د جرمني ځواکونو سرچينو ويلي ، چې په وروستيو اوونيوکې په منځي توګه 313 جنګی پېښې په اوونۍ کې ثبت شوي دي ، چې د 2007 ز کال په پنځلسمه اوونۍ کې دا شميره ډېره ټيټه يعنی 85 وه دامریکایي فوځ یوه لوړ پوړي چا رواکي اودافغانستان په جګړه کې یوه مطرح شخص جنرال پېتریاس دروانې میلادي میاشتې په ۱۱مه دافغانستان دجګړې په اړه په یولړ اعترافاتو کې ویلي چې همدااوس نړیوال ځواکونه په ا فغانستان کې په اوسط ډول په اوونۍ کې ۴۰۰ځله دطالبانوتربریدونولاندې راځي دپېتریس له خولې ددې خبرې راپور هغوټولوخبري ادارو ورکړئ چې په عین حال کې دهمدغورسنیودتېرې هفتې خبري ارشیف دداډول ریدونواوحملو۲۰راپورونه هم نه لري .
دا دورنګي اونه توجیه کېدونکی ټکر مونږ ته موقع راکوي ترڅوهغه ستونزې اوپرابلمونه ابرسېره کړوچې په تېروڅوکلونوکې مونږ له خپلواکورسنیوسره درلودلي دي .
مطبوعات یامېډیا دمعاصربشر دنورولاسته راوړنواوابتکاراتوترڅنګ راپنځول شوې یوه مثبته پدیده ده چې دحقائقواوواقعیتونو کماحقه رسول یې دنده شمېرل کیږي .
په نړۍ کې ځینې رسنۍ ترځانګړودولتي اونادولتي کړیوپورې تړلې اوځانګړواهدافو ته متعهدې بلل کیږي خوپه نړیواله کچه دخبررسولوپه برخه کې په هغورسنیوحساب کیږي چې ځانونه خپلواک اوبې پرې بولي ددوی تګلار ه یوازې د واقعیتونوپه اړه خپلواک قضاوت اوپه شفافه توګه یې تر خلکورسول بلل کېږي .
دافغانستان اسلامي امارت چې دتېروکلونوسیاسي اوښتونونوورته په ملي اوبین المللي کچه ځانګړی دریځ ټاکلی په تېروڅوکلونوکې یې په متواتره توګه دسیمې اونړۍ له ازادورسنیوسره ستونزې درلودلې دي هغه ستونزې چې په ازاده میډیا دسیاسي حالاتودسیوري له غوړېداڅخه سرچینه اخلي .
بایدیادونه وکړو چې په افغانستان دنړیوال یرغل سره هم مهال ډیری ازادوخبري ژانسونوراډیويي خپرونودغه رازبرېښنایي اوچاپي نشریوخپلوټاکلواصولوته شاواړوله اودنامعلومودلایلوله وجې یې خپل مطبوعاتي اعتبار دیوطرفه تبلیغاتو لپاره استخدام کړ.
له تېرڅوکلونوراپیل بیاترننه پورې چې دې رسنیوپه افغانستان کې دروان جهادي وضعیت څخه دخبرورکولو په اړه کومه تګلاره غوره کړې ښايي پخوایي چاتصورهم نه وي کړی په ډېره ناترسۍ دژورنالیزم ثابت اصول ترپښولاندې شوي اودبې لورې قضاوت شعار دسیاسي صلحتونوقرباني شوی .
په دې اړه که له نوروضاحته تېرشودپېتریس له لوړ اعتراف اودمېډیاداونېزونشرشویو خبرونوله مقایسې نه په ښه توګه معلومیږي چې دروانوپېښوڅخه دراپورورکولو په اړه ازادې میډیاخپل رسالت څومره سرته رسولی مونږ داسلامي امارت دویاندۍ له دریځه دمجاهدینودفعالیتونوپه اړه هره اونۍ له ۳۵۰څخه زیاتې خبرپاڼې مطبوعاتوته اعلامووخوددې لسمه برخه هم ددوی په قانون کې دنشرجوازنه پیداکوي داپه داسی حال کې چی موږخپل هرخبر چی دوی ته یېورکوومستند اوپه شواهدوبنا وی چی هیڅکله یې هم دوی له واقع کیدلو انکار نشی کولای .
دنړیوالواژانسونواوخبري اداروژورنالستان دځان دسپیناوي لپاره وايي چې له پورته خوانه داسې پوهول شوي چې دورځنیوپېښوپه اړه یې دامریکایي ویاندله اعتراف او تایید پرته راپوراعتبارنه لري له همدې امله ددوی په خپل قول کله داسې هم پېښ شوي چې خبریال په خپله دپېښې عیني شاهدپاته شوی خوبیایې هم دباګرام دنطاق دانکارپه وجه راپورفسخ کړی وي ځینی یې لاښه وی جرات وکړی چی قاری صاب ته خپه نشی زموږله اختیاره خبر وتلی دوه کاله وړاندی دسنګین په ولسوالی کی مجاهدینوڅرخی چورلکه رانسکوره کړه ما مرحوم عبدالصمد روحانی ته باربار په تلیفون دپیښی خبر ورکړ خوده نشر نه کړ ماورته وویل لکه چی زما خبره دی زړه ته نه لویږی ده راته وویل قاری صاب ته خوامه بده وه ولچی په خپلو سترګو یې ووینم چی دودونه ځینی پورته کیږی نوزه څه وکم مرکز ته خبرورکړم خودوی د. . . . . یې نه نشرکوي دي ته ورته ډیرځله نو رو هم ورته اعترافونه کړی خوکاشکی یې همداحقایق دنړیوالواوهیواد والو تر غوږونوهم رسولی مونږدامنوچې خبري ادارې داپوزیسیون په نسبت ترډېره دواکمن لوري مصلحت په پام کې نیسي یادتمویلونکوحکومتونوله مزاج سره چلیږي خودپېتریس له دې اعتراف اود خبري ادارودراپورونوترمنځ دبې کچې ناانډولتیاڅخه معلومیږي چې دلته خبري ادارو تراړتیازیاته یوه خواپاللې چې په اصطلاح له آش څخه دکاسې حرارت زیات شوی .
اوس چې وضعیت تغیرخوړلی تردې چې امریکایي لوړرتبه چارواکي هم په داډول اعترافاتو اړشول دې حالت ته په پام سره مونږ نه پوهیږوچې دخبري اداروخبریالان او پالیسي ټاکونکي به اوس په دې برخه کې خپل بې ځایه اخلاص څنګه توجیه کوي .