ويل کېږي چې د ظاهر شاه د واکمنۍ پر وخت يو عسکر خپل پتلون له شاته ورانه لږ پورته بې ځايه ځای څيرې کړی و، يو بل ملګري عسکريې ترې پوښتنه کړې وه چې خدای دې خوار کړه دا دې څه کړي، دا پتلون خو دې په ډېر خراب ځای کې شلولی؟ هغه ځواب ورکړی و چې ته په دې کارونو نه پوهېږې، زه دولت شرموم.
که نن سبا د کرزي صاحب دولت او مامورينو ته يې وګورو دوی ټولو هم د دولت شرمېدو ته ملا تړلې او په دې اوو کالو کې يې دولت دومره په سپکو سپک کړ چې په هېواد کې لا څه چې آن په نړۍ کې ورته خلک ګوته په غاښ پاتې دي او ملنډې پرې وهي. په لومړي سر کې ښاغلي کرزي ولس سره ژمنه وکړه چې که په خپلو کارونو کې پاتې راغی،نو استعفا به ورکوي، خو اوس يې چې د څوکۍ مزې وليدې، نو بيا يې د بې وسو افغانانو پر سر سودا کولو او د هغوی هډوکو شپېلولو ته ملا تړلې.
که له اداري فساد نه يې راونيسو نوښاغلی کرزی او ملګري يې په دې ښه پوهېږي چې د افغانستان په نامه راغلي ميلياردونه ډالر څه شول او چا خپلو جيبونو ته واچول؟ ددې نه بل ستر شرم کوم دی چې افغانستان د فاسدو هېوادونو د کتار په سر کې راځي. په دولتي ادارو کې رشوت اخيستل دومره دود شوي چې په رڼا ورځ دولتي مامورين د زرګونه پيسو اخيستلو تر څنګ اوس له يو غريب افغان نه د يو بوتل پيپسي اخيستو غوښتنه هم کوي. کومه ده دولتي څارګره اداره، کومه ده څارنوالي او محمکه، کومه دی قانون چې دلارې پر سر په سپينه ورځ ترافيک په رشوت کې د موټر چلوونکو يوې هندوانې ته لاس نيسي. خبره له لکونو روپو نه يوې هندواڼې او يو بوتل ډيو ته راغلې ده.
امنيتي حالات خو ورځ تر بلې دورمره خرابېږي چې يو سړی په خپل کور کې ځان خوندي نه شي ګڼلی. بهرنيو مېلمنو ځواکونو ته خو هر افغان بيا خپل دښمن ښکاري، ځکه چې کله دغه مېلمانه پر لاره روان وي موټر خو څه کوې چې يو افغان ماشوم بچي ته هم اجازه نه ورکوي چې له دوی نه مخکې شي. همدغو مېلمنو ځواکونو ته خپل يو سرتېری د يو هېواد هومره اهميت لري، خو د يو بې وزله افغان ژوند ورته د يوې مرغۍ او ميږي قدرې اهميت هم نه لري. کله چې همدغه ځواکونه بې ګناه خلک ووژني نو په لومړي سر کې خو يې په اسانۍ سره وژنه نه مني او په خوله لاس راکاږي، خو کله چې خبره رسوا شي نو بيا ترې يوازې بښنه غواړي. افغان دولت د خپلو مرستندويه هېوادونو په مرسته د يو بې ګناه افغان د وژنې لپاره سل زره او د يو ټپي شوي تن لپاره پنځوس زره افغانۍ بيه ټاکلې چې بې ګناه وژل شوي او ټپيان شوي خلک اوس په دغو څو پيسو پلورل کېږي.
کرزي صاحب خپلو مېلمنو ته په وار وار ځولۍ وغوړوله چې خير دی نور د بې ګناه افغانانو له وژنې لاس واخلئ، خو هغوی د ولسمشر په خبرو غوږ هم نه ګروي. يو ځل خو يې ورته ګواښ هم وکړ چې که دا وار بې ګناه افغانان ووژل، نو دی به د قومونو يوه جرګه راوغواړي او د خپلو مېلمنو په شتون او رخصتولو به فکر کوي، خو له دې ګواښ وروسته بيا هم د فراه په بالابلوک کې لسګونه بې ګناه ولسي خلک د همدغو مېلمنو ځواکونو بمباريو د تورو خاورو مېلما نه کړل او افغان دولت لا هغسې چپه خوله پاتې شو. دا سمه ده چې د لوږې هديرې نه دي جوړې شوي، خو دولت او مرستندويه بهرنيان ددې شاهدان دي چې هر کال ځيني کورنۍ د لوږې او غريبۍ له لاسه خپل تنکي ماشومان يوازې په څو سوه افغانيو پلوري. دا شرم نه دی چې خپله ورته بې شمېره خوراکونه مخې ته پراته وي او يوه کورنۍ دې ديوې مړۍ ډوډۍ لپاره د خپل ځيګر غوښې خرڅلاو ته ږدي. که يو څوک په کومه دولتي اداره کې دنده اخلي او ښه وړتيا هم ولري، خو که څوک ونه پېژني بيادې خدای مل شي او خوشې دې ګرځي، کله چې مقررېږي يا به ښې پرېمانه پيسې ورکوي او يا به د کوم چارواکي خپلوان وي. ځيني دولتي ادارې بياپه پيسو خرڅېږي او هره څوکۍ خپله ټاکلې بيه لري. د پيسو په زور ډيری هغه نالوستي خلک چې په املا او امضا نه پوهېږي اوس هم په لوړو دولتي پوستونو کار کوي او د نورو په مټ ځانونو ته پروژې راوباسي.
خير په هر صورت خبرې ډيرې او يو سر يې يو، زه ولسمشر ته هغه خپله کړې ژمنه ور په يادوم چې ده له ولس سره کړې وه او ويلي وو که په خپلو کارونو کې پاتې راغی، نو استعغا به ورکوي، کرزی صاحب لکه چې دا خپل پاتې راتګ نه بولي؟ بهرنيان خو ځه ورځه مېلمانه دي دا خپل کورني يې په خوله تريخ پياز هم نه خوري او د هر چا چې زړه څه غواړي هغه کوي. په تېرو اوو کالو کې خو يو شمېر چارواکو دولت ښه وشرموه اوس غواړي چې د دولت تر څنګ ملت هم وشرموي، خو ولس په دې پوه شوی چې نور به د چا په تشو وعدو او خبرو نه غولېږي.
د يو اباد، سپېڅلي او پر مختللي افغانستان په تمه