زوروره چاودنه وشوه چي له امله یې یو تن د اقتصاد پوهنځي محصل ټپي شو. د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي رئیس معروف شاه شینواري لر او بر ته وویل چي چاودنه دومره زوروره وه چې د پوهنځي ټولې ښیښې یې له منځه وړي دي.
شینواري د پیښی په اړه زیاته کړه چی دا معلومه نه ده چی داچاودنه د ریموټ کنټرول وه او که له پخوا څخه ځای پرځای شوى ماين و.
د پیښی یو تن شاهد محصل محمد داود جبارخیل د پیښی به اړه وویل چی زه به لس متری کی د پیښی له ځایه لری وم چی چاودنه رامنځته شوه چی یوتن می ولید چی به وینو لړلی و.
دا پیښه په داسی حال کی رامنځته شوه چی د ننګرهار پوهنتون ازموینی په ختمیدو دی. یاده دی وی چی دپیښی پړه تردی مهاله چاپرغاړه نه ده اخیستی.