یادونو مې فکرونه تخنول درته کنه
په ټال دبې خودۍ يې زنګول درته کنه
چې کړی مواروا ګانو پټ پټونی پکې یاره
خمار هغه وختونه خندیدل درته کنه
دردونه کوربانه مې خبرول ستا له راتګ نه
زخمونه مې دزړه چې پلټل درته کنه
هرڅوکه راپسې وې دمحفل سترګې جانانه
په کونج کې مې دسترګوخو کتل درته کنه
په پاڼو به دشونډود (حسن ) راویښیدلې
ا وس څنګه وې ویده چې ده ژړل درته کنه