د مور ورځ ده په ګلونو لمانځل کيږي
په ډاليو په رنګونو لمانځل کيږي
په خوږو خوږو غږونو لمانځل کيږي
په شاندارو محفلونو لمانځل کيږي
زه څه وکړمه چې نه لرم مورجانه
زه يې ياد لمانځم په سپينو سپينو اوښکو
زما وجود نن د دردونو سمندر دى
لوند او خيشت دى ښه په وينو وينو اوښکو
زه نن ځان احساسومه په نړۍ کې
له تر ټولو يو بې وسه اوبې کسه
ته وا خوله ،سترګې، لاسونه پښې مې نشته
ناهيلي مې رابهيږي له نفسه
زه نن ناست يم د تودې ژړا په غيږ کې
اينه د تير زمان مې پرته مخ ته
پکې وينمه څيره مې د مورجانې
په زړګي خورم د دردونو لښته سخته
بختور دي هغه څوک چې لري ميندې
ورکوي مبارکي په مينه مينه
او خوږې ميندې يې هم خپل اولادونه
نازوي او ښکلوي په مينه مينه
نو زه هم دمور سپيڅلي لوړ مقام ته
ورکوم مبارکي د مور د ورځې
د انړۍ څه چې جنت کې دې ژونداۍ وي
سوله مخې خپلواکي د مور د ورځې