محمديار يار
وخت هم د څه عجيبو تصادفاتو بېلګې زېږوي. يوه ورځ عبدالصمد روحاني له هلمنده زنګ راوواهه، ويل كه دې له پېښوره د امين الله داودزي د شعر ټولګه راته راوړه.
“څومره لويه الميه ده”
له ژمنې سره ټليفون بند شو او ما يادښت راسره واخيست. پېښور ته لاړم، سرسركي پوښتنه مې وكړه چې ګوندې د روحاني لپاره يوازينۍ ژمنه پرځای كړای شم او د ده د خوښې كتاب ورته پيدا كړای شم چې:
“څومره لويه الميه ده”
له بده مرغه كتاب مې پيدا نه كړای شوای، خو وويل چې دا كتاب وختي چاپ شوی دی، كېدای شي په بازار كې اسانه پيدا نه شي او دا ډېر ښه كتاب دی:
“څومره لويه الميه ده”
يوه ورځ د جوزا په ښه ظالمه ګرمي كې د سفما په دفتر كې د نومړې ټولنې سيمه ييز مشر او د امريكا ږغ راډيو خبريال فضل الرحمان په ډېرې خواشينۍ سره راته وويل صمد روحاني لادركه شوی دی. خدای(ج) دې خير پېښ كړي.
څوك چې په افغا نستان كې اوسي او پر افغانستان د مسلط وحشت له شرايطو سره څه ناڅه آشنا وي، نو هغه پوهېږي چې د دغسې يوه خبريال او فرهنګي لادركه كېدل څه معنا لرلای شي او دا د څومره يوې لويې الميې(غميزې) ناوړه خبر دی.
فضل الرحمان پرله پسې د دغې پېښې په باب په ټليفون كې له بېلابېلو سرچينو سره ږغېږي. لږ وروسته يې د هغې الميې پخلی وكړ چې مخكې مو ذهن منلي وو. په هغه پسې يو ټليفون راغی. په ټليفون كې مې يو رقم چيغې اورېدې چې هېڅ مې سر نه په خلاصېده. اول مې فكر وكړ چې ټليفوني شبكه خرابه ده، خو وروسته پوه شوم چې عبدالله احسان له هالېنډه په فريادونو سر دی. د روحاني د ځوانيمرګۍ يو غم و، او د احسان چيغو نوره هم لار او ګدر راڅخه ورك كړ. احسان بيا له داسې عجيبو مخلوقاتو څخه دی چې د افغانستان په باب د غم او ښادۍ دواړو پر مهال په كريږو-كريږو ژاړي. د احسان په غلبلو كې يوازې په دې پوه شوم چې پرله پسې يې راته تكراروله چې محمدياره! زما خوب رښتيا شو او زما خوب رښتيا شو. نور ټليفون بند شو. نه ما، نه اوضاع، نه ټليفون، او هېچا هم نور د دغو اهونو او سلګيو تاب نه درلود. دا بدمرغ خوب څه و.
د همدې ورځې په سهار احسان راته ويلي وو چې تېر ه شپه يې ډېر ګډوډ او ډاروونكي خوبونه ليدل او د همدې لپاره يې ټليفون راكړی چې ملګرو ته خو به خير وي؟! ما اطمينان وركړ او ده هم د ملګرو پر احتياط راته سخت ټينګار كړی و. ده ويل خوب يې ليدلی چې د كندهار د هرات دروازې چوك ټول باندينيو ځواكونو پر سر اخيستی وي او پر ټولې سيمې يو ډول وهم خپور وي. ما ورته وويل زويه دا بانديني مردارخواره چې راباندې مسلط دي، زموږ او ستاسو په ذهنونو كې د دوی وحشت په ويښه همېشه ګرځي. كله چې ويديږو نو طبعاً به مو خوبونه هم ورسره ناارام وي.
مګر ته وايې په همدغه شپه د روحاني ځوانيمرګې اروا تر ټولو مخكې پر عبدالله احسان د خپل شها دت زېری كړی و او هغه هم ښايي له دې امله، چې د احسان په زړه كې د روحاني لپاره په بېل كونج كې يو جلا مينې او اخلاص ځای درلود او دا مينه يې هغه مهال ما مشاهده كړه چې يو وار احسان له هالېنډه كندهار ته راغلی و، زه او صالح ګل په كوټه كې ورسره ناست وو، چې روحاني صالح ګل ته ټليفون راوكړ. روحاني چې د احسان واورېدل، نو سيده يې په شركت مېوه كې د احسان كور ته ځان راورساوه. هلته مو كبابونه وخوړل او چې د رخصتېدو په نيت راولاړ شوو او د كوټې مخې ته راووتو، نو ما د تګ پر مهال د روحاني نوم ياد كړ او ورسره سم مې ورباندې د خپل شوخ عادت له مخې يوه سپكه ټوكه وكړه، دا مهال د احسان خوله وازه پاتې شوه. ويل دا روحاني صاحب دی؟!
بيا يې وويل د ده كندهار ته د راتګ له موخو څخه يوه هم دا وه چې روحاني صاحب وويني، خو د غفلت او بېباكۍ له امله مې هغه پر وخت ورمعرفي نه كړ. بيا يې وروسته زما څخه ډېره خوا بدوله چې ولې مې روحاني د دوی په كور كې ورمعرفي نه كړ او بل ولې مې له هغه سره بېباكي او شوخي كوله، ځكه هغه ډېر سنګين ځوان دی. ما ورته وويل د هغه درنښت پر خپل ځای منم، خو زما په مسخرو خوا نه بدوي، مګر احسان راڅخه جدي غوښتنه وكړه چې بايد له هغه سره دروند چلند وكړم.
ما به له شهيد روحاني سره دروند چلند كړی وي، يا نه، خو هغه د افغانستان د اوسني حاكميت په زمينه كې د دومره يوه لوی جنايت ښكار شو چې د ټول انسانيت په زړه كې يې د درد داسې يوه كرښه وروايسته چې ترڅو انسان د انسانيت دعوه كوي، نو دا څړيكه به يې پرله پسې دردوي.
يوه ورځ مې د يادښت كتابچه كتله. هلته يو ځای ليكلي وو:
“څومره لويه الميه ده”
او تر لويې الميې لاندې ليكلي وو: ((دا كتاب بايد د عبدالصمد روحاني لپاره راوړم.)) دغه تصادف دا الميه بيا راباندې تازه كړه. ما خو و نه شوای كړای چې د امين الله داودزي لويه الميه تر روحاني پورې ورسوم، خو هغه وكړای شوای خپله لويه الميه د نړۍ تر وګړي-وګړي پورې ورسوي، او تر هغو چې د ځمكې پر مخ انسانان وي او په سينه كې زړه ولري، نو به وايي چې د دغه مظلوم انسان وحشيانه قتل.”څومره لويه الميه ده”