کور / تازه خبرونه / د کندهار د پنجوايي امنیه قومندان او یو کاناډايي سرتیری وژل شوي.

د کندهار د پنجوايي امنیه قومندان او یو کاناډايي سرتیری وژل شوي.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي پدغه ولایت کې د پنجوايي ولسوالۍ امنیه قومندان او یو کاناډايي سرتیری نن د خښ شوي ماین په چاودنه کې وژل شوي، امنیتي مسؤلین وايي د پنجوايي امنیه قومندان محمد نعیم د کاناډايي ځواکونو له ګزمې سره وو چې چاودنه پرې شوې، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د پېښې مسؤلیت په غاړه اخیستی ویلي یې دي، چې امنیه قومندان او د هغه څو نور ساتونکي هم پکې وژل شوي.