کور / تازه خبرونه / عمر موسى: عربي نړۍ له اېران سره ښې اړيکي غواړي

عمر موسى: عربي نړۍ له اېران سره ښې اړيکي غواړي


د عرب ليګ مشر عمر موسى د اېران ولسمشر محمود احمدي نژاد ته د هغه د برياليتوب په اړه مبارکي ورکړه او ويې ويل عربي نړۍ له اېران سره ښې اړيکي غواړي.

عمر موسى د مصر له پلازمېني قاهرې څخه د يوه بيان په خپرولو وويل عربۍ نړۍ له اېران سره دوستانه اړېکي غواړي او هيله لري چي اېران او عربي نړۍ به په منځني ختيځ کي د سولي په راوستلو کي له يو بل سره ګډو هڅو دوام ورکړي.

محمود احمدي نژاد د اېران تر اسلامي انقلاب وروسته د دغه هيواد د جمهوري رياست د لسمي دورې په انتخاباتو کي د ٦٣% رايو په ګټولو د دوهم ځل دپاره د اېران ولسمشر وټاکل سو.

د اېران د کورنيو چارو وزارت وايي د هغه پياوړي سيال سيدحسين موسوى ٣٤ % رايي وړي دي، خو ښاغلى موسوي وايي د احمدي نژاد حکومت په رايو کي درغلي کړې ده او د ټاکنو نتايج ده ته د منلو وړ نه دي.

د يادوني وړ ده چي د ښاغلي موسوي پلويانو نن په تهران کي يوه مظاهره هم وکړه چي له پوليسو سره په اخ وډب پاى ته ورسېده.