له افسوسه مې زړه تنګ شي ډير خوږيږي
چې نظر وکړم د خپل ولس روز ګار ته
بې له اوره مې بيا ټول بدن سوځيږي
خجالته شمه ډير قبر دپلار ته
د افسوس نارې وهم که څوک يې واوري
پښتانه راپاڅومه له غفلته
ورور په ورور ځان کڼوي خبره نه اوري
چې لږ موړ شي غريب ورور وهي په لته
له حسرته مې له خولې خيژي کوکارې
د نيکونو د غيرت ګورمه پته
له ژړا ژړا مې سراو ځان خوږيږي
حوصلې مې ټينګې نه شوې انتظار ته
د سيالانو له سيالۍ نه شولم پاتې
چې فقط د خپل بابا په توره وياړم
نن کومه پښتنو ته ننواتی
زه د ننګ په ديرو ګرځم ورته ژاړم
نورې مه کوۍ په خپلو بچو زياتې
کلی کور په پوهه زده کړه اباديږي
يو ځل وګوره پښتونه خپل کردار ته
واوره ای وروره پښتونه ځان خبر کړه
څنګه ژوند کوي نړۍ کې انسانان
ته له دوی ځنې کم نه يې خو ځان نر کړه
تاريخونه د وطن کوي بيان
پلار ګټلې په اسانه مصر فيږي
د تنبل بچي پيغور يې کيږي پلار ته
په نړۍ د افغانانو لوړ عزت ؤ
چې يووالی اتفاق پکې موجود ؤ
په هر لور يې د بري بيرغ اوچت ؤ
د هر يو موخه د خلکو وطن سود ؤ
هسې رنګه د دوی لوړ شان او شوکت ؤ
آبادي د ملک د هر افغان مقصود ؤ
خو چې کله د نفاق په لار سميږي
ډير په لاس د غليم پورته شولو دار ته
که په خپل کرايوان کې هر يو فکر وکړو
د غفار بابا په ياد کړو نصيتحت
د پښتون په څير خپل ځان ته نظر وکړو
فکر وکړو په ټوټه ټوټه ملت
مطمًن يم قناعت مو حاصليږي
که مو پام شولو نړۍ او خپل روزګار ته
بس غيرت له ځينو ځينو ځنې تللی
ورنه هير دی د خپل پلار نيکه دستور
پښتانه ته پښتنو ټوپک نيولی
ملک پنځه ځايه ويشلی ژوند ترور
ځينو خړې سترګې بل ته لاس نيولی
جوټه خور پښتون ته مرګ له دې ضرور
دا په زړه د خدمتګار کله جوړيږي
چې غلام د غلامۍ کړي خيال بادار ته